د اسلامی نړۍ وتلي مفکر پروفیسور دکتور محمد عماره ته د ولسمشر دکتور محمد اشرف غني له…

0 2,161

  لایق جان خوستی –  رادیو قاهره ، مصر

 

 

د اسلامی نړۍ وتلي مفکر پروفیسور دکتور محمد عماره ته د ولسمشر دکتور محمد اشرف غني له خوا

د سید جمال الدین افغاني ورکړل شوی عالی نښان په قاهره کښې ډالی شو

 

د اسلامی نړۍ وتلی مفکر پروفیسور دکتور محمد عماره ته د ولسمشر دکتور محمد اشرف غني له خوا د سید جمال الدین افغانی عالی دولتی نښان نن پنج شنبي د 20017 م  کال د می میاشتي په څلورمه نیټه  په قاهره کښې د افغانستان سفارت (قاعة السيد جمال الدين الحسيني الافغاني) يا د سید جمال الدین الحسینی افغاني په تالار کښې د افغانستان سفیر ښاغلي فضل الرحمن فاضل له خوا په یوه شانداره غونډه کښې چې په همدي مناسبت جوړه شوی وه ورته وسپارل شو.

دکتور محمد عماره چې د سید جمال الدین افغان د تګلاري، فکر او فلسفي څیړونکی دی، او د خپل خواږه عمر ډېر وخت یې د جمال الدین افغانی د افکارو او مبارزي په څیړلو تیر کړی او په هغه سختو شیبو کښې چې د سيد جمال الدین افغاني د اشغالګرو په مقابل کښې د ملتونو د ویښولو دنده ترسره کوله هغه ټول حالت یې څیړلی، چې په 19 پیړۍ کښې اروپا د قوت اوج ته رسیدلی وه او عثماني خلافت هم نور د نړیدو په حال کښې وو په هغه سخت وخت کښې د سيد جمال الدین افغان مبارزه کړني او هڅې راټولی کړی، او د دی ترڅنګ یې د ځیني هغه لیکوالانو لیکني او افکار چې د سيد جمال الدین په هکله یې غلط معلومات او افکار نشر کړي ترټولو په ښه ډول دفاع کړی او د سيد جمال الدین د ژوند سره تړلي موضوعات یې په ښه ډول روښانه کړی، د سید جمال الدین په هکله نوموړي ځیني مهم کتابونه د یادولو وړ دی چې “الاعمال الکاملة لسید جمال الدین الافغانی” همدا ډول “جمال الدين الأفغاني بين حقائق التاريخ وأكاذيب لويس عوض”، او “جمال الدين الأفغاني موقظ الشرق وفيلسوف الإسلام”.

همدا ډول دکتور عماره هغه څوک دی چې په ډېرو مهمو لیکچرونو او ویناو کښې د سيد جمال الدین افغان د افکارو او نظریاتو یادونه پداسې ډول سره کوي لکه دکتور عماره چې د سید جمال الدین په زمانه کښې ژوند کړی وي او د نږدی شاګردانو څخه یې وی، همدا ډول پروفیسور دکتور عماره ټولو افغانانو ته د سید جمال الدین د لمسیانو خطاب کوي، دري کاله مخکښې چې زه د پوهنتون په څلورم صنف کښې وم د افغانستان څخه د علماو یو پلاوی راغلی و، دکتور عماره او دکتور حسن الشافعی سره یې خاصه لیدنه درلوده مونږ افغانو محصلینو ته په هغه غونډه کښې د ګډون بلنه راکړل شوی وه، هغه خبره می اوس هم په ذهن کښې ډېر وخت راګرځي چې دکتور عماره مونږ ته وویل: تاسو د سيد جمال الدین افغان لسمي یاست د خپل نیکه فکر او لار تعقیب کړی او د هغه په هکله لیکل شوی کتابونه خپلو ملي ژبو ته وژباړی.

د نن ورځې په غونډه کښې دکتور عماره د افغان ولسمشر او په قاهره کښې د افغان سفیر څخه د منني ترڅنګ د سيد جمال الدین افغان د هغه غوښتني یادونه هم وکړه چې د عثماني خلافت وروستي پاچا عبد الحمید الثانی څخه یې غوښتنه وکړه چې په ترکیه کښې د عربي ژبی د رواجولو لپاره کوم پلان جوړ کړی ترڅو د عربي نړۍ سره واټن هم  د مینځه ولاړ شی او په هغه وخت کښې چې د علومو زیاته برخه په عربي ژبه وه ورڅخه استفاده وشي، خو د سيد جمال الدین د نیک نظر په مقابل کښې د عبد الحمید الثانی مشاورینو د سید جمال الدین د تخریب لپاره کار وکړ.

د یادونی وړ ده چې په قاهره کښې د افغانستان سفارت فرهنګي څانګې د کتابونو د چاپ او نشر په برخه کښې د سيد جمال الدین افغان په هکله ځیني کتابونه پدي وروستیو کښې هم چاپ کړي چې په هغه کښې د سيد جمال الدین افغان د نیچریه کتاب هم چاپ شوی او په زړه پوري خبره داده چې د دی کتاب د نیچریه پښتو ژباړه وتلي جهادی رهبر مولوي محمد خالص د نیچریه اصلی فارسی کتاب څخه کړی او په ډېر ښه ډول یې ژباړلی ده، همدا ډول د افغان سفارت فرهنګې څانګې د سيد جمال الدین افغان د مړیني د 120 تلین لمانځني په پلمه د خدای بخښلي دکتور امان الله صافی کتاب «تأثير فكر الافغاني في فلسفة إقبال» هم چاپ کړی.

دلته باید په قاهره کښې د افغانستان سفیر ښاغلي فضل الرحمن فاضل یادونه هم وشي چې د سید جمال الدین د هغه وفادارو لمسیو څخه دی چې د سيد جمال الدین افغان په هکله یې ډېري څیړني کړی زه به یې دلته یو مثال ووایم چې د سيد جمال الدین افغان د زیږیدنی د نیټي په هکله ده، د سید جمال الدین افغان د زیږیدنی نیټه پخوا جنجالي موضوع وه چې په دقیق ډول یې معلومه نیټه نه وه څرګنده، خو د ښاغلي فاضل په زیار چې د «بیدار ګر عصر» په نوم کتاب یې لیکلی پدی کتاب کښې فاضل د خپل رب په فضل سره د جمال الدین د زیږیدنی نیټه په دقیق ډول په ګوته کړی، چې د ۱۲۵۴ هجري کال د شعبان په میاشت کښې زیژیدلی چې د 1838 میلادی کال د اکتوبر میاشتی سره سمون خوري.

په قاهره کښې افغان سفیر فضل الرحمن فاضل د غونډي ګډونوالو ته دا زیری هم ورکړ چې د مصر د قاهري ښاروال ورسره موافقه کړی چې ډېر ژر به د قاهري ښار د «حدیقة الحریة» او یاهم د آزادۍ په باغ کښې به د سید جمال الدین افغان د یاددښت مجسمه جوړه کړي.

باید واویم چه پروفیسور عماره په 1931 م کال کی پیدا شوی او اوس 87 عمر لری او نژدی 270 دوه سوه  او اویاوو کتابونه یی تر اوسه چاپ ته رسیدلی ده. په عمر یی برکت شه او لوی رب مو روغ او رمت ولری.

***

پروفیسور دکتور محمد عماره

الأعمال الکاملة لجمال الدین الأفغانی د پروفیسور عماره په اهتمام

پروفیسور عماره او د افغانستان سفیر

 

 

پروفیسور عماره او سید مبارک طرازی د بخارا آخرینی واکمن سید عالم خان لمسی

 

پروفیسور عماره  دافغانستان د ولسمشر او د افغانستان خلکونه مننه کوی

 د سید جمال الدین  افغانی د کتابونو نندارتون

د محفل یوه برخه

پروفیسور دکتور محمد عماره  د افانستان په سفارت کی

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply