شیخ چلي څوک و؟/ ډاکټر لطیف یاد 

0 2,232

په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک واو د کوم ځای و.
همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې اوټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي .اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و.
دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې دهند د مشهور مغولی واکمن اورنګزیب (July 1658– March 1707) عالمګیر معاصر او د مغولی شهزاده داراشکوه(مړ۱۶۵۹زیږدیز /میلادي ) استادو. دی خوراپوه او ځیرک انسان و.
د شیخ چلي اصلي نوم عبدالرحیم و چې د عبدالکریم او عبدالرزاق په نومونو هم یادیده او په عامو خلکو کې یې په شیخ چلي سره شهرت درلود. نوموړی د قادریې د طریقې پیرو او لاروی و.
دهند په نیمه وچه (Indian subcontinent) هند او پاکستان کې دده کیسې او لطیفې د خلکو ترمینځ او په تیره بیا د ماشومانو تر مینځ مشهورې دي او دی د ساده ګۍ او حماقت سمبول ګڼل کیږي . د ده کیسې پر خیالونو او سوچونو ولاړې دي .هندي سینما دشیخ چلي په نامه یوفلم هم جوړکړی دی چې دغه فلم په ۱۹۴۲ زیږدیز کال کې جوړشوی دي . همداراز په هند او پاکستان کې په اردو ژبه د ده ډیرې لطیفې او ټوکې او کیسې هم د کتابونو په بڼه چاپ شوي دي چې د (شیخ چلی کی کہانیاں) او (شیخ چلی کے لطیفے) نومیږي .
د شیخ چلي مزار دهند دهار یانا د ایا لت په تهانیسر کې کروکشیتر ته نږدې پروت دی.
تاسو په دې انځور کې دهغه مزار لیدلای شئ !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply