غزل / سید شاه سعود

0 2,093

ګلاب ترې هیر وي د سپوږمۍ هډو نامه نه اخلۍ
دلته خو څوک د زندګۍ هډو نامه نه اخلي

د وطن غم ترینه د مینې کیسه هیره کړله
اوس دا هلګ د دې جینۍ هډو نامه نه اخلي

هغه د اور لمبو کې ژوند مې راتازه شي راته
ما ته دې څوک هم د ځوانۍ هډو نا مه نه اخلي

هم دوۍ به وګورې چې ملا دې ماتوي او که نه
دا چې له تا د ازادۍ هډو نامه نه اخلي

د نجونو میره وه نکریزو به یې سا ایستله
اوس يې لاسونه د سیالۍ هډو نامه نه اخلي

سعود که ځان سره یواځې وي که خلکو سره
هم ستا کیسې کوي پردۍ هډو نامه نه اخلي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply