د ډیورند کرښه ولې رامنځته شوه،/محمد عارف رسولي

0 1,635

د ډیورند کرښه ولې رامنځته شوه، درسونه یې څه دي؟

(دوهمه او د پای برخه)

د ډیورند کرښې د رامنځته کیدو کړنلاره

د ډیورنډ توره کرښه یو په یو او ان په یوه کال او څو کلونو کې نه ده رامنځته شوې، هغو ته داخلي کمښتونو او د بهرنیانو اوږدمهاله لاسوهنو لاره اواره کړې ده. ډیورند کرښه د یوې اوږدمهالې، پلان شوې او څو مرحله ییزې دسیسې پایله وه. د هغه وخت حالات داسې وو چې کله انګریزانو او کله روسانو ایرانیان موږ ته لمسول او هغوی هم عسکري حملې او دسیسې کولې، د انګریز په لمسون  پنجابي سکانو د لوی افغانستان ځینې ختیځې سیمې نیولې وې، په روسانو هم باور  نه کیده، تل یې غداري کړې وه او هم یې د لوی افغانستان ځینې سیمې لکه پنجدې نیولي وې. یو متل دی چې کله د چا اوړه خیشته شي، هرڅوک ګوتې وروړي. کله چې کوم کس، کورنۍ، ولس او ملت بیوزله، بې ښو مشرانو، او وویشل شي، خاین او وطن پلرونکي پکې زیات شي هر څوک او ان د شتمنو کسانو غلامان هم ورباندې باداري زده کوي.

زموږ د خلکو د کم سیاسي شعور، خپل منځي شخړو، نالوستي توب، ملوک الطوایفۍ او قومي ټیکه داریو، د مشرانو د اختلاف او نورو کمښتونو څخه دواړو زبرځواکونو او سیمه ییزو ګوډاکیانو یې ګټه پورته کوله او زموږ هیواد یې بیا پرمختګ او د هوتکیانو او ابدالي د وخت برم ته رسیدو ته نه پریښود. په دې ترتیب انګریزانو ته ښه شرایط برابر وو، د بیل یې کړه ییل یې کړه              (Divide and Rule)   زاړه استعماري تخنیک، کله د زور او کله د تطمیع، مرستو او نورو چالونو څخه یې کار اخیسته چې امیر عبد الرحمن خان تر خوږ ګوته ونیسي او خپل پخوانی پلان چې د ډیورند د تورې کرښې تپل وو عملي کړي. امیر ته یې له یوې خوا پاڼ او بلې ته پړانګ رامنځته کړل، لمړی یې د ګندمک او نورو لوظنامو په لومه کې راګیر کړ، خو په یوه یې هم پوره وفا و نه کړه او لانوې ګوتې یې وغوزولې، دسیسو او فشارونو ته زور ورکړ، او بیا یې خپل اوږد پلان ورباندې عملي کړ، زموږ د خاورې یوه برخه یې بیله کړه او د ډیورند کرښه رامنځته شوه خو تر هغه وروسته بیا په رسمي او قانوني ډول هیڅ قانوني افغاني مرجع هغه نه ده منلې.

د ډیورند کرښې د رامنځته کیدو لاملونه کوم وو؟

د کرښې د تپلو لاملونو به ډېر وو خو د پوهانو په نظر ځینې مهم یې دا دي:

  • د انګریزانو د مخکښې پالیسۍ غوښتنه دا وه چې هر څه کیږي دوی باید پرینږدي چې روسان د هند لویې وچې ته ورشي، ګټې یې وګواښي او ځکه یې وغوښتل چې مخه یې په افغانستان کې ډب کړي او جنګ ورسره په افغانستان کې وکړي.
  • د دې لامل دا و او هم نړیوال دود دی چې هوښیار خلک له خپلې خاورې او د خپلو اقتصادي ګټو له مرکزه لیرې له خپلو مخالفینو سره د نورو په خاوره کې مقابله کوي. هغه هم د یو څه پیسو او ملیشو او کمو خپلو کسانو په تلف کیدو سره
  • په اصل کې نیابتي چګړې هم له همدې کبله رامنځته شوې دي چې د خپلو جیوستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب لپاره له خپلو حریفانو سره فکري، اقتصادي، سیاسي سیالۍ او د نورو په وینو ګرمه جګړه د خپلو لاسپوڅو په مټ د بل په خاوره، د بل د وینې او د هیواد د سمسورتیا په بیه تر سره کړی.
  • د همدې پالیسۍ له مخې د دوی نظامي، سیاسي او اقتصادي ستراټیژستانو پریکړه کړې وه چې باید د روسانو په وړاندې د سلیمان او هندوکش د غرونو دیوال او د غزني، کابل او جلال آباد مثلث د دفاعي سنګر په توګه وکاروي. دا کار د نیابتي جګړې یو کلاسیک شکل دی. (د دوه پیړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله په نامه کتاب، د ډیویډ لاین لیکنه، د جعفر هاند ژباړه).
  • هغوی غوښتل یوه بله حایله سیمه هم رامنځته کړي تر څو ځینې پښتانه قبایل له خپل ستر بدن څخه بیل او په یوه داسې بې قانونه سیمه یې بدل کړي چې د هندوستان د ساتنې لپاره  یې د افغانستان سربیره د بل حایل په توګه و کاروي، ورسره معامله وکړلای شي، او له شماله د یرغلګرو مخه پرې و نیسي.
  • د ځینو تاریخ پوهانو په نظر انګریزانو غوښتل افغانان او په تیره پښتانه و ویشي، کمزوري یې کړي او د خپلو ماتو او مړو غچ  ورڅخه واخلي.
  • دهغویعادتداوچېدنړۍپههرهسیمهکېقويقومونهپهدوویاڅوملکونوکېتیتپرکاووویشي،ترڅولهیوېخواقويملکونهاوقومونهکمزوريکړياولهبلېخواپهاړوندوسیموکېدتلپاتېکړکیچلارېاوارې،اودملکونوترمنځددواملرونکوستونزوتخموکرياودخپلولاسوهنولپارهشرایطبرابرکړي.
  • نو ځکه یې  پریکړه وکړه چې د ډیورنډ ناولې او توره کرښه زموږ د هیواد په خاوره کې په جبر او زور سره په امیر عبد الرحمن خان وتپي، زموږ خلک سره وویشي او هو له موږ څخه غچ واخلي.

د ډیورنډ کرښې له تپلو څه درسونه اخیستلای شو؟

له پورته تاریخی ارزونو زده کولای شو او د ټولې نړۍ تاریخ هم ورباندې شاهد دی چې که خپلو دیني او ملي شعایرو، ملي ګټو او ننګونو ته پوره پاملرنه ونه کړو، په خپلو ملي بنسټونو (نهادونو)، امکاناتو پانګونه ونه کړو، اوږد مهاله او ستراتیژیک فکر و نه لرو بایلونکي به وو.

د تیر په څیر هر څومره چې شخړې او د نورو په لمسون نیابتي جګړې په هیواد کې اوږدیږي، زموږ هیواد به ورانوي، خلک او ځوانان به مو وژل کیږي، نهادونه به مو شړیږي، ښوونیز نظام به مو ړنګیږي او ګټه به یې نورو ته رسیږو او هغوی به په سیمه کې خپلې ستراټیژیکې سیاسي او اقتصادي ګټې او نفوذ تلپاتې کوي.

له تیرو سترو لوبو، ساړه جنګ، د روسانوسره د وروستیو څو لسیزو ستر ټکر، زموږ د ناځوانه او مکار ګاونډيو ملکونو لاسوهنې، په ملک کې نیابتي جګړې او زموږ د هیواد سیمه ییز او ستراتیژیک موقعیت څخه داسې ښکاري چې خطرونه اوس هم همداسې په خپل ځای دي. همدارنګه، وینو چې اوس هم هر چاته خپلې ګټې مهمې دي، نړیوال قوتونه او لا نور نوي لوبغاړي اوس هم د نویو پیچلو تګلارو له مخې زموږ له هیواد او سیمې سره چلند کوي، نو سترې ننګونې اوس هم شته بلکه لا زیاتې شوې هم دي. باید و منو چې دا ستونزې یوازې موږ ته متوجه نه دي بلکه ورته سیالۍ او ننګونې په یوه او بل ډول په ټوله نړۍ کې شتون لري او په راتلونکي کې به هم همداسې وي. نو درس دادی چې غافله نه شو، له عقلاني چلند څخه کار واخلو، ملي ویښتیا رامنځته کړو او پخپلو پښو ودریږو.

د هیواد د تیرو دوو پیړیو له تاریخه باید د اوس او راتلونکي لپاره درس واخلو او هم پوه شو چې د بهرنیانو د لاسوهنو لپاره تل داخلي لاملونه او کمښتونه لاره اواروي. باید پوه شو چې اوس کوم ورته کمښتونه لرو چې نه پریږدي موږ په خپلو پښو ودریږو او کیدای شي له لا نورو ستونزو سره مو مخ کړي. څه وکړو چې پخوانۍ تیروتنې جبران کړو، له اوسني بحران څخه ځان راوباسو، پرمختګ وکړو او ریښتینې هر اړخیزه خپلواکي او هوساینه ترلاسه کړو.

د ننۍ نړۍ شرایط د امیر عبد الرحمن خان تر زمانې زیات پیچلې دي، زموږ لپاره هم ننګونې زیاتې دي او هم ښه فرصتونه شتون لری چې ورڅخه ګټه اخیستلای شو ترڅو د ملک ستونزې حل کړو. ننګونې مو دا دي چې د پخوا په نسبت ګاونډي ملکونه مو زیات قوي، غدار او له مکره ډک دي. د هغوی د لاسوهنو لپاره اوس امکانات، رسنۍ، نړیوال انټرنیټي جال، مهاجرتونه، خلاصې پولې او نور لاره برابروي چې زیاتې ورانونکې مداخلې وکړي.

همدارنګه، موږ د خپل تاریخ په پاڼو کې ګورو چې تل زموږ د ملت تر بې سارو سرښندنو وروسته یا د نظام په جوړولو نه یو بریالي شوي او که مو جوړ کړی دوام یې نه دی کړی او د هیواد د غلیمانو په لمسون د هغوی لاسپوڅو بیرته ړنګ کړی دی.  باید موږ افغانان په هره بیه چې وي، هر څومره ستراتیژیک ریاضت او صبر چې غواړي د یوه غښتلي مرکزي نظام او ملت جوړولو په ښکارندو او تګلارو ځان پوه او ورته ژمن شو، هنر یې زده کړو، خنډونه یې له مخې لرې کړو ترڅو له اوسنیو ناورینونو راووزو. دا به مرسته وکړي چې بیا د ډیورند په شان بله غمیره او یا نورې ناخوالې راباندې رانه شي، او هم وتوانیږو چې د ډیورند مسئله د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې حل کړو. نو موږ ته اړتیا ده چې خپل سوچ او نړۍ لید بدل کړو.

د ډیورند د کرښې له تپلو بل دا درس باید زده کړو چې که خپل تاریخ ته په فردي او ټولیزه توګه سمه کتنه نه کوو، څیړنې نه ورباندې کوو، د اوس او راتلونکي لپاره یې له تجربو کار نه اخلو ناورینونو به تل راباندې تکراریږي ځکه زموږ ولس او نوي نسلونه به د خپلو نیکونو او خپلو لاسته راوړنو او تیروتنو څخه بې خبره وي او ځان به نه شي اصلاح کولای

د هغو درسونو په لړۍ کې چې له سترو لوبو، د ډیورند د فرضي کرښې د تپلو د وخت او د ساړه جنګ له تجربو او شرایطو یې اخیستلای شو دا هم دي چې نور موږ افغانان باید د نورو قوتونو سره د مشارکت تر څنګ زیاته ستراتیژیکه پاملرنه باید خپلو ملي نهادونو او وړتیاوو ته وکړو. د ستراتیژیک تمرکز معنی دا هم ده چې موږ افغانان لمړی خپلو کمښتونو او تشو ته ښه ځیر شو، هغه څه لمړی اصلاح کړو چې خپله یې مسؤل یو، خپله مو په ځان کړي او کنترول ورباندې لرو، او بیا وروسته د ستونزو په بهرنیو لاملونو باندې تمرکز وکړو، ځکه بهرني لاملونه ډېری وختونه د چا په کنترول کې نه وي. جاپانیانو تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته همدا لاره خپله کړه او پوهان وایي چې د بریا یو مهم راز یې همدا و.

په تاریخي لحاظ له ځینو کمو وختونو پرته موږ کله یوه او کله بل قدرت ته کتلي، په خپلو وړتیاوو مو نه اړینه پانګونه کړې او نه مو په ځان باور ته پوره پاملرنه کړې ده. که مو په ځان د باور اړتیا درک کړې وای، که مو د غوره ملي لوړ لرلید او هغه وخت واقعیتونو ته سم نظر کړی وای، موږ به له غفلت څخه د وتو خلاقه فشار او ستره انرژي په خپل ملي تفکر کې رامنځته کړی وای، نو بیا به مو سمه تګلاره هم موندلې وای او حتمی به مو بریا او ریښتینې هر اړخیزه خپلواکي تر لاسه کړې وای.

همدارنګه، یو بل مهم تاریخي درس چې باید افغانان یې له خپل تاریخ او د ډیورنډ د تپلو له وخته واخلو دادی چې تر یو څو کسانو پرته زموږ د مشرانو زیاته پاملرنه و لنډ مهاله جنګي مسئلو، یو څه وسلې، مهماتو او پیسو ته وه، په موږ کې د اوږد مهاله توان موندلو فکر زور نه وو اخیستی. دا خبره تر ډېره تر اوسه هم رښتیا ده. اوس هم چې زه ګورم زموږ په ډیری شنونکو او لیکوالانو کې پوره سیاسي شعور نه دی پیدا شوی، د هغوی په تحلیلونو کې د زیاتو خامیو نښې څه چې له عقدو ډک او د ماشومانو غوندې شیان لیدل کیږي. زه فکر کوم چې کلتوري ښکارندې زیات دوام کوي، دا زموږ له پخوا کلتوري او فرهنګي ستونزه وه او تر اوسه هم شته او موږ ټول افغانان په یوه او بل ډول پکې لتاړ دی. 

اوس څه کول په کار دی؟

  • موږ افغانانو ته خورا مهمه ده او اوس د دې وخت دی چې له ناهیلیو، ګیلو او زیاتو انفعالي او منفي نظریاتو راووزو او یو نوی سوچ خپل کړو. د یوې فعالې دیپلوماسۍ، نړۍ  لید او ملي لرلید له مخې موږ خپل ځاني او ملي فرصتونه درک کړو او هم له نورو ملتونو سره چې استعماري فکر نه لري، د روا او رغنده اړیکو غوښتونکي دي د رغنده مشارکت هنر زده کړو.
  • که خپلو ملي ننګونو ته څیر کیږو، د حل لارې ورته لټوو، خو لازیاته مهمه خبره داده چې خپلو ښو فرصتونو ته هم ستراتیژیک نظر وکړو. فرصتونه مو دادي چې اوس په سیمه او نړۍ کې داسې قوتونه هم شته چې د خپلو ګټو لپاره کیدای شي له موږ سره ښه ګاونډیتوب، ښه ملګرتیا او دوستي وکړي. موږ کولای شو افغانستان د سویلي آسیا، منځنۍ آسیا، چین، منځني ختیځ او ان اروپا تر منځ په یوه ترانزیتي، اقتصادي، تجارتي، د انرژۍ، مالوماتي تکنالوجۍ او نورو په مرکز (Hub) او څلورلارې بدل کړو او د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په کتار کې ودریږو.
  • موږ ته په کار ده چې له یوې خوا د سیمې او نړۍ اوسني قوتونه او د هغوي جیوستراتیژیکي او جیو پولیټیکي موخې، په موږ یې اغیزې، د هغو ننګونې او فرصتونه ټول په علمي او تحلیلي توګه د خپلو کارپوهانو په مرسته وارزوو، داسې تګلارې غوره کړو چې تهدیدونه یې کم او خپلې ملي ګټې پکې وساتو. له بلې خوا، باید هغه کمښتونه چې موږ د ډیورنډ د کرښې د تپلو په وخت لرل، اوس یې که لرو څنګه یې اصلاح کړو
  • هغه مشران و پیژنو چې یا د نړۍ، سیمې او هیواد اوسنی حالت سم نه شي ارزولی، سم لرلید او تګلاره نه شي ورته برابرولای، پوره ژمنتیا یې نه ثابته شوې او یا هم د خپلو ځاني ګټو د ساتلو لپاره هڅې کوي باید نور موږ تیر نه باسي. موږ باید په داسې ریښتینو مشرانو راټول شو چې وړتیا، پوهه، ریښتینولي او پوره ژمنتیا ولري تر څو هیواد مو له اوسني بحرانه راوباسي.
  • هیواد پال قوتونه باید له ځینو سلیقوي اختلافاتو سره سره په یوه ملي پلتفورم او ملي ګډ لرلید باندې چې هم هر افغان ځان پکې وګوري، د هیواد پراختیا (انکشاف)، پرمختګ او ریښتینې خپلواکي تضمین کړي، راټول شي، ورباندې کار وکړي، رامنځته یې کړي، بیله ځنډه ورباندې عمل پیل کړي او ورته ژمن و اوسي.
  • ځان غوښتونکي زور واکان او قومي ټیکدران چې ګټې یې له ملي او دیني ګټو سره په ټکر کې دي، حتمي به په زیاتو حالتونو کې ستونزې راولاړوي، د هیواد له دښمنانو سره به لاس یو کوي باید ګوښه شي. په ځای یې د افغانستان په وروڼو قومومو کې پاک قوتونو ته د غوره رولونو لوبولو ته لاره اواره شي.
  • بله مهمه خبره داده چې موږ باید د خپل هیواد د واقعي استقلال، هوساینې، له پردو څخه د بې نیازه کیدو، پرمختګ او تل خوندیتوب لپاره اوږد مهاله ستراتیژیک فکر ولرو. پرانستي سیاسي او اقتصادي بنسټونه د ریښتیني شورايي نظام او د خلکو د مشارکت له مخې رامنځته او ټینګ کړو، ترڅو مو ملک له ماتیدونکي حالت څخه را ووزي او تیر برم ته بیا ورسیږو.

په دې هیله چې افغانان له تیرو ترخو تجربو ګټې واخلي، د اوس او راتلونکي لپاره یو ملي لرلید رامنځته او ورباندې راټول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply