(تر ننه په دې فکر کوم چې ما ځان ته جزا ورکړه او که پنجابي ته!!؟؟) کرکه

0 1,600

(تر ننه په دې فکر کوم چې ما ځان ته جزا ورکړه او که پنجابي ته!!؟؟) کرکه

د تیر کال خبره ده، د کار له امله تقریبا ۱۴۰ کلو متره لیرې تللی وم، مازدیګر مهال چې کله بیرته کور خوا ته راتلم، ښه ډیر وږی شوی وم، په کور کې د سبا ناري د سهار د چای او د کار پر ځای د دوه پیالو ترخې کافي پرته مې څه نه  خوړلی او څکلي وو. نو د خان سره مې وویل چې پر لار به کوم ځای موټر ودروم، پیزا یا بل څه به ځان ته واخلم.

له یوه ځنګله بل ځنګل او له بله بل، چې ابادۍ ته راورسیدم، د عمومي سړک پر غاړه د تیلو پمپ او د پیزا رستوران وو، وروګرځېدم، موتر مې غاړې ته ودراوه. یقین به مو نه شي چې څومره وږی وم، او د لوږې په حالت کې د خوړو بوۍ څومره ښه لګی.

تور پنجابي سر راپورته کړ او پوښتنه یې وکړه چې څه ډول پیزا یا نور خواړه غواړم. ورغبرګه مې کړه لږ صبر چې زه خپل تصمیم ونیسم.

دا هغه وخت وو چې په کونړ او د ننګرهار په ځینو سیمو د پنجاب راکټي بریدونه کېدل.

زه د خپل وجدان سره په جګړه وم، چې د پنجابي د لاس پیزا وخورم او که نه، پیسې مې پنجابي ته ورکړم او که نه.

بس د نر غوندې ترې وږی تږي روان شوم او موټر مې د کور خواته رهي کړ.

ماښام ناوخته وږی تږی کور ته راورسېدم.

او په کور کې چې څه تیار وو هغه مې ښه په خوند وخوړل.

خو تر ننه په دې فکر کوم چې ما ځان ته جزا ورکړه او که پنجابي ته!!؟؟

نن بیا په هماغه لار تیر شوم، په رستوران مې سترګې ولګېدې او زړه خاطره یې رایاده کړه چې تاسو درنو دوستانو سره یې شریکوم.

په درنښت

محمد طارق بزګر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply