له روحي فشار نه ځان څنګه ژغورلی شئ؟/ ژباړن: ځاځی

0 1,451
ذهني فشار[سترس] مو له ځان سره مینه کموي. زيات فشار ستاسو په بدن کې د کمزوري سبب کېږي.
ستاسې د خوشاله شېبو مخه نیسي. روحي او ذهني فشار په بشپړه توګه له تاسې توازن اخلي. لاندې څو ټکي کولی شي له تاسې سره مرسته وکړي چې په روحي فشار برلاسي شئ.
وګورئ چې څه شی روحي فشار درته پیدا کوی. 
کله کله ښايي تاسو د روحي فشار احساس وکړئ، خو وجه به یې درمعلومه نه وي. خپل ژوند ته نظر وکړئ چې څه شی مو د دې فشار دلیل دی.
ټول هغه کړه وړه چې کوئ یې درسره یادښت کړئ، خپل روحي فشار به پکښې احساس کړئ. په لست کې وګوري، چې په کوم حالت کی ستاسو ناراحتي زياتېږي؟
کله چې تاسو پوه شئ چې کوم وجه یا څیره تاسو کې روحي فشار زیاتوي. کوښښ وکړئ ترې لیرې اوسئ.
وخت ته اړتیا 
له روحي فشاره خلاصون وخت ته اړتیا لري. که يو څو اوونۍ کار وکړئ،  بيا به تاسې ګورئ چې  روحي فشار به مو ورو ورو کمېږی.
 روحي فشار خلاسیدون وروسته خپل ځان ته استراحت ورکړئ، د فشار هورمونونه ثبات ورسته بېرته خپل کار پيل کړي.
 غیر ضروري مکلفیتونه له ژوند لیرې کړئ
کله چې تاسو د روحي فشار سره مخ یاست نو ښایي هغه څوک یاست چې د ځان لپاره مو لوړې موخې ټاکلې دي. ممکن ستاسې ژوند کې ډېرو ژمنو روحي فشار رامنځته شوی وي.
خپل ژوند کې استراحت ته اړتیا لري؟ هوا او تفريح ته مو اړتيا شته؟ نو تاسو خپل ټولو مسووليتونو لست جوړ کړي هغه چې ډېر مهم دي، په هغه لست کې کوم مکلفیتونه ضروري نه دي او د روحي فشار لامل ګرځي؟ د درندو دندو سمبالول له لست څخه لیري کړئ، وروسته له هغه به هوسا ژوند د یو اوږدې مودې لپاره پيل کړئ.
پاکوالي
ناپاکي یا چټلي هم د روحي فشار لامل کېدای شي. خپل چاپیریال پاک کړئ بیا وګورئ چې تاسو څنګه هوساينه احساسوئ. ستاسو مېز، کور، خپل کمپيوټر، ستاسو کڅوړه، ستاسو موټر او داسې نور.
زړه نا زړه کیدل
زړه نا زړه کیدل هم د روحي فشار يوه لويه سرچينه ده. کله چې تاسو یوه کار کې زړه نا زړه شئ هغه وخت روحي فشار په تاسو اغېز کوي،  تاسې ته د بې باورۍ، بې ارزښتۍ او ناکامۍ احساس درکوي.
هر څوک کله کله له زړه نا زړه کیدل رنځ وړي. خو کله چې زړه نا زړه شئ نو ممکن په روحي فشار اخته شئ.
زما  زړه نا زړه کیدل زما د لوړ ښوونځي کې پیل شول او خپل اوج ته رسیدلی وو. دلته بيا هم، کله چې زه خپل کاروبار پيل وم، نو تقريبا په ټولو زما مهمي دندي مخکې له هر څه سرته رسوم.
زه په سپورت خپل وخت ضایع کوم، زما په دندو د تنظیمولو ضایع کوم، د کور د پاکولو او د تلويزيون ننداره کوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply