سامسنگ گلکسي ایس۸ او ایس۸ پلس معرفي کړل

0 2,301

له اوږده انتظار وروسته سامسنگ کمپنۍ په رسمي ډول خپل پیاوړي ځیرک موبایلونه گلکسي ایس۸ او گلکسي ایس۸ پلس معرفي کړل. دغه ځیرک موبایلونه له افشا شوو معلوماتو سره ځانگړی توپیر نه لري.

سامسنگ کمپنۍ تېره شپه نیویارک کې دغه ځیرک موبایلونه معرفي کړل او د کمپنۍ په وینا دا به تر دې دمه د نړۍ تر ټولو غوره ځیرک موبایلونه وي.

څنگه چې له دې وړاندې افشا شوو معلوماتو کې هم ویل شوي وو دغو ځیرکو موبایلونه کې هوم بټن له منځه تللې او سپر امولېډ مخ پاڼه يي له ځانګړو ځانګړنو څخه دی.

گلکسي ایس۸ له ۵.۸ انچه او گلکسي ایس۸ پلس له ۶.۲ انچه مخ پاڼې سره وړاندې شوی. دغه ځیرک موبایلونه کواډ ایچ ډي یا ۱۹۶۰X۱۴۴۰ ریزلوشن لري.

دا لومړی ځيرک موبایل دی چې د ایچ ډي ار پرېمیم جواز يي ترلاسه کړی یعنی دغه ځیرک موبایلونه مختلف رنگونه په رښتینې بڼه وړاندې کولو وړتیا لري.

دغو ځیرکو موبایلونو کامرې هم د تېر کال په پرتله غوره شوي او دا ځل به یې هم کامرې ۱۲ میگاپکسله وي کوم کې چې ایف ۱٫۷ اپرچر شتون لري خو دا ځل سامسنگ کمپنۍ د تصویرونو پروسېس کولو طریقه بدله کړې چې په پایله کې يي د تصویر رنگونه د پخوا په پرتله ښه او څرگند ښکاري.

پر دې سربېره کامره کې ملټي فرېم پراسېسر هم ځای پر ځای شوی چې په یو وخت کو څو تصویرونه اخلي او دغه تصویرونه د یو غوره تصویر اخیستلو لپاره یو ځای کوي.

مخکینۍ کامره کې يي چې ۸ میگاپکسله ده هم نوې ځانگړنې اضافه شوي. مخکینۍ کامره کې د اتومات تمرکز او پراخې زاويي سیلفي اضافه شوي او کاروونکي د تصویرونو ډېزاین لپاره له مختلفو اسانتیاوو گټه پورته کولای شي.

سامسنگ کمپنۍ گلکسي ایس۸ او ایس۸ پلس تر ټولو پیاوړي ځیرک موبایلونه بللي. دغو ځیرکو موبایلونو کې سنپ ډراگن ۸۳۵ ډوله پروسېسر، ۴ گیگاباټ رېم او ۶۴ گیگابایټ فایل ثبتونې وړتیا ځای پر ځای شوی چې کاروونکي د میموري کارډ په مرسته د فایل ثبتونې وړتیا ۲۵۶ گیگابایټ نور هم زیاتولای شي.

گلکسي نوټ۷ د بېټرۍ له چاودنې وروسته دا ځل په بېټریو مختلفې امنیتي ازموينې ترسره شوي خو د کمپنۍ په وینا خوندي ثابت شوي. گلکسي ایس۸ کې ۳۰۰۰ او گلکسي ایس۸ پلس کې ۳۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ځای پر ځای شوې.

دغو ځیرکو موبایلونو امنیت لپاره د ای ار ای ایس (IRIS) اسکېنر ځای پر ځای شوی چې په مرسته يي کاروونکي خپل موبایل د سترگو په مرسته کلپ او خلاصولای شي. له دې سربېره د څېرې پېژندلو ځانگړنه هم په کې اضافه شوې. له دغو ځانگړنو سربېره کاروونکي د خپلو ځیرکو موبایلونو خوندیتوب لپاره د گوتې نښه، عادي رمز او پېټرن لاک څخه هم ګټه پورته کولای شي.

گلکسي ایس۷ په څېر دغه ځیرک موبایلونه هم د گرد او اوبو ضد خاصیت لري. د گوتې نښې سنسر له مخکینۍ پرخې څخه شا ته انتقال شوې چې دغه نوی موقعیت به يي کاروونکي خوښ نه کړي.

د لومړی ځل لپاره سامسنگ کمپنۍ خپل دېجېټل مرستیال بیکسبي معرفي کړی چې په مرسته يي کاروونکي د غږ په مرسته خپل د خوښې ټول کارونه ترسره کولای شي.

سامسنگ کمپنۍ گلکسي ایس۸ لپاره ډېکس نومې ځانگړی اوزار جوړ کړی چې په دغه اوزار خپل ځیرک موبایل اېښودلو سره د کمپیوټر په څېر يي کارولای شئ.

دغه ځیرک موبایلونه به پنځو مختلفو رنگونو کې وړاندې شي. وایرلېس چارجنگ، سامسنگ روغتیا، سامسنگ پي، هېډفون جک او پیاوړې بېټرۍ د گلکسي ایس۸ له ځانگړو ځانگړنو څخه شمېرل کېږي.

دغه ځیرک موبایلونه به د اپریل په ۲۱مه د نړۍ مختلفو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

د گلکسي ایس۸ بیه ۷۵۰ او د گلکسي ایس۸ پلس بیه ۸۵۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې. له دغو ځیرکو موبایلونو سره به ۹۹ ډالره بیه لرونکی هېډفون په وړیا ډول ورکول کېږي چې اوسمهال په بازارونو کې شته او تر ټولو غوره هېډفون دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply