افغانستان ته د چین د خارجه چارو وزیر سفر!/دوکتور صلاح الدین سعید افغانی

0 719

په یاد ولرئ: پاکستاني استابلشمنت د افغانستان او افغان اولس دشمن وه، دی او زمان ثابته کړه او زمان به ثابته کړي چې دشمن به پاتې شي! په دې هکله او دا ناستې او ولاړې ښې، ضروري او نړۍ ته د پاکستان د ماهیت د افشاء لپاره او مخامخ پاکستان او نړۍ ته د پاکستان په هکله سپينې خبرې کول په کار دي اما د یو نهایی، سرنوشت حل لپاره پاکستان مقابل کې ځان اماده كول په کار دي. بل انتخاب نه شته. راپورونه او موثق منابع او خبرونه شته چې پاکستان ایران او چین ته داسې طرحې وړاندې کړي چې د افغانستان له لارې د پایپ لاین د سترو ګازي او تیلي پروژو عملي کېدلو مخه ونیسي. پاکستان نه غواړي دا سترې توافق شوې پروژې د واخان، ایران او چین له لارې عملي او صورت وموي. له بلې خوا دپاکستان غېر مشروع موجودیت، تېرې تجربې او اتمام حجت ثابتوي چې د پاکستان د روستۍ د سولې په نامه ‌‌‌‌‌‌ډرامې د تېرو ‌‌‌‌‌‌ډرامو سلسله ده او غواړي د امریکې حکومت د پاکستان په هكله خپلو ممكنو قاطق تصاميمو كې متزلزل کړي. له بلې خوا د چين هېواد پاکستان کې دېرې تاریخي سترې اقتصادي پروژې تر لاس لاندې نیولي نو نه غواړي ددې پروژو تطبيق كې د بلوچانو او افغان عدم اطمینان حالت او یا مانع حالت پاتې وي. د چین هېواد له ‌‌‌‌‌‌ډېرې زمانې راهیسې د سیمې بل سیاسي ساختار طرحه لري او هغه د افغانستان او پاکستان د فدرالي نظام طرحه چې د سېمې د نورو وړو اداري واحدو جوړېدل هم په کې مطرح دي. داچې حالات به کومې خواته درومي او څومره به د افغان ملت، پښتنو او بلوڅو د تراژیدۍ د دامې او لن‌‌‌‌‌‌ډېدو خواته ولاړ شي، په دې پورې هم تعلق لري چې مونږ څنګه خپل اوليتونه پېژنو او د هغو د تحقق لپاره یو موټی عمل کوو؟ ښه دولتداري ایجادوو او د شکلي او د دیموکراسۍ او د خلکو د حاکمیت په نامه، فورمال او شکلي ایجاد شوو سیستمونو او ساختارونو ته درسته او اصلي محتوی ورکوو. مونږ ته د ملي اجماع ته د رسیدو ضرورت او قوت کیدو اړتیا شته. د پردیو د اجنتانو او نوکرانو موثر شتون په افغانستان كې حالات کړکېچن کړي. د افغان ولس او د سیمې د پښتنو او بلوڅو د هڅو او د خېر آواز او ځواكونو يو كول د زمان ضرورت دی. بادرده عناصرو او ملي ځواكونو ته په كار دي چې د قومونو او سمتونو د نفرت او تنفر برنامې شن‌‌‌‌‌‌ډې او په ښکاره ردې کړي او ممثلین یې په ښکاره وغندي او تجرید کړي. نور خپل مصالح لري خو مونږ باید خپل اولیتونه وپېژنو او د تحقق لپاره یې یو موټی کار وکړو. ومن الله التوفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply