سید شاه سعود /غزل

0 1,944

زړه به زور ځانله پیدا کړي ژوند به شور ځانله پیدا کړي
زه او ته به ترینه لاړ شو دوۍ به نور ځانله پیدا کړي

چا چې سترګې پورته کړي دي نو سترګو ته یې ګوره
نه به سپین ځانله پیدا کړي نه به تور ځانله پیدا کړي

تړمې تړمې اوښکې پاڅي د غزل په ټکو توی شي
زړه چې زخم شي نو داسې یو ټکور ځانله پیدا کړي

بلا ورځې له دې کوره لوګی نه دی پورته شوی
د غنمو دانې ورکړه چې لږ اور ځانله پیدا کړي

شیر عالم د میمونۍ په غاړه وچې کړي سندرې
محبت چې لیونی شي نو پیغور ځانله پیدا کړي

څوک چې دلته په دې شاړ وطن کې خوښ نه دي سعوده
هغه خلک دې یو بل وطن سمسور ځانله پیدا کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply