اخلاق د کارل گوستايونگ له نظره / ژ. محبوبه اکبر

0 1,092

ژباړه: محبوبه اکبر

کارل گوستايونگ سويسي معروف ارواپوه چې د زيگموند فرويد د مشهورو زده کوونکو څخه و اخلاق په اړه داسې يوه نظريه يې وړاندې کړې ده. نوموړی ارواپوه وايی دوه ډوله اخلاق لرو يو پاچايی اخلاق او بل د غلامی اخلاق د غلامی اخلاق دا مانا چې ۹۰سلنه زموږ خلک يې کاروي او تل دا وايي چې په کورنی او مېلمستياوو کې تل ځان خوشاله ساته؛ که چيرې قهرجن شوي نو چيغي مه وهئ! که چيرې د کاکا لور مو ماشوم داره شوه نو توحپه ورته واخلئ؛ که مو کوم ملگری واده وکړ نو تبريکي ته يې ولاړ شئ؛ که دې د کوم همکار نه ښه نه راځی مخامخ يې مه پوهوه! ددې لپاره چې ورور، ملگري، مېړه/مېرمن او… دې خپه نه شي ته بايد ځان غلی ونيسي او احساسات دي سانسور کړي؛ د نورو د خوښي د پاره بايد د دوی د خوښې جامې واغوندئ تر څو د دوی د خوښې شخص درنه جوړ شی، خو پام چې د خپلې خوښې جامې وانه غوندئ. که مو ذوق، استعداد يا يو بل د خوښې شی مو د شرع، عرف او بشري ټولنې د قانون سره خلاف وه نو بايد دا ذوق او استعداد مو په ځان کې مړ او د تورو خاورو لاندې کړئ. ته بايد تل مهربان، خواخوږي، عاجز، صبور، زړه سواند، متعهد، خوش اخلاق او د ټولنې دخواهشاتو سره سم او هم مسلکه واوسي. خو د پاچايی اخلاق ډېر توپير لري، هغه خلک چې په دې اخلاق کې ځانونه ښکېل بولي د ارواپوهنې له نظره هغه خلک دي چې د اروايي بلوغ لوړترين پوړ ته رسيدلي دي؛ او اخلاقي قوانين يې پرته د اللهﷻ، دوزخ، قانون، پوليس د ژوند ملګری/ملگرې، موراوپلار او… له ويرې څخه مني او نه اخلاقي قوانين د ټولنې او خلکو لخوا د تشويق، ستاينليک او يا هر ډول مادي هڅونې لپاره مني. ددې خلکو شخصي وجدان مشتقل، بالغ، رښتيني او سالم دي. د غوړه مالي او غلامي چلند څخه بد وړي. تل صرېح او بې باکه خپل نظرونه وړاندي کوي. ددې اخلاق د څښتنانو لپاره د اعمال او چلند تر ټولو لوړ معيار د باطني (دروني) آرامښت او رضايت ته رسېدل دي. پاچايي اخلاق ډېر پراخ او د انعطاف وړ سرحد لري او په دې سرحدونو کې تعصب او تبعيض هېڅکله نه ځاېيږي.د غلامي اخلاق خاوندان پاجايی اخلاقو ته کله د ښکلي کله د تحسين وړ او کله ورته گناهکار او فاسد ښکاري. ډاکټر يونگ وايی چې هغه خلک چې د باچايی اخلتقو درجې رسېدلي دي تاوان يې په انزوا او يوازيتوب کې ورکړي دي؛ د نورو خلکو څخه ليري پاتي کيږي. د دې خلکو درک کول نورو لپاره ستونزمن کار دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply