بیا هلمند په وینو ژاړي! /عبدالباري جهاني

0 1,716

بيا د ویر د اختر شپه ده بیا غمونه دي لیکو یې
بیا هلمند په وینو ژاړي لحدونه دي لیکو یې

موږ د مرګ په شپه پیدا یو پر تندي مو جنګ لیکلی
له قسمته چاته ورسو ازلونه دي لیکو یې

تور نصیب مو اخترونه، پسرلي کښلي په ساندو
د غوټیو په موسم کي خزانونه دي لیکو یې

هره شپه تر بلي سره ده هره ورځ تر بلي توره
د جانان وطن پر شونډو پرهارونه دي لیکو یې

څوک ټوټې ټوټې پراته دي څوک شملې په وینو راوړي
په زلمیو جنازو کي اخترونه دي لیکو یې

لا به څونه چیغي وکړو د بېړۍ د ډوبېدلو
د پاسته ساحل په غېږ کي توپانونه دي لیکو یې

د لېوانو له منګولو د قصاب چړې ته ځغلو
د لستوڼي په مارانو تاویزونه( تعویذونه) دي لیکو یې

یاسالار په سترګو ړوند دی یا غلیم مهار اخیستی
په سکروټو کي مزل دی رباتونه دي لیکو یې

جهاني راسره نسته د خوښۍ د ورځو زېری
قلمونه دي چي ژاړي غزلونه دي لیکو یې.

۲۰۱۷-۲۲-۶
ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply