ارګ: شربت ګله په خپله خوښه کرايي کور کې اوسېږي او کرايه يې دولت ورکوي

0 2,221
جاويد هميم کاکړ

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٦) : د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغان مېرمن شربت ګله د دولت لخوا ور کړل شوي کور کې نه اوسېږي او اوس په خپله خوښه په کرايې کور کې اوسېږي، خو کرايه يې دولت  ور کوي.

د راښکونکو سترګو له امله مشهوره شوې افغان مېرمن شربت ګله چې د شنو سترګو په لرلو يې نړيوال شهرت موندلى او د نېشنل جيوګرافيک په نوم امريکايي مجله کې يې عکس هم خپور شوى و، د ١٣٩٥ لمريز کال د لړم په مياشت کې د پاکستانيو پوليسو لخوا د دغه هېواد د جعلي پېژندپاڼې يا تذکرې جوړولو په تور  ونيول شوه.

د خيبر پښتونخوا يوې محکمې نوموړې ته د ١٤ ورځو بند، څه دپاسه سل زره کلدارو نغدي جريمې سزا ورکړه او افغانستان ته يې د لېږلو پرېکړه وکړه.

مېرمن شربت ګله د ١٣٩٥ لمريز کال د لړم په ١٩مه هېواد ته را ستنه شوه او د ولسمشر لخوا يې په ارګ کې هرکلى وشو، وروسته ولسمشر نوموړې ته د کابل د قصبې په ښار ګوټي کې يو کور  ور کړ.

په دې وروستيوکې ټولنيزو شبکو او ځينو پاکستانيو رسنيو داسې خبر خپور کړى چې ګوندې دولت هغې ته کور نه دى ورکړى او په کرايي کور کې ژوند کوي.

خو د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال د وري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې مېرمن شربت ګلې په خپله خوښه ددولت لخوا ورکړل شوي کور کې له اوسېدو ډډه کړې ده.

هغه زياته کړه: (( شربت ګلې ويلې چې قصبه لرې سيمه ده او هلته ډېر خلک هم نه اوسېږي، ځکه نو د کابل ښار په مرکزي سيمه کې چېرته چې ماشومانو ته يې د زده کړې اسانتياوې هم برابرې وې، د اوسېدو پرېکړه کړې وه.))

د مينه پال په وينا، د افغانستان دولت د شربت ګلې هيلې او غوښتنې ته په احترام سره هغې ته د کابل په قلع فتح الله سيمه کې يو کرايي کور نيولى او کرايه يې هم دولت  ور کوي.

نوموړي په دې اړه په رسنيو کې خپاره شوي خبرونه رد کړل چې ګوندې دولت هغې ته ورکړى کور  ورته نه دى سپارلى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply