پاکستان لکه ليوني سپي خولې اچوي/ سردار محمد همدرد

0 1,058

په پاکستان هم هغه کانه وسول هغه متل دی چي وایي د خپل بام واوره د همسايه پر کور ور اړوي په افغانستان کي د پاکستان د مداخلی خبره څه نوي نه ده د پاکستان د جوړښت څخه وروسته چي پاکستان ځان د افغانستان دګاونډي په حيٍث رامينځته کړد لومړی ورځي څخه ډيورند لین مسله دافغانستان او پاکستان ترمينځ دمخالفت يواځني خبره وه که څه هم دالحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کي چي کله د هندوستان او پاکستان ترمينځ جګړه پيل سوه افغانستان د پاکستان سره خپل حسن نیت ښکاره کړه او پاکستان ته يې ډاډ ورکړ چي دافغانستان له طرفه به دويٍ ته هيڅ ډول ستونزه نه پيښيږي چي دافغانستان دوخت حکومت په خپلو ژمنو همداسی وخوت،کله چي پرافغانستان روس يرغل وکړ دا وخت پاکستان دافغانستان په حق کي خپل مسوليت ادا نه کړ يو تريخ حقيقت باید ومنو دروسانو مهارول د افغانانوپه وينو د دوي دسرونو په قربانیو ترسره سو خو دپاکستان په شمول ډیر هیوادونه ددې ښاماره خلاص سول. زه يوازي دلته يوه خبره د پاکستان د لاسوهني يادوم د محمود خان آڅکزايي په خپل يوه مرکه کي داسي وايې چي کله ډاکټر نجيب الله د استفآ اعلان وکړ د روژي اوله ورځ وه غلام اسحاق خان دپاکستان صدر وه ما ورڅخه وخت وغوښت هغه وخت راکړ ما ورته وویل غلام اسحاق خانه ته پښتون يې ډاکټر نجيب الله د استفآ اعلان کړي دی، که ډاکټر نجيب الله استفآ وکړي افغانستان به اور واخلي ته داسي وکړه د مجاهدینو مشران راوغواړه  ترڅو دوي په خپل مينځ کي سره جوړ سي او دحکومت واګي دي په لاس کي واخلي، ده راته وویل هغوي يې نه مني دی وايې ماپه ځواب کي ورته وویل چي څوک يې نه مني ده ويل مجاهدين ما ورته وويل چي هغوي ستاسو دلاس خلګ دي.

د ښاغلي محمود خان اڅکرايي خبره چي دپاکستان اراده صحيح نه وه دا هر څه روښانه دي دهغه وخت نه بیا تر اوسه چي څه روان دي ډير واضيح ثبوته سته چی پاکستان دافغانستان په چاروکي خپل مداخله نه ده سپمولي.

کله چي دطالبانو حکومت د امريکا له خوا ړنګ سوو پاکستان هم امريکا ته اډي ورکړي او هم يې دامريکا په خوله هغوي ته تروريستان وويل هم یې په همدي پلمه چي دترورسیتان سره مبارزه کوي دامريکا او متحدينو څخه پيسي او امتیازات واخيستل

د پردي تر شاه همدغه وسلوالي ډلي بیرته حمايه کړي ترڅو دهمدغو ډلو څخه دخپلو اهدافو لپاره استفاده وکړي په دي ورستيو کي چي په امريکا کي نوي ټاکني ترسره سوي دامريکا نوي حکومت دټرمپ په مشري دپاکستان په اړه خپل دريځ روښانه کړ

چي په دي وروستيوکي د ناټو عمومي قومندان جنرال نيکول سن دامريکا په سنا کي خپل په خبروکي واضح دپاکستان په اړه داسي وویل چي ځينی تروريستی ډلي دپاکستان له خوا حمايه کيږي او دپاکستان په اړه يې خپل دريځ ډیر روښانه کړددي ترڅنګ د ډاکڼرصيب اشرف حکومت په راتګ سره هم د پاکستان سره ډیر واضيح دريځ اعلان کړ او دپاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکي ترينګلي سوي دغو حالاتو ته په کتو سره پاکستان دبیلابیلو کړنو په ترسره کولوسره چي ځان بي ګناه ثابت او دونيا ته وښي چي دی هم ده تروريزم ښکاردی په دا ورستیو کي چي کوم بريدونه په پاکستان کي ترسره سول داسي ویل کیږی چي د پاکستان څارګري اداري په خپله همدغه بريدونه کړي دي او پړه يې پر افغان حکومت ور اړه وي.

بیا هغه متل را پياديږي چي وايي په پټه يې وهي په ښکاره به لنګيږي پاکستان چي هر څومره کوښښ وکړي چي ځان سپين وښي بیا هم هر څه واضيح دي.ښه بيلګه يې د تورخم او سپین بولدک دروازو تړل، پر افغان خاوره راکيټي بريدنه او هسي بهاني لتول هغه څه دي چي پاکستان غواړي چی دا هر څه له خپل ځانه واړوي او مسوليت نه خان خلاص کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply