په کانکور کې د رشتې ټاکلو لپاره څو مشورې!

0 1,692

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اوسنيو زده کوونکو له وړاندې په دې اړه فکر کړی وي چې د ځان لپاره کومې څانګې یا رشتې وټاکي تر څو خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي او دغه کار ډېر مهم او حیاتي دی، دا چې څنګه کولای شئ په کانکور کې د خپلې خوښې وړ رشته وټاکئ، لاندې ټکي باید په پام کې ونیسئ:

۱- لېوالتیا

ټول خلک په هغه کار کې بریالي وي چې خوښ یې وي او مینه ورسره ولري نو چې داسې ده باید د ځان لپاره داسې یوه رشته غوره کړئ چې ورسره مینه لرئ او وکولای شئ خپلو لوړو زده کړو ته مو په پوره لېوالتیا ادامه ورکړئ، وروسته په کې کار وکړئ او خپل ژوند مو په اسانۍ سره له خپل مسلک څخه په ګټه اخیستنه مخ پر وړاندې بوځئ.

۲- استعداد او وړتیا

د رشتې په ټاکلو کې یوازې لېوالتیا او مینه هم کافي نه ده، باید په څنګ کې ورسره پوره وړتیا او استعداد ولرئ. دا چې زړه مو غواړي ډاکتر، انجینر او یا هم وکیل شئ، بسنه نه کوي، په دې برخه کې باید پوره وړتیا ولرئ.

پوښتنه:

څه پوه شو چې له کومې رشتې سره مینه لرو او په کومه برخه کې وړتیا لرو؟ کېدای شي ټاکنه مو مخکې کړې وي او ډېره کله دغه ټاکل شوې رشتې د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي؛ د بېلګې په توګه کله چې تاسو په اووم ټولګي کې یاست، یو ډول فکر درسره وي خو کله چې بیا تر ۱۲ ټولګي پورې رسېږئ بیا پر نورو رشتو فکر کوئ؛ یعنې تر ډېره کولای شئ خپله پوه شئ چې کومه رشته مو خوښه ده، خو دا چې پوه شي څنګه کولای شئ د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته لاره پیدا کړئ او یا پوه شئ چې ایا زه د دغه پوهنځي  وړتیا لرم او که نه، تر ډېره سنجش ته اړتیا لرئ. د دې کړنې لپاره کولای شئ چې د فکر او شخصیت له ټسټ (ازمایښت) څخه استفاده وکړئ او یا دا ډول نورې لارې چارې ولټوئ.

۳- رشته مو باید د تحصیل د دوام امکان ولري

د رشتې ټاکلو په وخت کې باید یوې مهمې پوښتنې ته ځواب ورکړئ، هغه دا چې کومه رشته چې تاسو د ځان لپاره ټاکئ، کولای شئ تر وروستیو پورې په کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ او که نه؟ لکه څو کاله مخکې د (د غاښونو پروتیز) په برخه کې یوازې دومره کار ته اړتیا وه چې کولای مو شول یوازې غاښونه او د هغو درملنه زده کړئ، خو په دې وروستیو کې په کې ډېر څه اضافه شوي دي. بله پوښتنه دا چې هغه رشته چې تاسو یې د خپل ځان لپاره ټاکئ، تاسو او ستاسو د کورنۍ لپاره مهمه او ګټوره ده که نه؟ په ټوله کې ځینې رشتې دي چې تر لوړې کچې پورې په کې د زده کړو دوام امکان نه وي، ډېرې یې داسې دي چې ان تر دوکتورا پورې په کې زده کړې کولای شئ.

۴- د زده کړو رشته مو باید د کاري زمینې درلودونکې وي

تر ډېره زده کړې او د زده کړو دوام د دندې اخیستو په موخه وي، نو د همدې لپاره د رشتې په ټاکلو کې زیات فکر وکړئ. البته د کار په بازار کې ځیني کسان یو ډول غلط افکار هم لري، که انجینري، طب، حقوق، اقتصاد او یا هم داسې پوهنتونونو ته لکه کابل پوهنتون، د کابل پولي تخنیک پوهنتون، هرات او یا هم بل پوهنتون ته بریالی شوم، تر ډېره به د کار په بازار کې جذب شم، ښه ده چې داسې فکر درسره وي او تر ډېره هم د رشتې انتخاب مهم دی، خو په ټوله کې لوړې زده کړې کول او بیا په خپله ټاکلې رشته کې استعداد درلودل مو ضرور یوه ځای ته رسوي.

۵- د کورنۍ شرطونه

مخکې له مخکې د لوړو زده کړو لپاره د رشتې ټاکل، د دندې پیدا کول هم دي چې وکولای شئ په اسانۍ سره دنده ومومئ؟ که مو په کورنۍ کې پلار، ورور، تره او بل څوک انجینر وي، ښه ده چې د ځان لپاره داسې رشته غوره کړئ، تر څو خپلې تجربې درسره شریکې کړي او هم په اسانۍ سره وکولای شئ دنده ترلاسه کړئ، که څه هم چې دا یو کلي اصل نه دی. بې له شکه چې تاسو باید د خپلې کورنۍ د غړو مصلحتونو ته احترام وکړئ، په زده کړو کې له تاسو سره د کورنۍ مرسته ډېره ضروري ده؛ ځکه د تحصیل دوره یوه داسې دوره ده چې که خپله کورنۍ درسره ډېر کم مخالفت هم ولري، ستاسو لپاره به لویه ستونزه وي.

د لوړو زده کړو د دوام لپاره د رشتې ټاکل څو مهم عوامل لري چې په دقت سره باید ورته پام وکړئ: لومړی مو خپلو نومرو ته وګورئ، نومرو ته په کتو مو د خوښې پوهنځی وټاکئ او وروسته پر هغه ښار یا ولایت فکر وکړئ چې غواړئ په کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ.

وروستۍ خبرې

د رشتې او پوهنتون په ټاکلو کې پوره دقت وکړئ؛ ځکه ستاسو ټول ژوند پر همدغو دوو برخو پورې تړلی دی. ستاسو راتلونکی ژوند مستقیمأ ستاسو په ټاکلې رشته، تحصیل او هغه ځای چې غواړئ خپلې لوړې زده کړې په کې سرته ورسوئ، اړیکه لري. کېدای شي واده کول چې د ژوند یو له اړین اصل څخه شمېرل کېږي، ستاسو پر زده کړو او هغه ځای چې تاسو په کې زده کړې کوئ، مستقیمه رابطه ولري، نو داسې ټول تشویشونه مو له ذهنه لرې کړئ او پوره دقت وکړئ.

د رشتې، ښار یا ولایت او پوهنتون په انتخاب کې مهم ټکي

هغه څه چې اوس د سمو زده کړو لپاره اړین دي، په اصل کې یوازې د رشتې ټاکل نه دي، بلکې ښار او پوهنتون هم دي، نو د رشتې په ټاکلو کې دغه درې مهم ټکي باید په پام کې ونیسئ:

د رشتې ټاکل

د رشتې په ټاکلو کې باید لاندې پوښتنو ته د خپل ځان لپاره قانع کوونکي ځوابونه پیدا کړئ:

ایا دغه رشته چې تاسو یې د ځان لپاره ټاکئ پېژنئ؟

ایا د دې رشتې واحدونه ستاسو له روحیاتو او استعدا سره جوړجاړی کوي؟

ایا له دې رشتې سره مینه لرئ؟

ایا له مینې سره په څنګ کې د دې رشتې د پر مخ بيولو توان لرئ؟

د بېلګې په توګه زه له ډاکتر کېدو سره مینه لرم، خو دومره استعدا هم لرم چې هر وخت وينه ووینم، مړي و وینم او د شپې له خوا هم کله کله کار وکړم او که یوازې په نوم پسې ګرځم چې خلک ووایي فلانی کس ډاکتر دی؟

ایا کولای شئ په دې رشته کې خپلو لوړو زده کړو ته تر لوړې کچې پورې ادامه ورکړئ او که یوازې د دوو کلونو لپاره په کې درس ویلای شئ او بس؟ او یا دا چې په خپل ځان کې دا ځواک وینئ چې قدم په قدم مخکې ولاړ شئ او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ؟ د بېلګې په توګه د حقوقو رشته لولئ، خو دا جرئت هم باید ولرئ چې په څارنوالۍ کې د قاضي په توګه او یا هم په یوه زندان کې کار وکړئ؟ وکالت یوازې دفتري کار نه دی چې شیکه درېشي دې اغوستې وي او نکټایي دې وهلې وي، سهار وختي د دې لپاره چې له خپل موکل څخه دفاع وکړې، څارنوالۍ او زندان ته ولاړ شې او راشې.

د پوهنتون ټاکل

بالاخره کېدای شي تاسو د خپلې خوښې رشتې ته بریالي شوی، تاسو ته معلومه ده چې د هېواد پوهنتونونه درجه بندي شوي دي، نو پوره دقت وکړئ د خپلو لوړو زده کړو د سرته رسولو لپاره داسې پوهنتون وټاکئ چې وکولی شئ له محیط سره جوړجاړی وکړي او په پوره خوښۍ سره په کې خپلې زده کړې وکړئ، که فکر ارام نه وي نو څنګه به وکولای شئ چې خپل درسونه په پوره شوق سره ولولئ.

د ښار یا ولایت ټاکل

که پر دې پوه یاست چې په خپل ولایت او یا هم مرکزي پوهنتون کې د لوړو زده کړو د پر مخ بيولو لپاره چانس نه درکول کېږي، باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ:

د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې کول لږ تر لږه څلور کاله وخت نیسي؛ پوره دقت وکړئ، ټول اړخونه وسنجوئ، د بېلګې په توګه ښار، اوبه او هوا یې، چاپېریال، د ورتلو لاره، د ورتلو د لارې وسیله، امنیت او دغه راز کوم لګښت چې په تلو او راتلو کې یې تاسو کوئ، دغو ټولو ټکو ته په پام سره خپلو لوړو زده کړو ته د پر مخ بيولو لپاره مناسب او د خوښې وړ ښار یا ولایت وټاکئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply