بې پوهې زورور (عجیب انسان)/ ارواښاد ګل پاچا الفت

0 2,830

ړوند نه دی مګر خپل عیبونه نه ویني

کوڼ نه دی مګر خپله اوري او د بل نه

زړه لري زړه سوی نه لري

خپله لږه پوهه ورته ډیره ښکاري د بل ډیر علم ورته لږ معلومیږي

د بل مال ډیر په نظر ورځي او خپل ډیر مالونه ورته لږ معلومیږي

د دې له پاره چې خلک ورته لاس په نامه ودریږي، خلکو ته لاس په نامه ودریږي

د فرعونیت له پاره غلامي قبلوي او د عزت له پاره ذلت ته غاړه ږدي

دین په دنیا خرڅوي او دنیا په پوچو اعتباراتو پلوري

لکۍ نه لري او خلک ورته بې لکې نه وایي

څلور پښې نه لري او په څلورو روان دی

آس نه دی مګر خلک په لغتو وهي

ښکر نه لري مګر سرتمبه دی

له عقله پیاده دی مګر هیڅکله پلی نه ګرځي او په موټر کې هم د خپل جهل په خره سپور وي.

ته به وایی: دا څوک دی؟ زه وایم: بې پوهې زورور.

ارواښاد ګل پاچا الفت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply