خوله لګوي/ ع. عليمي

0 868

هــر مــيــن د خـپـل دلـبـر پـر زنـخـدان خـولـه لگـوي
د گـلاب پـر ښـايـسـتـه پـاڼـو بــوراگان خـولـه لگوي
لـيـونـی سـپـی پـر ادم او پــر حـيـوان ښخوي داړې
خـو انسان چـې لــيــونی شــي پر انسان خوله لگوي
وزې پسـونـه مـاتــوي چــې د ځنګله لـيـوه شي وږی
پـر کارګر بـزګـر, پانګوال او شتمن خـان خوله لگوي
پـر افـغـان چـې يـرغـل وکـړي بـهـرنـي يـرغـلـگــران
نو افغان پر سترګو ړونـد شـي پر افغان خوله لگوي
په تـيـارو د جـهـالـت کــې دا لـه پـوهې پاتې شوي
د اسـلام “خـدمت” تـه ځي پـر مسلمان خوله لگوي
کـړي تـفـتـيـش د عـقـايـدو لـگـوي ټـاپـې د کــفـــر
پر خـادم د خـپـل وطـن تـل بـې ايـمان خوله لگوي
ځان ته ستن جوړوی نه شي چې پرې وگنډي کالي
سوځول د ښوونځو کړي پر خپل ځان خوله لگوي
لاپـې شـاپـې د تـقـوا يـې کـڼـوي شـنـوا غـوږونــه
کړي دعـوا د فضيلت ستر لـوټـمـاران خـولـه لگوي
فساد دود دی د هيچا يې پر کـولـو شر م نه شته
هـر دفـتر کې ښه څرگند رشوتخواران خوله لگوي
ای مظلومو افغانانو سـره يـو شـئ مـتـحـد شـئ
نور د ظلم غاښونه مات کړئ ظالمان خوله لگوي
22.09.2014 ع. عليمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply