خدایه ! زما د غریبو هیوادوالو ژوند ښکلی کړه/ فضل الله رشتین

0 1,441

خدایه ! زما د غریبو هیوادوالو ژوند ښکلی کړه
اې د هیواد غم ځپلو خلکو
اې در په درږ او زوریدلو خلکو
اې شهید پرورو مجبورو خلکو
اې پریشانو سرګردانو خلکو
تاسو ته دروغ وايي
تاسو تیر باسي
تاسو ته دروغ وايي چې :
سوله راځي
امنیت راځي
اې خلکو!
څومره وختونه تیر شول
او تاسو کړیږئ
تاسو زوریږئ
د سولې لپاره
د امنیت لپاره
د ژوند کولو لپاره
امیدونه خاورې کیږي
ارمانونه خاورې کیږي
د خوشحالۍ لپاره مو:
د هیلو ګلونه مړاوې کیږي
په هر کلي کې ماتم دی
په هر کور کې ویر او ژړا ده
په هر ښار کې واویلا ده
د چا زامن شهیدان کیږي
د چا اولادونه قتلیږي کیږي
کلي کورونه ویجاړیږي
اې بې وسو او بېچاره خلکو!
هره شپه چې عزیزان مو وژل کیږي
هغه شپه په تاسو څه تیریږي ؟
څوک خبر دي ؟
هفه چې په قصرونو کې ناست دي
هغه چې عیش او نوش کوي
هغه چې په دسترخوان یې رنګارنګ خوراکونه وي

شرابونه کبابونه پراته وي
هغوي هر څه ویني
هغوي هرڅه اوري
هغوي کوري چې:
تاسو څومره مجبور یاست
هغوي پوهیږي چې څومره نا چار یاست
تاسو په سل هاو ستونزې لري
ستاسو بیماران د علاج توان نه لري
ستاسو ماشومان د لوږې له لاسه پریشان دي
په تن جامې نه لري
اې خلکو!
له هغوي سره ستاسو فکر نشته
هغوي وايي چې:
منصب ولرم
څوګۍ ولرم
قدرت ولرم
خلک به خپل کار کوي
زه دې آباد وسم
زما اولادونه دې ژوندي وسي
تعلیم دې وکړي
اروپا ته دې لاړ شي
چکرې دې ووهي
اې زما د وطن سرګردانوخلکو!
اې زما د وطن لالهاندوخلکو!
هغوي ځانونه نا خبره اچولی دي چې:
په تاسو څه تیریږي
ستاسو کورونو کې څه حال دی
ستاسو کورونوکې:
رڼا نشته!
د خوشحالۍ ډیوې مړې دي
د غم تیرې دي
تور ماښامونه دي
د چا پلار قتل کیږي
د چا مور قتل کیږي
قتلونه دي
وژنې دي
هیواد مو لکه ویران ځنګل شو
فضا کې یې بد بويي ده
د بارودو بدبويي ده
هره خوا د غم څادر خپور شوې
چیغې دي سورې دي
فریادونه دي
د خوشحالۍ نغمې غلې دي
د غم ساز غږیږي
په هر ه خوا
د درد او غم هوا چلیږي
طوفانونه ترې جوړیږي
دا د درد او غم په طوفان کې
اې زما غریبو هیوادوالو !
تاسو په دې طوفان کې ګرفتار یئ
دا طوفان دی
خدای پاک له تاسو امتحان اخلي
ستاسو صبر او استقامت معلوموی
څومره صبر څومره استقامت ؟
مونږ خو وایو او دا دعا کوو چې:
اې لویه خدایه :
زمونږ د دې بیچاره خلکو چاره وکړه
لږ خو یې پریږده چې ستا د دې دنیا!
ستا د دې دنیا له ژوند نه څه لذت خو واخلي
څه خوند خو واخلي
لږه خوشحالي خو وویني
خدایه !
دا خوشحالي خو هم تا پیدا کړې ده
نو بیا ولې دې پیچاره ؤ ته یې نه ورکوې؟
دا ټول خوند او لذت خو:
زومندانو واخیست
دا د دنیا خوند او لذت خو قاچاقبرانو واخیست
دا د دنیا ټوله هستي خو څو تنو غلو تالا والا کړه
دا د دنیا خوشحالي خو:
یو څو تنو وطن فروشانو ته په نصیب شوه
دا د دنیا جاه او جلال خو هغو سره ده چې:
له دې هیواد سره خیانت کوي
له هیوادوالو سره ظلم زیاتی کوي
تر څو به داسې وي؟
خدایه ! تر څو به دا غریب خلک صبر کوي
تر څو به همداسې کړیږي او زوریږي
خدایه ! ته چاره ساز یې
ته په هر څه خبر یې
هیڅ څه له تانه پټ نه دي
ستا په اسرارو څوک نه پوهیږي
خو یوه دعا مو قبوله کړه
زمونږ هیواد کې سوله راوله
خلک مونور له پریشانیو وساته
لږ یې پریږده چې ژوند وکړي
اې پاکه ربه !
دا ژوند خو تا ورکړی دی
چې ژوند دې ورکړی دی نو:
لږ یې د ښه ژوند په کولو پوه کړه
دومره نعمتونه دې پیدا کړې دي
له دې نعمتونو نه یې برخوردار کړه
خدایه !
سوال کوم
التجا کوم
زما د غریبو هیوادوالو ژوند ښکلی کړه
ژوند ښکلی کړه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply