څنګه يې زده کړو؟/ لیکوال: محمود نامني

0 1,075

ژباړه: حیات‌الله ژوند

مولانا جلال‌الدین محمد بلخي وايي: انسان په اورېدلو او حیوان په خوراک او څښاک غوښين کېږي.

سقراط ته یو ځوان ورغی او ورته ويې ويل: فلسفه رازده کړه. سقراط ورته وویل: باوري يې؟ ځوان ورته وویل: هو. سقراط نوموړی حوض ته بوته او ورته ويې ویل: سر دې په اوبو کې ډوب کړه. ځوان چې سر په اوبو کې ډوب کړ، سقراط ورغی او هماغسې يې په اوبو کې ډوب ونیو. لږ پاتې و، چې ځوان ومري. سقراط ځوان له اوبو وویست، چې سا واخلي. ځوان له سقراط نه د دې کار دلیل وپوښت. سقراط ورته وویل: کله چې دې سر په اوبو کې ډوب و او تنفس دې کولی نه شوی، څه دې غوښتل؟ ځوان ورته وویل: هوا (اکسجن) مې غوښتله، بل هېڅ نه.

سقراط وویل: ځوانه! اوس کور ته لاړ شه. هر کله چې دې په داسې حالت کې لکه د اوبو په منځ کې چې دې هوا غوښتله، فلسفه هم وغوښتله. درزده به يې کړم.

دا د زدکړې لپاره تر ټولو غوره مثال دی. موږ د زدکړې داسې پړاو ته رسېدلي یو؟

سقراط باوري دی، هغه مهال چې خدای انسان پيدا کړ، روح يې هم لکه د مڼې په څېر په منځ ډوه ټوټې کړ او دې نړۍ ته یې راولېږه، نو ځکه خو انسان په نړۍ کې په خپل نيم‌ورکي پسې ګرځي. موږ د خپل نيم‌ورکي_ چې زموږ نیم وجود بلل کېږي، په موندلو بشپړېږو؟ زموږ نیم‌ورکی ښايي د ګوتو په شمېر خلک واوسي، لکه مور، پلار، ورور، ملګری یا هم لکه فلم، تصوير، یو کتاب، یوه لیکنه. ښايي یو داسې څيز وي، چې لمس کېږي هم نه، لکه هيله، ايډیالوژي یا ارمان یا هم یوه خوندوره خاطره او یا هر هغه شی، چې ترلاسی يې د انسان شته والي ته رنګ وربښي. دا هم ویلی شو، چې زموږ نیم‌ورکی زموږ زړه دی، چې له بدن نه مو بهر په حرکت دی. په هغه ځای کې چې سیند سمندر ته ورتوېږي، پام به مو شوی وی، چې سیند په ډېر غورځنګ روان وي؛ خو کله چې له سمندر سره يوځای شي، ارام شي. هغه شېبه چې سیند د سمندر په غېږ کې ورلوېږي، هم خوندوره شېبه ده هم خيالي.

سمندر ته په کوچنيوالي کې سیند وايي، ځکه د ماشومانو په څېر له شوخۍ او غفلت ډک وي. سیند له ځينو خنډونو او تيږو سره تر ټکر وروسته پخېږي او په سمندر اوړي، کټ مټ داسې لکه د انسان عقل چې پوخ شي او بیا ترې د بغاوت او شیطانت خبرې نه اورو. سیند په سمندر کې تر ورکېدو ورسته بغاوت نه کوي، داسې لکه ورک ماشوم چې کلونه وروسته د مور غېږ ته ورسېږي او خپلې مور ته کلکه غېږه ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply