مثبتې انګېرنې هیلې پر واقعیت بدلوي

0 1,271

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د دې لپاره چې هیله من و اوسئ اړ یاست چې خپل ذهن پر نظرونو، معلوماتو او مکالماتو تغذیه کړئ. دا چې انسانان یاست نو طبیعي ده چې تل له ناوړه کارونو څخه ډډه کوئ او له ځان سره فکر کوئ چې د یو انسان په توګه ژوند ولرئ.

که چېرې سالمه تغذیه ولرئ، هغه ده چې یو سالم انسان به یاست، دغه راز که مو ذهن پر مثبتو خبرو، معلوماتو او مو ضوعاګانو باندې تغذیه کړئ، ډېر ژر به پر یو مثبت فکره او خلاق انسان بدل شئ او داسې خارق العاده کارونه به وکړئ چې تر اوسه مو نه وي کړي.

کله چې تاسو له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې له دې ډول افکارو لاس واخلئ، وبه ګورئ چې په څومره اسانۍ سره ځان له ستونزو څخه ایستلی شئ. مثبت فکر، مثبتې خبرې او مثبت لید لوری، ستاسو د راتلونکي ضمانت کوي.

د هر څه په اړه چې تاسو ډېر فکر کوئ، پوه شئ چې هغه شی به ستاسو خوا ته د هغو وړو اوسپنو په څېر چې مقناطیس (اهن روبا) یې ځان ته را کش کاږي، را کش کړئ. که تاسو خپلې راتلونکې ته اندېښمن یاست او په اړه یې منفي فکر کوئ، د جذب قانون مو فعالېږي او لرې به نه وي چې په رښتیا سره په د هغه څه سره مخ شئ چې په اړه مو یې منفي فکر کړی دی. هوښیار ذهن شفافیت او تعهد ته اړتیا لري، ذهن د احساساتو په  وسیله فعالېږي چې یو له هغه څخه هیله ده. هر څومره چې د یو شي او یا یوې موخې ته د رسېدو لپاره ډېر فکر وکړئ په هماغه کچه مو د جذب قانون فعالېږي او موخې ته رسېدل درته اسانه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply