هغه خبیثه دایره چې افغانان پکې راګیر دي/محمد عارف رسولي

0 830

هغه خبیثه دایره چې افغانان پکې راګیر دي خو نه ورباندې پوهیږي

د هیواد اوسنی حالت هر با عزته او با ایمانه افغان ژړوي. که تاسو ګوری افغانان د ستونزو د ریښه ییزو لاملونو په ځای په علامو پسې سرګردانه دي. زیات یې د خپل دولت د ماتیدونکي حالت په عواملو، دا چې څنګه له دې حالت څخه راوتلای شو، په لنډ مهال، منځ مهال او اوږد مهال کې موږ ته څه کول په کار دي پوره پوهه او تجربه نه لري.  موږ یو پر بل زیاتې نیوکې کوو خو د حل لارو په هکله زیات غور او څیړنه، علمي بحث نه کوو، یو بل ته پوره غوږ نه ږدو او حال مو ورځ تر بلې خرابیږي.  په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د موضوع په هکله یو څه روښانتیا رامنځته شی.

یو څو تعریفونه چې په لیکنه کې زیات مهم دي:

بنسټ (نهاد) یا(Institution) له رولونو، پالیسیو، قوانینو، رواجونو او کړنو څخه عبارت دی چې ټاکي څنګه ټولنې فعالیت وکړي.

د بنسټیز (نهادینه ) کیدو معیار دادی چې په هره کچه یو ارزښت بنسټیز شي په همغه کچه خلک ورڅخه ننګه کوي، که یې څوک یې ورڅخه اخلي او یا تاوان وراړوي نو خلک ورسره مقابله کوي. موږ په ټولنو کې داسې ښکارندې پيژنو چې بنسټیزې شوې او کله چې کوم چا هڅه کړې هغه له ټولنې واخلي په ځان او مال یې ورسره مقاومت کړئ دی. خو داسې تپل شوې مسئلې هم لرو چې هر څومره هڅه شوې ده، له زوره کار اخیستل شوی دی، خلکو ته د منلو نه وې.

په ځینو ملکونو کې د قانون حاکمیت بنسټیز شوی او که څوک یې ورڅخه اخلي خلک ورڅخه ننګه کوي. داټولنې تر ټولو بریالۍ دي

افغانستان ماتیدونکی حالت لری

د اوږدو جګړو او ورانیو له کبله افغانستان اوس لکه سومالیا، جنوبي سودان، کانګو، د افریقا ځینې ملکونه او نور یو ناکام او ماتیدونکی دولت لري. د ماتیدونکي دولت معنی داده چې زموږ په ملک کې هغه سیاسي، ملي او دولتي بنسټونه، د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي او نور چې څه باندې یوه پیړۍ په ملک کې رامنځته شوي وو اوس له منځه تللي دي او د دې ټولو بیا رغول له څلویښت څخه تر پنځوسو کلونو وخت غواړي. کله چې بنسټونه نه وي هیڅ کار سم سرته نه رسیږي. کله چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله، خلکو او دولت فکر وکړ چې زربه له افغانستانه یو پرمختللی ملک جوړ شي، خو کله چې د همدې پورته کمښتونو لکه د بنسټونو او قانون د حاکمیت د نشتون له کبله ډېر څه ونه شول نو ناهیلي شول خو په اصلي ستونزه پوه نشول.

ماتیدونکي دولتونه، بنسټونه او د زورواکانو راج

په خوارو ملکونو کې چې سیاسی او اقتصادي بنسټونه یې له ځایه کمزوري او زبیښونکي وي، د خلکو ریښتینی مشارکت د بنسټونو (نهادونو) په رغونه او وده کې نه وي نو کله چې د شخړو له کبله حکومت او اداره ړنګ شي او جګړه زیات دوام وکړي نو هغه نیم بند د قانون حاکمیت هم له منځه لاړ شي او دولت د پوره ناکامیدو او ماتیدونکي حالت ته ورټیل وهل شي.

په دې پورته یادو شوو شرایطو کې دولت له ماتیدونکی حالت سره مخ کیږي ځکه چې بنسټونه (نهادونه) د حکومت د نشتون او یا نه اغیزمنتوب له کبله وشړیږي، د قانون پلی کیدل هیر شی، د زورواکانو راج او خپلسري رامنځته شي او د ژمنو، په هیواد مینو کارپوهانو کمښت د ګډه کیدو، شهادت، زړښت او له کاره د ګوښه کیدو او یا ورته غوږ نه نیولو له کبله حالت ورځ تر بلې خراب شي

کله چې د یوه ملک ملي او دولتي بنسټونه وشړیږي نو د رغولو لمړۍ او تر ټولو ستره او بنسټیزه ستونزه یې دا وي چې د شخړو په بهیر کې یو شمیر خلک په حقه او یا ناحقه واک ته رسیدلي او شتمن شوي وي نو فکر کوي چې دا د دوی حق دی چې پوه لري او که نه چې حکومت وکړي، دولتي امتیازات ورته ورکړل شي او تر نورو شتمن وي. دا خلک د ظاهري شعارونو سره سره ریښتینی او ژور بدلون او اصلاحات نه غواړي او د شته حالت په ساتلو په حقیقت کې خوشاله دي. خو د سیاسي او اقتصادي بنسټونو رغول، پرانیستي کول او غښتلي کول بیا یوه پیچلې او اوږدمهاله مسئله ده او دا بې تجربې خو زورور چارواکي نه ورباندې پوهیږي او بله دا چې د بنسټونو بیا رغول، پرانستي او د ټول ملت په ګټه کول یې د قانون پوره حاکمیت او د خلکو ریښتینی مشارکت غواړي چې اوس ورته لاره نه وي اواره. نو ځکه داسې دولتونه چې زورواکان پکې له قانونه پورته عمل کوي، قانون نه مني نه بریالی کیږي او د نور ماتیدونکي حالت او ناکامۍ په لور درومي

د نهادونو د رغولو بله ستونزه داده چې په عوامو کې د بیوزلۍ او ویجاړ ښوونیز نظام له کبله د حکومتولۍ د ورته تخنیکي او مسلکي مسئلو په هکله پوره پوه نه وي او په ماهیت یې نه پوهیږي. د داسې ملتونو عوامو ته سازمان، اداره او بنسټ یا نهاد ټول په یوه معنی وي، نو کله چې د عوامو فشار د نهادونو د جوړولو لپاره نه وي زور واکان خپلسریو ته په خلاص لاس دوام ورکوي او په دولتي ادارو کې خپل نفوذ نور هم زیاتوي، دولتي او شخصي شتمنۍ غصبوي او لا نور شتمن کیږي. د ځان په شتمن کېدو، د خپلوانو په مقررۍ، په قوم پالنه او سمت پالنه لګیا وي او غواړي چې د قدرت ټولنیز جوړښت د ځان په ګټه و څرخوي.

تاسو ټولو به د همدې زورواکانو له نمایندګانو اوریدلي وي چې هغوی له اوږدو جګړو راپیښ حالت ته زموږ په هیواد کې خوشاله دي. هغوی چې د ټول ملت لپاره د نیکمرغۍ، سوله ییز او ټولنیزې پراختیا او پرمختګ څخه وروسته او د ریښتیني ټولنیز عدالت، چې یو څه زیات وخت غواړي، په ځای یوازې خپل زور او نفوذ ته غوره والی ورکوي نو نه غواړي چې له لاسه یې ورکړي.

په شړیدلو ادارو کې طبیعي ستونزې

د شخړو په بهیر او تر شخړو وروسته جنګ ځپلي خلک له یو بل سره د ګډ کار، ګډو آرمانونو او موخو کلتور له لاسه ورکړی وي، یو پر بل بې اعتماده وي، نه د مشر اطاعت کیږي، نه څوک کادر پیژني، عادي کارونه نه شي کولای د مقرراتو، د پیچلو کارونو، پروژو او مسئلو د حل لپاره د ستندردو پروسجرونو (Standard Operation Procedures or SOP)  وضع کول زده کړي او پلي کول خو یې لا پریږده. کله چې کوم بهرنۍ مشاور کومه لایحه او یا دا پورته SOP کومې ادارې ته جوړ کړي د هغو د پلي کولو لپاره نه له چا سره اراده، ژمنتیا او پوره پوهه وي. له همدې کبله ده چې زموږ لپاره د بهرنیانو په لاس جوړ شوي مقررات سمه پایله نه لري.

موږ کولای شو په یو څو ورځو کې د بل چا په مرسته یو سازمان، وزارت او یا کومه اداره جوړه کړو، مشران او مسئولین ورته غوره او ټول وسایل په اختیار کې ورکړو خو تر څو هغه سازمان په نهاد نه وي بدل شوی ډېر لږ څه کولای شي. په ملک کې د نهادونو رغول او پوخوالی ستونزمن کار دی ځکه چې هغه د انسانانو په عادت، کلتور او فرهنګ، نړۍ لید او نورو ټولنیزو ارزښتونو پورې تړاو لري او د دې ټولو یادو ښکارندو وده د زمانې په تیریدو، ښو ټریننګونو، ښې رهبرۍ او زیاتو امکاناتو، ټولنیز حالت، ثبات او نورو پورې اړه لری.

همدارنګه، وخت ځکه غواړي چې شخړو ځپلي خلک، کادرونه او مشران یې سمې پریکړې نه شي کولای، زورواکان په ټولنه کې راج چلوي، له نورو عامو خلکو هم لاره ورکه وي، خلک د بنسټونو او نهادونو په ځای په هغو شخصیتونو تکیه کوي چې خپله د ستونزې برخه دي. عام خلک ناهیلي، په قومي تعصباتو او کرکو کې راګیر وي، زیات خلک ځانته مدني فعالان، سیاسي تحلیل ګران او روڼ اندي وایي خو تر ټولو زیاته ستونزه په همدوی کې وي. داځکه چې جنګ په خلکو کې کرکې او نفرتونه، ناهیلۍ او بې باورۍ رامنځته کړي وي او دا بې باورۍ تر زیاتې کچې په سیاسي کړیو او لوستو کې وي. د همدې ادعا ښه ثبوت دادی چې د افغانستان ټول عوام او شریف قومونه خورا شریف او با وقاره، په هیواد مین، دینداره او زړور خلک دي خو خبره یو څو سیاسیونو د خپلو ځاني ګټو لپاره مرداره کړي ده.

خو څرنګه چې دا پورته یادې خبرې د حکومتولۍ او پراختیا مسلکي او پیچلي ښکارندې دي او عادي خلک د بنسټ یا نهاد (Institution) او نهادینه کی (Institutionalization)  په اصلي مفهوم، ستونزو، حل لارو او ورته د اړین وخت په مسئلو نه پوهیږي نو ځکه کله چې پرمختګ نه شو کولای نو ناهیلي کیږو، یو له بله، مشرانو او له دولته بیزاره یو او لاره هم نه مومو.

زما موخه دا نه ده چې زه دولت، وزارتونو، وزیرانو، امنیتي چارواکو، د پارلیمان غړو، سیاسی ګوندونو او نورو ته برائت ورکړم. په چارواکو کې مو ستونزې شته خو اصلي خبره داده چې حل لاره څه ده. آیا د څیرو په بدلون موږ د هیواد حالت بدلولای شو. تاسو وګوری چې زموږ پارلیمان په حقه او یا ناحقه زموږ پارلیمان څومره وزیران په دې څو کلونو کې له کاره وشړل او یا ولسمسر لیرې کړل خو زموږ درد یې دوا نکړ.

د کومې نړیوالې پوهې او تجربو په اساس چې دا لیکنه بنا ولاړه ده  یوازې د ناکامو څیرو په ادلون بدلون سره د ماتیدونکو ملکونو ستونزې موږ نه شو لیرې کولای. په دولتونو کې تر شخصیتونو بنسټونه (نهادونه) زیات رول لري نو که تاسو نهاد اصلاح نه کړی یوازې اړم یاست له شخصیتوتو اصلاحات غواړئ ناکامیږئ. په ماتیدونکي دولت کې هم ستونزه د شخصیتونو او څیرو په ځای په بنسټونو (نهادونو) کې وي او زموږ په دولت کې هم همدا کیسه سمه ده.

که په اوسنیو دولتي کسانو هر څومره فشار راوړو خو که د ناخوالو په ټولو لاملونو، د بنسټونو په کمښتونو او رغولو او ټینګولو، د قانون د حاکمیت په لارو چارو سم پوه نه شو او تر ټولو زیات په خپل سیاسی کلتور، نړۍ لید او عادتونو کې بدلون رانه ولو دا اوسني دولتي خلک او یا نور چې په راتلونکي کې ټاکل کیږي له بحرانه ملک نه شي را ایستلای. که په دې حالت کې هر څوک و ټاکو په همدې ترتیب چې اوس ناکام یو له ستونزو سره به مخ یاستو

نو که هر څومره مظاهرې وکړو، دا نظام چپه کړو، د دولت مشران وشړو، نوی راولو، که هر څومره زیات وزیران راولو بیرته یې له کاره لاس واخلو، څارنوالۍ ته یې ورمعرفي کړو، بندي یې کړو او ان د کم کارۍ له کبله یې اعدام کړو خو تر څو ځان د ستونزو په اصلي ماهیت پوه نه کړو، اړوندو مسئلو ته سم فکر ونه کړو، له نړیوالو اړوندو تجربو او پوهې کار وانخلو د حل لاره موندل راته حرام دي.

دا زما کوم شخصي نظر او تیوري نه ده. په دې زیات کتابونه لیکل شوي، نړیوال پرمختیايي سازمانونه ورباندې د تایید مهر لګوي، د نړۍ په وتلو پوهنتونونو کې د څیړنو په مرسته ثابت شوي حقایق دي چې باید موږ ورته پام وکړو. له بلې خوا زموږ مخې ته نور ماتیدونکي ملکونه هم شته چې پورته یې یو څو یاد شول او حال یې له موږ څخه زیات خراب دی او نه جوړیږي.

باید پوه شو چې د بحران اصلي ستونزه هغه خبیثه دایره ده چې جنګ او په دولت کې فساد او د قانون نه پلي کیدو رامنځته کړې ده. تر څو جنګ وي په دولت کې له زورواکانو او فساد سره پریکنده او پایله لرونکي اغیزمنه مبارزه ناممکنه ده. همدارنګه، تر څو په دولت او ادارو کې فساد وي د ملت او دولت واټن به ورځ تر بلې زیاتیږي او د نور جنګ لپاره به عوامل او انګیزې رامنځته کوي او دا خبیثه دایره به همداسې راباندې نوره هم تنګیږي او ملت به لا نور د خاینو کړیو په منګلو کې ځوریږي او دولت به مو له ماتیدونکي حالت څخه نه راوزي.

سپارښتنې او د حل لارې

  • راځئ د جنګ ټغر ټول کړو او سوله وکړو. باید پوه شو که سوله ونه کړو، نه دولت له ماتیدونکي حالت څخه را ایستلای شو او نه کوم بل ګټور کار کولای شو.
  • راځئ یو تریخ حقیقت ومنو چې سوله له دښمن سره کیږي، او بل سوله کول یوازې په خپلو شرایطو نه کیږي د بلې خوا خبرو ته هم باید غوږ کیښودل شي.
  • لوستو او روڼ اندو ته وایم، راځئ د بنسټونو یا نهادونو په اهمیت، د هغو د پرانیستي کیدو او ټینګښت په لارو چارو ځان او ملت پوه کړو، ترڅو د هغو په مرسته هیواد له ماتیدونکي حالت څخه راوباسو.
  • راځئ ټول افغانان پوه شو چې که دولت مو له ماتیدونکي حالت څخه راونه باسو، ملي بنسټونه (نهادونه) و نه رغوو، له خپلسریو تیر نه شو، قانون ته غاړه کینږدو هیڅ څوک نجات نه مومي.
  • راځئ ځان پوه کړو چې له اوسني حالت څخه د وتو لپاره یو موټی شو او له خپلو دیني، تاریخي غوره رواتو او عقلانیت څخه ګټه پورته کړو او بې ځایه احساسات پریږدو.
  • افغانانو تاسو ته وایم! ښایي تاسو ووایاست چې دا خو خیالي خبرې دي. خو زه وایم چې اوس دا یو منل شوی حقیقت دی چې زموږ د نجات لاره له همدې تیریږي. اې ربه توفیق!

په دې هیله چې خپل هیواد او دولت په ګډه، صبر او زغم سره له دې ماتیدونکي حالت څخه راوباسو او ریښتینې هوسایۍ او خپلواکۍ ته ورسیږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply