د بریالیتوب مهم رازونه/ محمد یعقوب واحدي

0 1,833

انسان خدای پاک دټولو مخلوقاتو غوره مخلوق پیدا کړی، عقل او فکر یې ورکړی تر څود خپل ژوند ټول اړخونه په سمه توګه وڅیړي، چې خپل ځان او ټولنې ته  کار وکړي او په راتلونکي ژوند کې زیاتې بریاوي تر لاسته او په خپل ژوند کې یو بریالي کس شي.

هغه ډیر بد عادت، چې کیدای شي موږ او تاسي پري اخته یو؛ دادی چې ژر نهیلي او سختیوته تسلیمیږو.

ځینې مهال یواځې دلویې ستونزي سره په مخ کیدو هم موږ تښتو، سپیره توب مودې ته مجبوروي، چې د ځان لپاره اسانه لاره غوره کړو او د ستونزود حل کولو دکوښښ څخه خلاص شو کله مو چې مخې ته یوخنډ پیدا شي داخلي ځواک مو نړوي؛ نو موږ په تادې سره اعلان کوو، چې دغه ستونزه دحل کیدو نه ده او دهغې دخلاصولو لپاره هیڅ کوښښ نه کوو.

دفکر لاره د ډیرو کسانو په ژوند کې زیانمنه شوې وي، داځکه چې دغه کسان په حقیقت کې هلاک شوي، په خپل ژوند کې یې ډير فکرونه عملي کړي نه دي، خپل غوږونه یې دنورو ناامیده او بیکاره خلکو خبرو ته خلاص کړي او ځانونه یې دهغوی په رنګ رنګ کړي .

ددې لپاره چې قدمونه مو کلک شي او بیا کوښښ پیل کړو، پر موږ لازمه ده، چې دخپل داخلي ځواک په اړه باوري شو، که کله مو مخې ته یو خنډ راشي نو په خپل داخلي ځواک سره یې باید دفاع وکړو او له نهیلۍ پرې ځان خلاص کړو .

له دې امله موږ باید هغو غوږونو ته پیغور ورنه کړو، چې له دې ځواک څخه دګټې اخیستنې لپاره یې ایښي دي، ددې لپاره چې له ړنگوونکې بربادی سره مخ نشو.

ډیر داسي خلک شته چې پردې خبره به دې دقانع کولو کوښښ کوي، چې له خپله کاره تیر شې، درته به وایي: ته لیونی یې، داخوبونه دې نه ريښتیا کیږي، ځيني خلک به درپوري خاندې او ملنډې به در باندي وهي او ددې کوښښ به کوي، چې تاهم له خپلو ځانونو سره یو شان کړي.

ډیر ځله کامیابي هغه خلک تر لاسه کوي،چې په زړورتیا کار کوي، څوک چې له نتایجو وریږي، هغوی ډیر کم دکامیابۍ سره مخ کیږي. (جواهر لال نهرو)

خلک حالات او شرایط ملامتوي؛ خو زه پر حالاتو اوشرایطو باور نه لرم ځکه کامیابه انسانان هغه دي چې په دنیا کې خپلې خوښې شرایط پلټي، کله چې یې پیدا نه کړي؛ نو له خپلو ځانونو یې وضعه کوي. (برناردش)

موږ ددې لپاره غوځیږو، چې بیرته پاڅیږو، په جکړه کې ددې لپاره ماته خورو، چې حیرانوونکي بریا تر لاسه کړو، هماغه ډول لکه خوب چې ددې لپاره کوو، چې قوت او چستي مو ډيره شي کامیاب انسان هغه دی،چې د دندې تر پیدا کولو وروسته هم دکار پلټنه کوي. (برانیج)

انسان دهر هغه کار بنسټ دی، چې تر سره کوي یې ته باید پر ځان باور ولرې او که داسي ونه کړي؛ نو څوک به در باندې باور ونکړي. کوم شی چې دکوشش او پیسو پرته تر لاسه شي بې ارزښته وي. .(ارسطو) څوک چې ناکامي تجربه نه کړي،  په پوره کوښښ کار کولو ته زړه نه ښه کوي

انسانی اړیکي پالل دانسان لپاره دتنفس کولو په څیر دي او دا دواړه داسي شیان دي،چې انسان ژوند له ضایع کیدو وساتي. هغه تګلاره چې له زده کړي سره پیل شي، کیدای شي چې په راتلونکي کې دخپل څښتن دژوند حدود وټاکي.        (ورجنیا ساتیر)

کمزوري خلک په دوه ډوله دي : هغه کسان ، چې فکر کوي؛ خو کار نه کوي او هغه کسان، چې کار کوي خو هیڅ فکر نه کوي خلک دکامیابۍ باغچې ته پرته له دي نشي رسیدای، چې دستړیا ،کمزورۍ او ناامیدۍ له پړاوونو ور تیر نشي؛ خو دکلکي ارادې خاوندان په دې پړاوونو کې ډیر وخت نه ودریږي.

څوک چې دیوه کار کولو پر مهال دماضي تجربه په پام کې ونلري،هرومرو به له ناکامۍ سره مخ کیږي.داوسني نسل لپاره لویه اختراع داده،چې انسان کولای شي خپل ژوند دود بدل کړي،په داسي حال کې چې خپل عقلي لیدلوری نشي بدلولای.

نېکبختي دکار دسرته رسولو په خوند او نوښتگرهڅه کونکي په مستۍ کې پټه ده هغه اوه ساعتي پلان جوړونه، چې له فکر او ښکاره اهدافو سره مله وي، او ورځني بې فکره او بې هدفه کار څخه غوره ده.

کله چې له یو ستونزې سره مخ شوي؛ نو ځان له هک پک کیدو او پخوانیو فکرونو لري وساته، دپرېکړي په حقایقو او پالو ځان پوه کړه اوبیا هغه موقف او پریکړه غوره کړه، چې تاته پکې ډیر انصاف ښکاري، تر دې وروسته پر ټاکل شوي در یځ کلک ودریږه .

ناکامي یوه داسي ماتي ده چې دکامیابۍ فرصتونه راپیداکوي تیښته دناکامۍ يواځنی او لوی سبب دی،له دې امله تر څو چې کوښښ کوې،له ناکامۍ نه به خلاص وي دفکر،عمل او ناکامي منلو زړورتیا دبریالي کس صفات دي دپريشانۍ او سختو حالاتو پر مهال خپل ثبات او توازن پرځای ساتل درهبری ريښتني نښه ده. ریښتنی رهبر هغه دی، چې مسؤلیت پر غاړه اخلي او دانه وایې  چې زما تر لاس لاندې کسان ناکامه شول، بلکي وایي چې زه ناکامه شوی یم.

دډیرو انسانانو دخطاء کیدو لوی سبب داوي، چې دهغو پیښو په اړه یې (هو) ویلي وي چې په اړه یې (نه) ویل پکارو دهر ډول کامیابۍ تر لاسه کولو لپاره تر ټولو مهم شی پرکار ټینګار او ورته ژوره پاملرنه کول دي، ځکه داهره ستونزه لمنځه وړي باید هغه کارونه وکړو، چې دتر سره کولو هیڅ توان یې په ځان کې نه وینو.

صلاحیت دقوت سرچینه ده، ډیر ځلې استقامت لرونکی ریښتنی کس، چې خلکو ته گــټه رسوي، مشهور نه وي؛ خو دخلکوتر منځ یې عزت او احترام موجود وي، ځکه چې دکامیابۍ مضبوط بنیاد یې درولی او په ژوند کې به خامخا دهغې حق تر لاسه کوي کله کله تر ټولو سخته لار غوره کول ښه وي موږ باید ورته تیار ووسو، ځکه له سختیو سره عادت کیدل ټول کارونه اسانوي.

داپه یاد ولره، چې د(نه) کلیمه تاته په لاره کې د(هو) له تر لاسه کولو را ایساروي؛ نو د اړتیا پرته ژر چاته غاړه مه ږده، که څه هم چې پلار، دوست، خپلوان اوملګری دې وي، که څه هم چې په ښه نیت درته وایې، یو حقیقي دنده ته پیداکړه؛ خو ته پوه شه چې ستا خپل عقل ستا حقیقي دنده ده.

اوس خو به دې پیژندلي وي، چې کومودوستانو درنه درنه حلقه تاوه کړه ښه ورته وګوره او له ځانه وپوښته، چې ملګري دې له کاره ویستونکي او که په کارراوستونکي دي.

پای

۱۸/۴/۱۳۹۶

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply