د ګل نبي احمدزي له ځوانۍ د غني تر ناځواني/ص عرخیل

0 1,792

په کابل کې د ټانکر بم له چاودنې وروسته چې په سلګونو ملکي وګړو ته یې د مرګ ژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم واړول یوبل بحران وزیږید، له چاودنې وروسته یو شمیر مدني فعالانو غوښتل دغه برید وغندي او موجوده نظام ته خپل احتجاج وړاندې کړي، خو یو شمیر فرصت طلبو او د قدرت وږیو چې له پخوایې د اوښ کینه په زړه کې ساتلې وه هڅه وکړه چې د دغه برید دشهیدانو پروینو خپله سوداګري وکړي ،دوی په لومړیو کې دیو شمیر ځوانانو له احاساتو ناوړه ګټه پورته کړه خو کله چې دغه ځوانان وپوهیدل نو دوي یې پریښودل ،یواځې یوشمیر هغه لنډغر ورته پاتې شول چې هغوی له غلا، بداخلاقۍ او بې ادبۍ څخه پرته بله څه نه پيژانده .
څومحدودو لنډغرو په لویو لارو کې خیموې ودرولې او د نظام د چلنچ هڅه یې وکړه، چې کابل ښاریانو ته یې سترسرخوږی جوړ کړ ، خو افغان حکومت د یو مسؤل لوری په توګه په دغو مهمو شرایطو کې په دې ونه توانیده چې د څو محدودو لنډغرو مخه ونیسي او ګیلم یې ورټول کړي .
دا د حکومتونو ملي وجیبه ده چې د خپلو خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې او د هغوی په وړاندې خنډونه له منځه یوسي کله چې یو نظام دومره بې اثره او بې روبه شي چې پنځه لنډغرهم ورنه نه ویریږي نو بیاد لته دنظام وجودي فلسفه له سوال سره مخامخ کیږي.
موږ د تیرو نظامنو کیسې اوریدلي دی په ځانګړې توګه د داودخان دوخت حالات ، هغه مهال حکومت یو قاطع دریځ درلوده، خلکو له نظام څخه ویره کوله او داسې قدم یې نه پورته کاوه چې د نظام، خلکو او ملي ګټو خلاف وي.
له بده مرغه اوس ډیرخلک د ملي ګټو خلاف ښکاره چیغې وهي او ستونزې جوړوي خو حکومت ورته لاس ترزنې ناست دي او لاهم دغه ډول خلکو ته د داسې نارو جرات ورکوي چې ملي ګټې وننګوي .
لس مشرغني چې د هیواد ټول واک په لاس کې لري باید هڅه وکړي چې قاطع او پریکنده ګامونه پورته کړي ، دهیچا له ګواښونو ، باټو او تهیدیدونو څخه ونه ویریږي ، دملت ارادې ته درناوی وکړی او هیچا ته دا اجازه ورنه کړي چې دملي ګټو په وړاندې ودریږی .
په ځینو مهمو مسؤلو کې د ولس مشر پڅ چلند ملت ناهیلی کوی ، کله کله غني داسې پریکړه وکړي چې سړی ورته حیران شي چې دا پریکړه په کوم اساس وشوه او ولې وشوه ، تازه بیلګه یې د کارنیزون دقوماندان د دندې تعلیق دی ، چې دغه عمل خورا دردونکی او دنه منلو وړ دی . ښاغلی ولسمشر ! ته د ګارنیزون د قوماندان دنده مه ځنډوه بلکې هغه نور هم تقدیر کړه او ویې هڅه وچې ټول هغه پردیپال حرکتونه وځپي چې په ډیره بې شرمۍ سره د خلکو لپاره ستونزې جوړوي، ذهنیتونه مخشوش کوي او ملي یوالې ته زیان رسوی ته ددې پرځای چې د کار خلک وستاې او مکافات ورته ورکړې هغوی مجازات کوي او ددې کار په کولو سره د ټولو هغو کسانو روحیه مړاوې کیږي کوم چې په قاطع ډول د کاراراده لري .
حکومت حکومت وي ، خلک هغه وخت پرحکومت باور کولی شي چې خپله توامندي وښیي نه دا چې پرمهمو سائلو چوپ پاتې وي او د عاجزۍ شپې او ورځې سبا کوي .
مه ویریږه ملت ستا شاته ولاړ دی، ټولې هغه ډلې ټپلې چې ملي ارزشتونه ننګوي د قانون منګولو ته وسپاره او دهیچا پروا هم مه کوه .
ګل نبي احمدزی نه یوازې دا چې د کار سړی دی بلکې ستا لپاره ترټولو باوري کس هم کیدای شي له خبل باوري کس سره ناځوانی کول لویه تیروتنه ده .
سر خلاص کړه غني جانه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply