غزل /بصیر بیدار ستوری

0 1,006

پټ یې په خپل زړه کې ساتم په خوله یې نه یادوم
غم مي سینه کې ګرځوم په خوله یې نه یادوم

قسم دې یاد یې لیونی کړم سودایې غوندي شوم
په لاره ځم ګوتي شمیرم په خوله یې نه یادوم

ستا د وعدو حساب کتاب راسره شو مکمل
په کتابچه کې یې لیکم په خوله یې نه یادوم

ما دژوند ټولي خوشالۍ ورته ځولۍ کې یوړي
تشه ځولۍ بیرته راوړم په خوله یې نه یادوم

د ګل په پاڼو مي تصویر د زړه په وینو جوړ که
اوس یې تحفه کې ورلیږم په خوله یې نه یادوم

په نیمه شپه اسمان ته وګورم او ستوري شمارم
د خپل بخت ستوری لټوم په خوله یې نه یادوم

یوه لحظه یې هم د خپل څنګ نه جدا نه ګڼم
تصویر یې جیب کې ګرځوم په خوله یې نه یادوم

په خوب ویده جانان زما په زړګي لوبي کوي
خوب نه یې نور راويښوم په خوله یې نه یادوم

موسکا یې وکړله او له مخي مي پناه شوه لاړه
هغه موسکا تمثیلوم په خوله یې نه یادوم

بیدار چې دا غزل لیکه له مانه ، نه وو خبر
لږ یې د خپل حال خبروم په خوله یې نه یادووم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply