شخصیتي کمزورتیا/ شوکت الله عابد

0 1,349

انسانان د فکر او آند پرتله، د پوهې او علم پرتله، د عقل او شعور پرتله، د اقتصاد او نورو فکتورنو پرتله یو له بل سره توپیر لري، هر یو جلا جلا لید لوری او ایډیالوژي لري، او دا توپیرونه او لیدلوری په هره ټولنه کې جلا جلا بڼې لري، که افغانې ټولنه او وګړي په ځانګړي توګه ځوان قشر ته پاملرنه وکړو، نو د ځوانانو ترمینځ به ژور توپيرونه په نښه شی.

د بحث د اصلی په موضوع په توګه یواځي غواړم د شخصتی کمزورتیاو عوامل د خپل فکر او ایډیالوژي په لاندي توګه څرګند کړم

د انسان د شخصیت کمزورتیا او ضیفه شخصیت لرونکی په ټوله کې دوه قسمه عوامل لری:

  • داخلی عوامل
  • بهرنې عوامل

داخلی عوامل:

    فکری، عقلی، شعوری، او علمی کمزورتیاوي.

کمزوری درک او احساس، منفی لید لوری، محدودې ټولنیزی اړیکی، کم جرائت، حوصیله، او علاقمندي هغه فکتورونه دې چې ځوانان یې په فکري کمزورتیا اخته کړي دي.

د شخصیت د کمزورتیا د داخلی عواملو لومړي فکتور د انسان خبل فکر دي ، که وګړي د درک او احساس قوت زیات کړي، یعنی مخکې له دې چې د یوې پیښې یا پښتنې په اړه غبرګون وښایی نو باید لومړي پر موضوع باندی حاکم وي او درک کړي یی وي، د یو مسؤل وګړي په څیر د ځان، کورنۍ، ټولنې او هیواد په وړاندي خپل فکر او نظر څرګند کړي، که چېری په خپل پیغام او فکر کې پورته مؤخې ځاي پر ځای شی نو مؤثریت او مثمیریت یی حتمې دي. او همدارنګه د درک او احساس قوت زیاتوالی مومې .

منفې لید لوري، د ځان او ټولنې په وړاندي یو ستر ګواښوونکې خطر دي، او اکثریت وګړي له دې بدبختی د سیوری لاندي ژوند کوي، په ځان باور، او خپل وخت او انرژي څخه اعظمې ګټه اخستل، څه ، څومره اړین دې چې باید ترسره شی او څه باید ترسره نه شی هغه پوښتنې دي چې یو مؤخه لرونکې انسان یې له خپله ځانه کوي . منفی لید لوری مختلف عوامل او ځانګړتیا او حالتونه لري  په دې ځای کې دومره وایم چې منفی لید لوری د انسان د شخصیت تر ټولو لوی دښمن دي .

عقلې او شعور کمزورتیا وي ، ځینې وګړي طبعیتاْ معذوره وی ، دماغې او عصبې توازن یې سم نه وي ، او یا هم کله کله صحتمند وګړي له دغې پدیدی  متاثره کېږي ،  د جامع مطالعه او هر اړ خیزو معلوماتو نشتون په صورت کې پریکړه کول ، د احساساتو نه کابو کول او داسی نور علتونه لری، د دې پدیدی د محدودیت لپاره باید پوهه او علمې ارتقاء صورت ومومې ، د ژوند په هره برخه کې مطالعه وشی، او د خپل ټولنیزو، عقدتی او مذهبې اصلونو په رڼا کې د خپل وخت او انرژي څخه ګټه تر لاسه شی .

بهرنې عوامل :

ټول هغه محیطي عوامل چې په داخلی عواملو باندی سیده او یا هم ناسیده تاثیر واردوي بهرنې عوامل یی ګڼو.

بې له شکه چې انسان د انسانې ټولنې یو فعال غړي دي ، ټولنه انسان ته اړتیا لری اوانسان ټولنې ته نو د همدې اړیکي پر بنسټ دواړه یو د بل په اصلاح کې مهم رول لري.

شاید ځینې وګړي په دې آند وې چې بهرنې عوامل د انسان د شخصیت، شخصیتی قوت او کمزورتیا کې کوم رول نلری.

تر کومه چې مونږ اوسنې افغانې ټولنه وینو بهرنې عوامل په شخصیتی کمزورتیا کې پوره ونډه لري، د ټولینزو علومو پوهان وایی، کمزوری وګړي تل شور، غوغا او د نورو په پاروونکو خبرو پسې روان وي، دوی خپل فکری، علمی قوت نه کاروی . نو مونږ د خپلې ټولنې د اوسنې وضعیت شاهدان یو … نو که وغواړو له دغه نقطې مو شخصیت ته صدمه ونه رسیږی او کمزوری نشو، نو هر موضوع ته باید له مختلفو اړخونو وګورو ، فکر پرې وکړ، او که موضوع زمونږ د فکري چارچوب نه غښتلی او پیچیده وه نو ټولنه بې له شکه چې د پوهانو او عالمانو په څیر لارښوونکي لری باید د ځان د قناعت په خاطر هغوي وپښتو ، او د پوهاوی نه وروسته مسیر غوره کړو. متاسفانه چې په اوسنې وخت کې د اکثریت وګړو ذ اوریدلو له قوت څخه د ویلو قوت زیات دي، حال دا چې غښتلی شخصیتونه غوره اوریدونکي وی او کمزوری شخصیتونه کمزوری اوریدونکې وی.

دا او دې ته ورته ډیر عوامل شته چې محیط او  ټولنې پوره تړاو لری ، او بې له شکه د انسان شخصت سره کلکه ، سیده او ناسیده اړیکه لري.

په اخر کې وایو، هغوې چې ټاکلی مؤخې لری او د خپلو مؤخو د لاسته راوړلو لپاره کار کوي هغوي بریالی وګړي دي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply