هند ته د تګ په مهال د پولیسو د راجسټر په اړه څو ضروری لارښوونی

0 1,528

عبداللطیف الفت

د خیر ښیګڼی په نیت:

اوسمهال اکثریت افغانان هند ته د تداوي یا هم د چکر لپاره سفر کي چې اکثریت وختونه د کمو یا هم هیڅ معلوماتو په وجه په هند کی له یو لړ ستونزو سره مخ کیږی. چې یو یې هم هند ته له رسیدو سره سم د پولیسو راجستریشن دی چې په هند کې ورته FRRO راجستریشن وایی.

د راجستریشن لپاره لاندې مهم ټکي په نظر کې ونیسئ:

  1. کله چې تاسی ته ویزه درکول کیږي نو په هغه کې یا تاسی له راجستریشن څخه معاف یاست چې بیا دې لارښوونی ته هیڅ ضرورت نشته . او که چیرته یی په ویزه کی درته لیکلی وی چې راجستریشن ضروري دی نو معمولا اوس ورته ۱۴ ورځې وخت ټاکی یعنی کله چې هند ته ورسیدلئ په ۱۴ ورځو کې دننه به راجستریشن کوئ. نو که چیرته د راجستریشن شرط پکې وي تاسی ته یوه ورقه هم درکول کیږی. کوښښ وکړئ هغه ورقه چې له ویزې سره درکول کیږی هیڅکله ورکه نکړئ او که چیرته په ویزه کی لیکل شوی وی چې راجستریشن ضروری دی او هغه ورقه ورسره نه وي نو کوشش وکړئ چې هغه ورقه خامخا له سفارت یا له شهیر نمایندګی څخه تر لاسه کړئ.
  2. هند ته له راتګ سره سم باید خپل هوټل یا هغه د معاملاتو لارښود ته چې تاسی تې کور یا اطاق په کرایه نیولی دی ووایاست چی تاسی ته آنلاین فورم واخلی. Online Application Form دا هغه فورم دی چې تاسی ته په ډیلی یا کوم بل ښار کې د راجستریشن د پروسی وخت تعینوی. او له دې فورم پرته تاسی راجستریشن نشی کولای. په دی فورم کی واضح لیمل شوي چې په کوم تاریخ او څو بجو FRRO یا هم د راجستریشن مرکز ته ورشئ. که له کمپیوتر سره بلد یاست دا فورم پخپله هم ډکولای شئ خوپرینټ کول یې ضروري دي. او که چیرته کار آسانه کوئ د هوټل یا معاملات دفتر ته ووایاست چې دغه فورم درته واخلی. او که بیا هم نشو (لاج پتنګر) دا هغه ساحه ده چې اکثریت افغان پکې شته دی هلته د افغانی هوټل یا هم کوم د تکت پلورنې دفتر یا هم د معاملاتو دفتر ته ورشئ چې دغه فورم درته جوړ او پرینټ کړی. یو قطعه عکس د دې فورم سره ضروری دی.
  3. په دې آنلاین فورم کی ستاسی وخت او تاریخ مشخص شوی دی. چې په کوم تاریخ او څو بجی باید د راجستریشن لپاره FRRO دفتر ته ورشی. نو کوښښ وکړی چی په هماغه تاریخ او وخت یاد شوی دفتر ته ځان ورسوئ.
  4. کله چې د راجستریشن دفتر ته ځئ نو کوشش وکړئ لاندی اسناد درسره وي.
  • هغه ورقه چې له ویزې سره د هند په سفارت کې په افغانستان کې درکړل شوې ده.
  • یوه قطعه عکس.
  • د پاسپورت کاپی.
  • آنلاین فارم Online Application Form دا هغه فورم دی چې په دوهمه ماده کې مو پرې بحث وکړ. کوم چې تاریخ او وخت پکی ستاسی د راجستریشن د پاره ذکر شوی دی.
  • C.Form (سی فارم): دا هم یوه ورقه فارم دی چې ډیر ضروری ګڼل کیږی. دا فارم بیا چې چیرته اوسیږی هغه ځای مکلف دی چې دریې کړی. که په هوټل کې یاست هوټل یې درکوي. او که معاملات درته ځای نیولی بیا یی هغه درته درکوی.

کوشش وکړې د سی فورم په هغه ورځ واخلی چه تاسی راجستریشن ته ورځۍ. یو ډیر مهم ټکۍ یی دادی چه پدی فورم کی لاندی ستاسی ورځی لیکل کیږی چه څور ورځی به دلته پاتی کیږی کوشش وکړی هغه ورځی ولیکی چی تاسی واقعا قصد لری په ډهلی کی پاتی شی. فورم باید هوتل ټاپه کړی وی او امضاء یی پری شوی وی. زه به یی وی مثال درته ووایم. د مثال په ډول که چیرته تاسی د سی فورم په ۱۲ تاریخ د میاشتی اخستی وی او تاسی ته پکی ۴ ورځی د اوسیدلو لیکل شوی وی. او داسی په ۱۴ تاریخ راجستر ته ورشی نو دا په دی معنی چه تاسی اوس په دی ځای کی نه اوسیږی چه دا کار په راجستریشن کی تاسی ډير جنجال پیدا کوی.

بل مهم تکی دادی چه که چیرته تاسی د سفر په جریان خپل ځایونه تبدیل کوی د هماغه ټولو ځایونو څخه باید سی فارم واخلی او ټول سی فارمونه که مو په مختلفو ځایونو کی شپی کړی د راجستر په وخت باید درسره وی.

  1. بل مهم ټکۍ دا دی چه کله خپل پاسپورت سره له ضمیمه شوو اسنادو مسول نفر ته ورکوی نو باید د تنها دری ورقی چی د انلاین فورمی Online Application Form مربوط دی امضاء یا شصت کړی. که مو به پاسپورت کی امضاء شوی وی امضاء یی کړی. او که مو په پاسپورت کی شصت وی نو بیا یی شصت کړی.
  1. کله چی می دا ټول اسناد پوره کړل بیا نو په ټاکلی وخت د نوبت په اساس ستاسی اسناد کتل کیږی او مسول یی نفر یی درڅخه قید کوی. یوازی د نیم ساعت څخه تر یو ساعت پوری انتظار وباسی بل مسول نفر راځی او د نوبت په شکل نومونه اخلی د خپل نوم انتظار وباسی. تاسی ته به ستاسی پاسپورت او یو بله ورقه چی د FRRO د دفتر له خوا پرینټ، ټاپه او امضاء شوی وی او ستاسی عکس پرې لګول شوی وی درکړی.

هیر مو نشی چی کله دا ورقه ورکه کړی نو تاسی ته به په میدان کی خروجی ټاپه هیڅکله هم ونه وهل شی او له ډیر مشکل سره به مخ شی.

دا ورقه چی په FRRO کی درکول کیږی ډیره ضروری ده او ټینګه یی له خپل پاسپورت سره وساتی تر هغه چی د خپل هیواد د راتګ په وخت یی مسول نفر درڅخه قید کړی.

  1. د FRRO د ورقی په څنګ کی تاسی باید له ځان سره د کرایی سند هم ولری. که مو به هوټل کی وخت تیر کړی وی نو د هوټل دکرایی سند او که مو له کوم معاملات څخه کور به کرایه نیولی وی نو د هغی د کرایی سند باید درسره وی.
  1. که چیرته یوازی یاست او نه هوتل ته تللی یاست او نه هم مو کور په کرایه نیولی دی. یا هم یوزای نه یاست یو پایواز هم درسره دی او ټول وخت او شپی مو په روغتون کی تیری کړی. نو له روغتون څخه سند درسره یوسئ. او د مربوطه روغتون له معلوماتو برخی څخه کومک وغواړی چی راهنمایی درته وکړی.

ښه سفر هیله ده چې دا لارښوونی په غور سره ولولی چه بیا د سفر په وخت مو ستومانی له سفر څخه پښیمانه نکړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply