پښتونه !/ الھام قیام

0 835

تاته ټول بدرنګ خوبان ښکاري پښتونه
ټول پردي درته یاران ښکاري پښتونه

ته د ژوند ھرحقیقت ته چپه ګورې
تاته خپل دښمن جانان ښکاري پښتونه

پخپل سود اوزیان دې لاھم نه پوھیږې
خپل مفاد درته خپل زیان ښکاري پښتونه

جھالت خوله ایمان سره سرنه خوري
تاته خپل جھل ایمان ښکاري پښتونه

د ھرچاچی ښه اوږده ږیره په مخ وي
تاته ھم سم مسلمان ښکاري پښتونه

نورد ښواوبدوفرق کوي خوتاته
د چا بد ھم لوی احسان ښکاري پښتونه

د خپل ځان پرضد دې ھروخت قیام کړی
ټول جھان درته حیران ښکاري پښتونه
الھام قیام
30/05/17

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply