رسول الله صلی الله علیه وسلم دغیر مسلمانانو په آند (۱ برخه) / عبدالغفار جُبیر

0 1,356

رسول الله صلی الله علیه وسلم دغیر مسلمانانو په آند

لومړۍ برخه

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
 پرکتاب باندي د دکتور شیخ عماد الدین مصطفی محمود تقریظ
بسم الله الرحمن الرحيم
کتاب أخی فی الإسلام عبد الغفار جُبير فی بضعة أسطر
(شان النبی صلی الله علیه وسلم عند غیر المسلمین)
الحمد لله رب العالمين, والصلاة والسلام على سيدنا محمد الصادق الوعد الأمين, اللهم لا علم لنا إلا ما علمتنا إنك أنت العليم الحكيم, اللهم علمنا ما ينفعنا, وانفعنا بما علمتنا, و زدنا علماً, و أرنا الحق حقاً, و ارزقنا اتباعه, و أرنا الباطل باطلاً, و ارزقنا اجتنابه, واجعلنا ممن يستمعون القول فيتبعون أحسنه, و أدخلنا برحمتك في عبادك الصالحين, أخرجنا من ظلمات الجهل والوهم إلى أنوار المعرفة والعلم، ومن وحول الشهوات إلى جنات القربات .
إن المنصفين من المشاهير المعاصرين عندما اطلعوا على سيرة رسول الله محمد صلى الله عليه وسلم لم يملكوا إلا الاعتراف له بالفضل والنبل والسيادة ، وهذا طرفٌ من أقوال کثیرهم.
بين يدينا جلة من أقوال بعض المستشرقين الذين أعجبوا بشخصية الرسول العظيم (صلی الله علیه وسلم)، ومع كونهم لم يرتدوا عباءة الإسلام فإنهم قالوا كلمة حق سطرها التاريخ على ألسنتهم وفي كتبهم وتراثهم، وما أحبوه كذلك إلا لأن أنصبته قد فاضت بكم من الرقي الشخصي والأخلاقي والحضاري إلى أبعد حد مما جعلهم معجبون به إلى حد جعلهم يسطرون فيه الكتب ويذكرون شخصه في كل وقت. وهذا الکتاب جزء من كل ما قالوا في عظيم شخصه وصفاته الجليلة.
نعم!
لقد صدق في مقولته هذه محمد صلی الله علیه وسلم نعم القائد ونعم المعلم والمربي الذي أخرج الله على يديه الناس من عبادة العباد إلى عبادة رب العباد ومن ظلم الأديان الباطلة والمزيفة إلى نور الإيمان وعدله ولقد نقل الشيخ ديدات بعض التصريحات التي قالوها عن نبي الإسلام فقال ( إنه بالنسبة لكل مسلم يعيش على كوكبنا مهما اختلف مستواه الثقافي أو موقعه الجغرافي أو انتماؤه السياسي فإن محمد صلى الله عليه وسلم هو أعظم خلق الله على الاطلاق الذي أرسله ربه ليكون رحمة للعالمين أن أكثر من الف مليون مسلم لا يحتاجون إلى أبحاث أو بيانات أو فحوص للوصول لهذه النتيجة ولكن ماذا عن غير المسلمين ؟
شان النبی صلی الله علیه وسلم عند غیر المسلمین
لقد قرأت هذا الكتاب ، وهذا ما كتبه أخي في الإسلام عبد الغفار جُبير ، الذي هو أبعد عنی و أنا عادة قراءة مقالاته القيمة التي هي حول الإسلام والعلم الحديث والمسيحية و المواد الإعلامية الأخرى.
هذا الكتاب هو كتاب فريد من نوعه و لقد قرأت أبدا مثل هذا الكتاب حتى في اللغة العربية ، وهذا الكتاب يحتوي على معلومات صحيحة عن النبي الإسلام و شخصيته وسیرته و معجزاته وهکذاقالوا النبي الأسلام صاحب صراط، صاحب بشارة سعيدة في صحف العالم، النبي الإسلام محمد عربی صلی الله علیه وسلم عند الشهيرمن العلماء غير المسلمین ، والسياسيين ، والشخصيات الدينية والشعراء ، وأكثر من ذلك …
كما أنني قرأت المناظرة للسيد عبد الغفار جُبير مع الأساقفة المسيحيين المصريين هو حقا مثل كتاب المرحوم الشيخ أحمد ديدات ، الذي كان عالما كبيرا فی الکتب المقدس من المسيحيين، والیهود والهنود.
وأرجو من جميع أنحاء العالم الإسلامي لقراءة هذا الكتاب، و ترجمة هذا الكتاب إلى العديد من اللغات و محاولة تعميم و انتشاره.
أريد أن يعطي الله الكاتب عمراً طويلاً لخدمة الإسلام .
د. عماد الدین مصطفی محمود
من الجمهورية الإسلامية مصر القاهرة
دكتور في اللاهوت وأستاذ الأديان في العالم
‏الثلاثاء‏، ۰۸‏ أيلول‏، ۲۰۱۵
د سر خبرې
لایزال خدای جل جلاله ته دې بې حده حمد، ثناء اوصفتونه وي چې زه یې ددې جوګه کړم چې دا ښکلی کتاب مې بشپړ کړ، او پر فخر الموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې دې بې شمېره درودونه او رحمتونه وي چې لوی څښتن تعالی جل جلاله ما ته دا توفیق او توان راکړ چې دامام الانبیاء محمد عربي صلی الله علیه وسلم په هکله مې یو څه راغونډ کړل، که څه هم دبشریت پر ستر لارښود صلی الله علیه وسلم باندي لیکل ناشوني دي، په لکونو کتابونه ورباندې لیکل شوي دي او په میلیونهاوو به ورباندې ولیکل شي، خو بیا هم امکان نلري چې دده دمبارک ژوند یوه لحظه پکښې راونغاړو.
ماولــــي داکـــــتاب ولـــــیکــه؟
زه تل د مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره مذهبي بحثونه کوم، په دې بحثونو کې دا خبره هم راوړاندي شي چې داسلام دستر لارښود حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په هکله دده دښمنان او یا په مجموع کې غیر مسلمانان څه وايي؟ څه نظر لري؟ ورته په کومه سترګه ګوري؟ څه ګروهه اوعقیده ورته لري؟ څومري ورڅخه اغېزمن دي؟ دده پرمبارک صورت او سیرت باندي څه رڼا اچوي؟ اوداسی نور….
زماڅـــخه غــــــــــوښــــتنه:
له ما څخه ۳ کاله مخکې د نړۍ له ګوټ – ګوټ (ګران هیواد افغانستان، پاکستان، هندوستان، بحرین، کاناډا، سعودي عربستان، امریکا، هالنډ، جنوبي افریقا، سوډان، ناروي اوروسیې) څخه وروڼو اوخویندو غوښتنه کړې وه، چې داسې یو کتاب ولیکه چې پکښې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هېښونکې رښتنې کیسې، د ده په هکله دنړۍ د غیر مسلمانو مفکرینو آندونه او دده صلی الله علیه وسلم په هکله نعتونه پکښې راټول وي، داچې دا هریو (دنبي کریم صلی الله علیه وسلم کیسې، نعتونه اوداسلام ستر لارښود صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند) بېل، بېل سرلیک دی او دا په زرهاوو پاڼې غواړي؛ نو ځکه مې کوښښ وکړ چې دخپل وس مطابق مې دا هر څه په دې یوه ټوک کې راټول او راونغاړل.
دا چې قرآن کریم د ټولو علومو سرچېنه او منبع ده، نو ځکه مسلمانان دا پوښتنه کوي چې غیر مسلمانان داسلام د حقانیت او د اسلامي بشري قوانینو په هکله څه وايي؟ اوغیر مسلمانان خو بیا دا پوښتنه په دې کوي چې آیا غیر مسلمان مفکرین، روڼ آندي، علماء، ساینس پوهان، فیلسوفان او یا نورې مشهورې نړیوالې څهرې د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم مني اوکه یا؟ له ده څخه اغیزمن شوي دي که یا؟ او نورې هغه پوښتنې دي چې مخکې ذکرشوې.
نوځکه مې په نړیواله توګه سره کوښښ پیل کړ چې له نړیوالو کتابتونو څخه مې د وروڼو او خویندو په مرسته رښتني معلومات راټول کړل. هغه غیر مسلمانان چې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه اغیزمن شوي، یا یې اسلام قبول کړی او یا یې نه دی قبول کړی؛ دا په میلیونهاوو دي او په زرو ټوکونو کې هم امکان نلري چې راټول کړل شي، خو په دې کتاب کې ما دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه مشهورې علمي، مذهبي، سیاسي، فوځي او اجتماعي څهرې راټولې کړیدي، د هغو له ویناوو څخه مې یوه، یوه بېلګه راخیستې ده، ما تر خپله وسه پوري ټول مأخذونه هم ورسره لیکلي دي، دکتاب، مجلې، ورځپاڼې، ویبپاڼې او یا بل مرجع نوم او سرلیک مې هم لیکلی دی. دا چې د اسلام دښمنان د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر رسالت، نبوت، ښو اخلاقو، علمیت، فصاحت، معجزو  او نورو حقایقو باندې ګواهي اواعتراف کوي؛ نو له دې څخه پوره سل په سلو کې معلومیږي چې دا آخري پېغمبر دی، د ټول بشریت ستر لارښود دی، هغه احکام چې ده راوړي دي؛ هغه ټول حق او الهي دي، له اسلام څخه پرته بل حق الهي دین دځمکې پر کُرې باندې نشته، نور ټول مذهبونه، یا خو تحریف شوي دي، لکه یهودیت او عیسائیت او یاخو الهي نه دي او د وخت په تیریدو سره هغو د یوه مذهب بڼه خپله کړې ده، لکه هندو مذهب، بودايي مذهب، کانفیوشیزم، شنټوایزم، اوداسی نور….
اسلام  دې ته اړتیا نلري چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نبوت او رسالت په غیر مسلمانانو ثابت کړي، بلکې دا چې د یو چا دښمن د چاپر ښو کړنو، بې نظیره اخلاقو، ښکلي بشري قانون او د ژوند پر تګلاره باندې دزړه له کومې اعتراف او اقرار کوي، بیا په دې کې د یوه سپیلني دانې د زرمې برخې په اندازه سره شک نشته. دا به د مسلمانانو لپاره د زیات ایماني توان سبب شي او د غیر مسلمانانو لپاره به داسلام دحقانیت، د اسلام د قبلولو او د دوی دهدایت سبب شي.
لوی خدای جل جلاله دې وکړي، چې د لوستونکو علمي تنده ور باندې ماته شي او ما احقر پخپلو ښو دعاوو کې هېر نکړي.
په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبدالغفارجُبیر
شنبه/ سپتمبر۴/ ۲۰۱۵
نوربیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply