وخت اوفرصت او دهغی څخه ګټه أخستل / استاد بنوری

0 1,037

زمونږ، دین ، زمونږ ټولنیز ژوند ،زمونږ تاریخ ،زمونږ ثقافت، اوزمونږملیت، اوجغرافیه ،زمونږ څخه څه غواړی ؟ داپوښتنه دلته دهر وګړی څخه شته ،خو کاشکی چه مونږ خپل تاریخی رسالت وپیژنو، اوهرڅوك دخپل دریز اوموقف په پیژندنه اودخپل صلاحیت لمخی خپل مسؤلیت وپېژنو ،اووخت رانه تیرنشی اوپه وخت رغنده ګامونه واخلو اودخپل استعدادبرابرڅه کارونه سرته ورسوو،ددی بیلګه داده چه دخپل ژوند تیرولو لپاره دی ته اړتیا ده ،چه لومړی دخپل هیواد دابادیئ لپاره لاس په کار شو اوهری قربانئ ته چه ضرورت وی ځان مکلف اوذمواروبولو ، داچه داڅو لیسزه په افغانستان څه تیرشول اواوس هم تیریږی دادربړتکلیف اوبی وزلئ حالت دی اودګوتوپه شمیر خلك دا حالت دخپلوګټولپاره ښه ګڼی؟ اوددی بیلګی ډیری لیدل کیږی يادولوته ئې اړتیا نشته ځکه نن دهرافغان په سینه کی ژوندی تاریخ پروت دی ،اوددی حالاتوڅخه فرصت طلبه عناصرو دانسانیت په شکل کی له خپلو ځانونو څخه هغه څه جوړکړل،چه ددی هیوادهرفرد به ددوی د سَیّءَ اعمالو څخه کړیږی ،ټول د نجات کوشش وکړیٔ دنجات لاری ولټویٔ اودخپلوهلوزلو څخه کارو اخلی که په رښتیا دفرصت په انتظارکی یاست؟
ورونو ، ښاغلو، د دینی ،ملی، تاریخی ،أصالت،او رسالت ، له مخی نن سبا حالات بدل شوی،داذآدئ، عدل اوانصاف، څرك لږیدلی دی انشأالله دافغانستان حالات دخیر په لورروان شوی،خلکواووګړو کی نوی خوشالی اواحساس پیدا شوی ،اودتقریر دممبرونوڅخه دأمید اوهیلو غږونه أورو چه ډیره موده مو ورته انتظار اوښکلی ، نوداتفاق،ورورګلوئ ،دلاس ورکولووخت راغلی اوباید دافرصت دلاسه ورنکړو،اوخودګذری وکړو اودخپلو ګټوڅخه تیرشو اوپه خپلو عقلونو دعمومی ګټی لپاره پښه کیدو ،اګر چه ځان تیردنه سخته بریښی ،خوکه داکارونکړو دسبا ورځی مسؤلیت به زمونږ په غاړه وی ،خوکه وړتیا وښیو اودصلح کاروان سره يوځای شو نودسباورځی تاریخی اودینی مسؤلیت به مو په اوږو بارنوی ،اوڅوك چه دی قربانئ ته حاضر شو نوملت به ورته په ورین تندی لبیك ووائې ،لکه نن چه تاسی دمجاهدینو دصلح حرکت ولید اوددی ملت دلمانځنی، ښه راغلاست،اوهرکلی سره مخامخ شواوهرسړی کی داذادئ روح او جذبه پیدا شوه دټولو مؤمنو ورونو دراتګ لپاره سترګی په لاره یو ،په ځانګړی توګه دطالبانو ورنو دخالت په سیاسی چاپیریال کی دافغانستان دخدمت لپاره دالله څخه غواړو، نورجنګ ،بی کوری ،مسافری، بیسوادی ،اودفلاکت اوهلاکت ژوندته دپای ټکی کیږدئ ؟ [ ګرانو ورنو!لومړی سوال می دادی ایا دجنګ له لاری کامیابی لاس ته راوړلی شو ؟ ایاکوموخلکوچه دانجنرحکمتیار دهرکلی په غونډوکی په لغمان،ننګرهار،کابل کی راغونډ شوی وو،داټول له منځه وړلی شو ؟اوکه له منځه ئې یوسونوته به سباپدی هیوادکی په کوم نوم یادیږی اوتاریخ ته دی او اودین ته دی ځواب څه دی ؟ دوم -سوال- تراوسه تا نه وزیر وژلی ،نه وکیل، اونه جنرال،اونه والی ، اونه امریکن جنرال ،هغه پټ خوندی په أمن کیدی دخپلوډالرو حسابونه کوی ،اوکوم څوك چه جنګ کوی هغه دافغانستان هغه بی وزلی اوغریبه طبقه خلك دی چه درزق ټولی لاری ورته بندی دی یواځی دغه دجنګ لارده چه دډیرو کموپیسو په بدل کی سر قربانوی اوقوت لایموت رزق لاس ته راوړی ،اودزورواکو، ظالمانو دقدرت ددوام زریعه ګرځیدلی ده ،مااوتادواړه ددی خلکولپاره عندالله ،مسؤل یو ،دریم-سوال-نن سبادصلح ،اواذآدئ هوا چلیږی ،اوملت هم همدا ټکی لمانځی ،نوتاسی به داجامعه پخپله استفراق کړی ؟څلورم -سوال- که اکثریت دخلکوستاسی څخه نفرت وکړی نوتاسی به پخپله ددوزخ کندی ته غورځیږئ ؟

پنځم- سوال – دجنګ ددوام صبر اوحوصله په اوږده موده کی څوك نلری ولی خلك په ژوند کی هیلی اوأمیدونه لری هغه نورشاته نشی غورځولی ؟ شپږم- سوال -حالات ،موسمونه بدلیږی ،ځان عیارکړئ نورداسلام دین خلکوته اونړۍ ته غلط مه معرفی کوئ اومه افغانان دیوجاهل اوبدوی ملت په نوم نړیوالوته معرفی کوی ؟

اوم- سوال داچه پخپلو منځوکی سره کښینئ اودصلح مدعا مودافغانانو اوعلماو سره شریکه کړیٔ،په صلح کی ستاسی ګټه هم ده اوکوم اصلاحات چه تاسی غواړئ دصلح دلاری ئې په ډیره اسانئ سه پلی کولای شئ ،نه په جنګ کی،راشئ افغانستان اباد کړئ نورئې مه ورانوئ، اودلینن ،ماهو،اودافغانستان د کمونستانو په څیرنور داملت مه وژنئ؟ ] داذآدی ،خوشالی .اسلامی، ټولنی په هیله ، اودورنو افغانانو دیوالی اواتحاد په أمید ، ربَّنا لاَتُزغْ قُلوبنَا بَعداذْهَدیتنَاوَهَبْ لَنا مِن الّدونكَ رَحمة اِنّك اَنتَ الْوِهَاب * القران . والسلام .
2017,05,077,

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply