په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو جنرالان د یوې داسې توطیې په اجرا لګیا دي چې که مثبته نتېجه ور نه کړي، ښايي پاکستان اور واخلي. دا د احتیاط سټراټیژي نه ده دا د خطر سټراټیژي ده.
پاکستان له دې پرته بله لاره هم نه لري، تر څو سر له دېوال سره و نه جنګوي.
د داعش په لیکو کې د پنجابي، سیندي او لاهوریو زرګونو جګړهمارو ليدل پاکستاني استخبارات شوک کړي دي، اما د دې لهپاره چې پاکستان خپل ځان ته خطر حداقل ته راکم کړي، بیا هغوی پر یو بل مسیر مارش کړي.
د نوې پوځي سټراټیژي له مخې پاکستان په څو جوپو کې دا کسان د ډېورنډ له پولې راواړول، اما دا کسان بیا یو بل خطر هم لېږدوي چې د پاکستان په کنټرول کې نه دي، دې جګړهمارو له ځان سره ایغور، ازبک او چچین جګړهمار هم انتقال کړل او تر بدخشانه یې لاره غوڅه کړه.
چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه پر پاکستان مین نه دي، خو د سیاسي نزاکت او احتیاط له مخې له بلا سره د ټکر پر ځای غواړي له بلا سره یوه معقوله لاره ونیسي، خو کله چې ایغور جګړهمار ډېورنډ ته څېرمه د جنګ پر ځای له بدخشان سره دلچسپي لري، مانا یې دا ده چې چین ته په باالفعل خطر بدلېږي.
اوس نو چین په سیاسي میدانونو د پاکستان په اړه خوشباوره نظریات وړاندې کوي، خو څه چې په چین او اسلام اباد کې د دې دواړو هېوادونو په سفارتونو کې تر بحث لاندې دي، د یو خطر او پاکستان ته د ګواښ په ژبه دي.
روس ته هم پاکستان د پاکستان په نوم مهم نه دی، خو د خطر راکمول او د بلا استعمال فعلاً د ځان په خیر ګڼي.
که روسان طالبان خبرو ته حاضروي، په دې کې د پاکستان لهپاره هیڅ مثبته نتېجه او محصول نهشته. دلته دي چې د دواړو هېوادونو ګټې سره تقسیمېږي.
اما د دې نازکې دوستۍ په نتېجه کې پاکستان ځان د امریکا خولې ته واچاوه، پاکستاني جنرالان او ملکي حکومت ډېره هڅه کوي چې د امریکا اعتماد جلب کړي، په دې هکله سخت ډېر تماسونه هم نیول شوي دي، اما کومه خاصه نتېجه یې نه ده لرلې.
اوس پاکستان یوه بله هڅه پیل کړې چې تر پخوا پر ځان سخت بریدونه وکړي او ځان د ټروریزم قرباني معرفي کړي، که څه هم امریکا ورسره دا خبره نه مني، اما روسان او چینایان په دې برخه کې پاکستان ته د خواخوږۍ له زاویې کتلای شي.
که پر یوه نړیوال سټېج امریکا د پاکستان خلاف جدي دریځ ونیسي، نو روس او چین به یې ځکه ویټو کړي چې دا دواړه هېوادونه د پاکستان له ناسور کېدو وېرېږي.
په پاکستان کې ترهګر د ځنځنې په څېر زر پښې لري او په زرو لارو روان شوي دي، اوس د داعش په بطن کې دا ترهګر د راټولېدو لوړ ظرفیت لري، که دوی منسجم شي، نه د کشمیر جګړه ورته اهمیت لري، نه د افغانستان، بلکې دوی به هڅه وکړي، په پاکستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي.
پاکستان په ی ووخت دا ټولې ډلې نه په نښه کولای شي، نه یې په یو وخت له ملکه شړلای شي، پاکستاني استخبارات پوهېږي چې پاکستان مېشت ترهګر د پاکستان د اولادونو په څېر دي، دا چې لېوني کیږي بیا خپل کور هم ورانوي.
اوس پاکستان ناوخته کړې چې په خپل ملک کې روزلي ټول ترهګر کنټرول کړي، نو هڅه کوي ځینو ته یې د بریدونو اجازه ورکړي.
د پروېز مشرف د یوه بیان برخه ده چې د یو میلیون پاکستانیانو د نجات لهپاره دوی ته مجوزه ده چې څلوېښت زره پاکستانیان قرباني کړي.
همدا یوه لاره او همدا منطق دی چې پاکستان اوس ترهګرو ته د نسبي بریدونو اجازه ورکوي او نړۍ ته ځان د قرباني په توګه معرفي کوي.
پاکستان پخوا ډېرې داسې لوبې کړې چې امریکا ورباندې اعتماد کړی و، د اسامه د مرګ قضیه یې هم په خپله ګټه وڅرخوله او د اسامه مالومات هم خپله دوی ورکړل، د وزیرستان او سوات بریدونه هم د امریکا د رضایت لهپاره وو، خو اوس فرضیه بدله شوې ده، امریکایان نوي اهداف تعقیبوي او په دې منځ کې د پاکستان پخوانی رول منفي او امریکا ضد دی، پاکستان ته سخته ده چې په یوه وار له ترهګرو مخ واړوي، اما دا د وخت ضرورت دی چې یو ناڅاپه ترهګر ضد اقدامات وکړي، دا د امریکا تقاضا ده، خو د پاکستان ستونزه څهشی ده؟
پاکستان حتا په پوځ او استخباراتو کې د جنرالانو په سطحه ترهګر لري، سخت دریځی هلته دومره زیات دي چې قلباً په جهاد باور لري.
په دوی که سخته راشي، پاکستان هم د خلافت د برخې په توګه تر بریدونو لاندې راولي او دې ته د لوړې سویې ځانمرګي وايي.
پوځي مرکزونو ته د افغان سفیر احضارول، پر کنړ توغندیز بریدونه، هند ته ګوت څنډنه او په افغانستان کې د دوهاویا پاکستان ضد ترهګرو د شتون ليست کښته پورته کول هغه څه دي چې د پاکستان د تلولۍ او ډار اخېري حد ورڅخه جوتېږي.
اما دا قضیه په دې ډول نه فیصله کېږي، دا د پاکستان د نجات او مصوونیت لاره نه ده، که پاکستان غواړي د نړيوالو قدرتونو تر منځ دل نهشي او خپل ترهګر یې په اسلاماباد او پنجاب کې له بریدونو لاس واخلي، یوازېنۍ لاره دا ده چې له روس او چین سره لاره بېله کړي، له امریکا سره بېرته هر هغه څه ومني چې امریکا یې تقاضا لري.
البته چې دا دوه کارونه پاکستان ته شدید ضررونه لري، خو د پاکستان د بقا لهپاره یو نسبي فرصت برابرولای شي، تاوانونه دا دي چې پاکستان د چین او روس د دښمنۍ نه دی او که د امریکا په خوښه خپلو روزلو ترهګرو ته اخطار ورکوي، نو همدا ترهګر به تر افغانستان زیات پر پاکستان خپله جګړه متمرکزه کړي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320