پړاو اوډاګی /عبدالرووف لیوال

0 1,567

د نوستالژیکو لیکنو په لړ کې داوار یو څه لرغونې نوستالژی د قلم ترڅوکې لاندې راولم .

لومړی به هغه نومونې ( اصطلاحات ) تاسو ته دروپیژندل شی چې دې نوستالژی پورې تړاولری :

پړاو  : د کاروان تم ځای چې معمولاٌ لویه برجوره کلا چې دکاروانیانو داوښانو، آسونو ،کچرواود مساپرولپاره پکې دلنډ مهال داوسیدوځایونه ، خواړه او کټونه درلودل ، ددې کلا برجونو تیرکش (په دیوال کې سوری ) درلودل ، تر څودغلو دیرغل په مهال له دې تیرکشونه دلیندۍ یاټوپک ډزې وشی چې دمورچل حیثیت یې لاره .

ډاګی : پخوا وختونو کې چې اوسنی ترانسپورت ( الوتکه ،اور ګاډی ، موټر اوداسې نور) نه وو ، پست اولیک به دیوه کس له خوا چې (ډاګی ) بلل کیده ، له یوه پړاو نه تربل پړاوبیا له هغه پړاونه بل ډاګی به بل پړاو ترڅو اصلی ځای ته ورسی ، وړل کیده – خلکو به یو بل ته ویل چې که لیک دې اړین وی نودډاګ له لارې یې ولیږه.

څاروان (کاروانچی) : هغه کس چې دکاروان بولندوی ، څارونکی اوسمبالوونکی وو – معادله اصطلاح یې په دری ژبه کې (ساربان ) دی په پښتوسندرو کې استاددری لوګری داسې وایی :

ورو ، ورو څاروانه اودخیال کجاوې     +     ورو ، ورو څاروانه دلرې لارې

او په دری سندرو کې بیا استاد ساربان وایی :

ای ساربان ! آهسته ران ، که آرام جانم میرود.

جرس (ګړنجانی ) : د کاروان د سرکښ اوښ په غاړه کې هغه زنګ (ټالۍ ) ته ویل کیده چې دکاروان دتیریدو خبربه یې ورکاوه اوهم هغه کاروانیان به چې له کاروان څخه وروسته پاتی ول ، هڅه به یې کوله تر څودې غږ ته ځان ورسوی

د فارسی ژبې نامتو شاعر خواجه حافظ څه ښه وایی :

مرا درمنزل جانان چه جای عیش، چوهردم +  جرس فریاد میدارد که بربندید محمله

کوچی : چې له کوچ او کوچیدن نه اخیستل شوی ماناداچې تل له یو ځای نه بل ځای ته په کډه وی ، استاد حیات کاکړپه یوه سندره کې داسې وایی :

ما دکوچی تر عمره جارکړې     +   چې دسبایی اور یې بلیږی ، دی ترې ځینه

 مورې کوچیانو ته مې ورکړه  +     چې اوربل مې هرسبا دهلمند شمال وهینه

پړاو ته به چې سهار دسیمې خلک راغلل ، کاروانیان به کوچیدلی وو – خوپه نغریو کې به اوربل اوځینی خوراکی توکی، ټپی یا ناروغ څاروی به له کاروانیانو پاتې ول – کلیوالو به له پاتې شونو څخه (انګار) خوراکی توکی ، ناروغ څاروی او آن داوښانو پچې دژمی دسون لپاره دپړاو له کلا څخه راټولې او خپلو کورونوته به یې ویوړې.

بانګی چرګ : ډیری وخت به دپړاوچارواکی یا څښتن چرګ ساتلو ، اوهغه ددې په خاطرووچې په هغه زمانو کې چا سره ساعت (ګړی ) نه وو اودچرګ په آذان به کاروانیان چې له مزله نه ستړی ول راویښیدل او دپاتې سفر تابیا به یې ونیوله ، ددې چرګ آذان به ځینې وختونه سخت مزاحم وو لکه چې دشاه شجاع شعردخدای بخښلی ظاهر هویدا په غږکې داسې وایی :

مرغ سحر تو ګم شوی  +  یار به این بهانه رفت .

دسهیل اوسباوون ستوری : څاروان به دشپې له خوا خپله لاره دسهیل اودسباوون ستوروپه څرک پیدا کوله او خپل مسیر یا (routes) به یې دکاروان لپاره ټاکه .

ددرملنې لومړنی توکی : په پړاو کې به تل ددرملنې لومړنی توکی (کمک های اولیه ) لکه سپیرکۍ – بادیان – مرهمونه – تاراوستن – دشړشموتیل –دوایی بوټی لکه ترخه ( دنس درد لپاره) اونوردرمل موجود وو.

سپی : سپی به د پړاو پیره داری کوله او د شپې له خوا به څارو وه – همداراز څاروان به هم یو سپی درلود چې کاروان سره به مل وواو کاروانیان به یې دلیوانو له برید نه ژغورل خوهغه ډډیی سپی نه چې ورته وایی :(کاروان تیریږی + سپی غپیږی)

که چیرې کاروان به په پړاو کې په ورځو تم شو نو بیا به دتبادلې بازار پرانستل شوچې کاروانیانو به یو جنس له بل جنس سره اویو څاروی دبل څاروی سره تبادله کول ، ځکه هغه وخت له هرچا سره روپی نه وې .

له نن څخه دوزره کاله وړاندې به چې دوریښمو کاروان ، دوریښموله لارې تیریده نوددې کاروانونو څلور لاره (دتقاطع ټکی) زموږ لرغونی هیواد و ځکه دې کاروان (برصغیر) بهارت له یورپ سره او چین ماچین(X’in)یې له ټولې یوروایشیاسره نښلاوه – ددې کاروان ډیره ستونزمنه لاردپامیر او تیانشان هسک غرونه وچې په دې غرونو کې پړاوونه هم لږ اوغله ډیر و.

د یوه پړاوواټن له بل پړاو څخه  له ۳۰کیلومترو نه نیولې تر۵۰وکیلومتروپورې اټکل شوی – خو په هغه لارو کې چې له ښارونو تیریده ددې پړاونو دمینځ واټن ډیر وو مانا داچې له ۸۰ تر۹۰کیلومتروپورې رسیده .  نوربیا

عبدالرووف لیوال .

سرچینې : انسکلوپیدیا   – ګلوبل اودلیکوال ریسرچ.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply