غزل / اسمالمر

0 883

زه پـــه یوچــــا پسې روانــــه شومـــه
یـــــــــوارې بیا پسې روانـــــــه شومه

لکه صحــرادومره اوږده شولـــــه شپه
زه تــــر سبا پسې روانــــــه شومــــــه

لـــــــــکه تیاره پـــــــه منډه منډه روان
لــــــکه رڼـــــا پسې روانـــــــه شومــه

لـــه خپل وجـــــود نـــــه پسې و و تمــه
زه لــــــکه ساه پسې روانـــــــه شومـــه

شوم لكه ساه ورپسې مـنـ‌‌‌‌‌‌ډې مې کړې
لـــــکه هـــــوا پسې روانــــــه شومــــه

خپلو غمو نـــو غونـــدې نه ښکارېـــدم
لـــــــــکه خــندا پسې روانـــــه شومــه

راغی رسوا یې کـــړمـــــه بېرتــه ولاړو
رسوا رسوا پسې روانـــــــه شومـــــــه
•••••••••
اسمالمر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply