پښتانه د ګیانا او سورینام په هیوادونو کې: / ډا کټر لطیف یاد

0 1,881

پښتانه د ګیانا او سورینام په هیوادونو کې

د ګیانا او سورینام دهیوادونو دنومونو سره به ډیر لوستونکي آشنا نه وي .ګیانا او سورینام دوه ګاونډي هیوادونه دي چې دجنوبي امریکې په شمال ختیزه څنډه کې پراته دي او دکارابین دحوزې دهیوادونو نه شمیرل کیږی. ګیانا په پیل کې دهالنډیانو مستعمره وه ، خو وروسته بیا انګریزانو ونیوله او پر دغه هیواد یې دوه سوکلونه راج او واکمني وکړه.ګیانا د۱۹۶۶زیږدیز کال دمی دمیاشتې په شپږ ویشتمه نیټه خپله خپلواکي ترلاسه کړه . همداراز ګیانا د ۱۹۷۰ زیږدیز کال دفبرورۍ په ۲۳ نیټه یو جمهوری هیواد شو. ګیانا اووه سوه څلویښت زره تنه وګړي لري اورسمي ژبه یې انګریزي ده .پلازمینه ( پایتخت ) یې دجیورج ټاون ښار دی.همداراز سورینام هم دهالنډیانو مستعمره وه چې بیا د۱۹۷۵ کال دنوامبر دمیاشتې په ۲۵ نیټه یې خپله خپلواکي واخیستله .سورینام شپږ لکه او شپیته زره تنه وګړي لري او پلازمیینه یې د پارا ماریبو ښار دی.دګیانا هیواد دبرازیل او وینزویلا سره ګډه پوله لري او دسورینا م هیواد بیا یوازې دبرازیل سره پوله لري .
د ګیانا او سورینام هیوادونو ته د پښتنو ور تګ په ۱۸۳۸۸ زیږدیز کا ل کې پیل شوی دی .وروسته بیا چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال دهند وستان پراخو پرګنو او ولسونو دپیرنګیانو پر خلاف ستر پاڅون وکړ نو ډیر شمیر پښتنو هم په دغه پاڅون کې ګډون کړی ووچې ډیر شمیر پښتانه یا دپیرنګیانو له خوا بندیان او ډیرو ته یې داعدام او پاڼسۍ سزاګانې ورکړل شوې اوپاتې یې دتورو اوبو خطرناکه جیل ته واستول شول .په دغه وخت کې انګریزانو یو شمیر پښتانه بندیان د ګیانا او سورینام هیوادونو ته هم ولیږل.
ګیانا او سورینام ته دغه ورغلي پښتانه دافغانستان ، پښتونخوا او دهند وستان هغه پښتانه وو چې دهند په بیلابیلو ښارونو کې میشته وو.دافغانستان پښتانه چې سورینام او ګیانا ته تللي دي دافغانستان دبیلا بیلو ښارونو پورې یې اړه درلوده ،خو دپښتونخوا پښتانه پکې دپيښور ، نوښار ، مردان ، سوات او کشمیر پښتانه وو.
ګیانا او سورینا م ته ورغلي پښتانه زیاتره دهند دبیلا بیلو ښارونو لکه: بریلي ، مراد آباد ، بدایون ، رامپور ، سلطان پور ، آګره ، لکهنو ، روهتک ، جانهوره ، جونپور ، ګوندا ، شاه جهان پور ، باره بنکي ، د راجستهان د دهولپور ، همیر پور اود ډهلي پښتانه وو.
دغه پښتانه چې ګیانا او سورینام ته لاړل نو د ترکاریو او حلالو غوښو دوکانونه یې پرانیستل او غوښې او ترکارۍ (سبزۍ) به یې خرڅولې .
ویل کیږي چې یو تن پښتون چې ګیانا ته ورغلی وهغه ګل محمد خان و چې د کوینز ټاون په ښار کې یې د جامع جومات د بنسټ ډبره کیښوده او د دغه جامع جومات امام و. نوموړی د همدې جومات د جوړولو لپاره یو بل پښتون غلام الدین دیته وهڅا وه چې یوه ټوټه ځمکه واخلي او جومات پکې ودان کړي ، خو بیا ګل محمد خان بیرته خپل هیواد ته ستون شو . تر هغه وروسته یو بل پښتون چې بیا ددغه جومات امام شو هغه جیلاني نومید.
په ۱۸۸۳۳ زیږدیز کال کې دهند نه یو بل پښتون چې مزار خان نومیده دګیانا هیواد ته ورغی. دی په اصل کې په هنوستان کې دپیرنګیانو پر خلاف یو ملي مبارزو،خو انګریزانو هغه دګنیو یو ې کروندې ته لیرې ولیږه .
د ۱۸۹۸زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په ۱۳ نیټه یو ۲۴۴ کلن ځوان چې پښتون و او رحمان محمد خان نومید او په اصل کې دهند داتهر پردیش دښار دهمیر پور اوسیدونکی و او ډیر پوه او لایق انسان وسورینام ته لاړ او هغه ته هم دکرنې په چارو کې دنده ورکړل شوه .رحمان محمد خان برسیره پردې چې د سپیڅلي قرآن حافظ و د هندوانو مذهبی کتابونه او د هغې نه یې رامیانا ، مهابهارات او بګهود ګیتا هم لو ستلي و او په هندوئیزم کې یې هم ښه مهارت درلود. هغه دکرنې په برخه کې دوه مهم کتابونه هم ولیکل چې د ده کتابونه په ۱۹۵۰ زیږدیزکال په هندوستان کې چاپ شول .هغه په سورینام کې ځمکه واخیستله او د سبزیو او ترکاریو بیزنس یې کاوه .دهغه دپوهې او لیاقت له کبله و چې دهالینډ ټولواکمنې (ملکې ) هغه ته دادبیاتواو دکرنې په برخه کې دتحقیقي کتابونو دلیکلو په برخه کې ستاینلیکونه ورکړل او هغه یې ونازاوه .
همدارازپه ګیانا او سورینام کې دځینو نورو مشهورو پښتنو جهانګیر خان ، دلدار خا ن ،چوټه خان ، الله دین اونورو دنو مونو نه هم یادونه کولای شو .
لنډه دا چې اوس هم دګیانا او سورینام په هیوادونو کې ډیر شمیر پښتانه اوسیږي او دوی خپل دودونه او مذهبي ورځې لمانځي او تر ډیره حده پورې یې خپل پښتني کلچر ساتلی دی. .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply