غزل / سید شاه سعود

0 2,456

نن رڼا رڼا ده ځان پکې لاهو په سترګو وینم
ستا اواز په سترګو وینم ستا خوشبو په سترګو وینم

د شیبې شیبې کیسه ده بس رنځیږم او رغیږم
نه مې رنځ په سترګو ښکاري نه دارو په سترګو وینم

نه مې ذکر په تیاره دی نه مې فکر په تیاره دی
حق او هو په ژبه وایم حق او هوو په سترګو وینم

دا ژوندون دی او که ګپ دی زندګي ده که ټګي ده
دا دنیا ده که فریب دی یو جادو په سترګو وینم

تر ګنګا او تر فراطه اباسین لاسونه کړي
چې لختي نه لپه ډکه کړم امو په سترګو وینم

کایناتو کې مې زړه او نظر ستړی شي سعوده
بیاچې سترګې غړومه خپل زانو په سترګو وینم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply