کاريزماتيک شخصيت/ ژ: موسکا رشيدی

0 828

داسې کسان به مو ليدلي وي چې ستاره يې پر نورو زورور دى، نور ژر تر تاثير لاندې راولي او په اسانه د خلکو بارو خپلوي. دې وړتيا ته په انګليسي کې کاريزما وايي!

اکثره د کاريزما له کليمې څخه کوم روښانه مفهوم نه لرو، چې کاريزما دقيقاً څه مانا ورکوي ؟ کيداى شي يوه مرموزه ځانګړتيا وانګېرل شي ، خو کاريزما قاطعيت ،هيجان ،شور او شوق نه دى؛ ځانګړى شخصيت او ښه راشه درشه هم نه ده. که څه هم دغه ټولې ځانګړتياوې تر يوې کچې پورې د کاريزما د ټولګې يوه برخه ده.

کله چې د کاريزماتيک شخصيت لرونکو کسانو سره مخامخ کېږو په اسانۍ سره يې پېژندلاى شو. دوی په يوه ډله، يا د نورو په منځ کې خا ص دي. مونږ ددوى په څنګ کې اوسېدلو سره د وياړ او لوى والي احساس کوو.

کاريزما يوازې جذابيت ،وفاداري، محبوبيت ، شور او هيجان درلودل نه دي. د هغه باور حس کول دي چې د مخاطب د ارامتيا او سکون سبب ګرځي.

American Heritage dictionary کاريزما داسې تعريفوي: «کاريزما د رهبرانو هغو شخصي ځانګړتياووته ويل کېږي چې په وګړو کې د خالص، ژور شوق او وفادارۍ سبب ګرځي.» ددې کتاب ليکوال زیاتوي: «کاریزما هغه ځوا ک دی چې وکولاى شي نور اړ باسي چې زمونږ غوښتنې په مينه ترسره کړي او تردې چې نور خلک هم اړباسي چې زمونږ غوښتنې ومني.»

د کاريزماتيک شخصيت درلودل اکتسابي دي؟

زه فکر نه کوم چې کاريزماتيک شخصيت درلودل دې کاملاً ذاتي خبره وي او قاعدتاً دې د ترلاسه کولو وړ نه وي. مېرمن Olivia fox Cabane  چې په دې اړه يې ډېرې څېړنې کړي پخپله يوه وينا کې يې دغه موضوع په ډېره جالبه بڼه توضيح کړې ده. دغه مېرمنه وايي: »کيداى شي ځينې کسان په پيدايشي بڼه کاريزماتيک شخصيت ولري، خو کاريزما د چلندو نو او صفاتو ټولګه ده او د ځينې خلکو د انګېرنو پر خلاف چې فکر کوي ذاتي او د انسان د وجود دننه سرچينه اخلي، ځينې برخې يې بايد زده شي.»

اوس سوال دلته پيدا کېږي چې کومو کسانو ته اړينه ده چې کاريزماتيک واوسي ؟

که چېرې يوې لويې موخې ته د ځان د رسولو په تکل کې ياست او غواړئ يو تل پاتې اثر له خپله ځانه پرېږدئ نو کاريزما به يې ښه وسيله وي.

که چېرته موږ نه غواړو چې د دغسې شخصيت درلودونکي واوسو او يا هم هېڅ اړتيا ورته نه لرو، د بېل ګېټس په وينا :که نه شئ کولاى چې يو ښه کار وکړئ نو داسې يوکار وکړئ چې ښه ښکاره شئ. نو د کاريزما پر مهارتونو پوهېدنه او ترې ګټه اخيستنه ضروري ده.

د کاريزماتيک شخصيت درلودونکي کسانو ځينې ځانګړتياوې:

۱ – ښه اوريدونکي دي او د خپل مخ په حرکاتو او اشاراتو سره مقابل لوري ته دا احساس ورکوي چې د خبرو اورېدلو ته يې ليوالتيا لري.

۲-  کولاى شي خپل ځينې عکس العملونه لکه خپله غوسه وځنډوي.

۴-  کله چې نه خاندي هم تل خوشاله ښکاري.

۵ – پرته له دې چې د نورو په اړه قضاوت وکړي، ورسره خواخوږي ښکاره کوي.

۶ – د نورو احساسات ښه درک کولاى شي.

۷ – له خپلو دوستانو سره دومداره اړيکې ساتي.

۸ – ځان د يوې خاصې طبقې او يا ډلې پورې اړوند نه ګڼي.

۹ – سربېره پر ځان نورو ته هم اهميت ورکوي.

۱۰ – ښه کيسه ويونکي دي او د خبرو پر وخت واضح تصويرونه خلکوته وړاندې کوي.

۱۰ – خپل احساسات څرګندوي او دا کار عيب نه ګڼي.

۱۱-  له رتبې څخه انسانيت ته زيات ارزښت ورکوي.

۱۲ – تل هڅه کوي چې حواس يې راټول وي.

۱۳ – په مناسب غږ خبرې کوي، داسې چې ښه واورېدل شي.

۱۴ – خپل عيبونه په سړه سينه اوري.

۱۵ – د خبرو په وخت کې د کلماتو په انتخاب کې دقت کوي.

۱۶ – د نورو په کمزوريو باندې ټينګار او دقت نه کوي.

۱۷ – د نورو هيلې ژوندۍ کوي.

۱۸ – له ژوند سره مينه لري او خپل مناسبتونه لمانځي.

۱۹ – هڅه نه کوي چې اداګانې ولري

۲۰ – له نورو سره د خبرو وخت کې په مبايل يا بل څه ځان نه مصروفوي.

۲۱ – خپل شته له نورو سره شريکوي.

۲۲ – د ژوند له ستونزو څخه شکايت نه کوي.

۲۳ – پرته له تمې نورو سره مرسته کوي.

۲۴ – د ظاهري او شخصي نظم درلودونکي دي.

۲۵ – دنه ويلو وړتيا لري، کله چې يو کار نه شي کولاى چا سره بې ځايه وعدې نه کوي

۲۶ – تل په ځان باور لري.

۲۷ – د خبرو اونطق کافي استعداد لري.

۲۸ – خلک له دننه څخه بهر ته راوباسي، داسې چې پوښتنې کوي، اوري اوتل مثبت اوسېږي. د خلکو ډاډ ترلاسه کوي چې د خپل زړه خبرې ورته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply