غزل/ بارکوال میاخېل

0 1,105

را وځي له هر کوره به تیارو ته یو مشال
غلیمه! پرې به نه ږدو مړه کېدو ته یو مشال

لېوان د تیارو انګولي په لار کې د سپېدو
پکار دی د مزلونو بدرګو ته یو مشال

چې بیرته پکې وغوړېږي ساه د ژوندانه
وروړو د ارمانونو هدیرو ته یو مشال

شړئ که مو له زړونو نه د کرکې تور پېریان
راوړو به دې د عشق خلوتکدو ته یو مشال

نور تت شول توپانو ته یې شو ختم د زړه زور
شو زېری د رڼا مو پښتنو ته یو مشال

چې زده کړي د تیارو له لښکرونو سره جنګ
ور ولېږئ د فکر مدرسو ته یو مشال

د شپې روې وکاږي بارکواله! ترې زړګی
پیدا چې کړو اغزنو مزلو ته یو مشال
__________________________
بارکوال میاخېل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply