روانه ستونزه او حل لاره یې! / قاسم باز

0 1,028

قاسم باز                                                                                     ۲۰۱۷/۱۲/۷

خوانندګان ګرامی .
این بیانیه  بنده  در سال ۱۹۹۵ در سیمینار بین الاافغانی بنام ( راه بیرون رفت و حل قضیه افغانستان ) که در هوتل انترکانتنینتال پیشاور پاکستان از طرف سازمان ملل متحد به حضور داشت نماینده خصوص ان سازمان اقای محمود مستری ترتیب ګردیده بود ایراد نمودم ، این بیانیه بنده از طرف اعضای محترم ان سیمینار به چک چک های متواتر استقبال ګردید. چون جریانات و واقع کشور تا بحال به عین منوال به کمکی تغیرات به پیش میرود خواستم ان بیانیه خود را که در جمع کثیر وطنداران خود ایراد نموده بودم بعد از ۲۲ سال با هموطنان خود شریک سازم. امید وارم مورد دلچسپی هموطنان قرار ګیرد. باید خاطر نشان سازم که این بیانیه در همان سال در مجله … که توسط اقای محترم امان رسول در پیشاور پاکستان  به نشر می رسید بچاپ رسیده.

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
قاسم باز، سال ۱۹۹۵ پیشاور پاکستان.

بسم الله الرحمن الرحیم.

چا په وخت د زنکدن ووی مجنون ته
وخت نازک دی په خوله یاد ولره خدای
ده ویل زړه می د لیلی د مینی ډک دی
په کښی نشته دی د نورو یادو ځای.
( خوشحال خان خټک )

ګرانو هیوادوالو او په دی سیمینار کښی محترمو ګډونوالو.
د اجتماعی علوم ځنی پوهان په دی عقیده دی او وایی چی ، جنګ په دوه ډوله دی . یو عادلانه او بل غیر عادلانه ،  ددی مقولی پر بنیاد  د روس سره د افغان ولس جهاد یو عادلانه جنګ دی، ځکه چی روسانو د افغان ولس په ملی حریم تجاوز کړی او دوی غوښتل چی زمونږ ملی فرهنګ، زمونږ استقلال نابود او له منځه یوسی. اما د تیرو څو کالو په اوږدو کښی په افغانستان کښی تنظیمی جنګونه غیر عادلانه جنګونه دی ځکه چی د جنګ دواړه خواوی د افغان بچیان، د یوه دین او ایین پیروان دی.
محترمو حضارو ښاغلو او اغلو.
په افغانستان کی اوسنی جنګسالاران په دی پوهیږی چی دوی د افغانستان د خپلواکی لپاره نه بلکی د پردو په لمسون او د خپلو شخصی جیبو د ډکولو لپاره جګړه کوی، افغانان وژنی، ښارونه ورانوی او د افغانستان سیاسی استقلال د خاوری تمامیت ته په ملی او بین المللی سطحه زیان رسوی.
محترمو حضارو.
زما ښه په یاد دی چی په کال ۱۹۹۲ ع کښی د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومی غونډه کښی چی د ملګرو ملتونو استازی بی ننسیوان د امریکی د هاغه وخت په نماینده ښاغلی پیتر تامسن تور و لګاوه او ویی ویل چی زما د صلحی د پروسی اصلی ناکام کوونکی دا ښاغلی دی.
ګرانو ورونو او خویندو.
ټول افغانان په دی ښه پوهیږی چی په افغانستان کی د جنګ اصلی محرکین څوک دی، خو هاغه د پیشو او موږکانو خبره ده، اصل حقیقت دادی چی د سولی پروسه یوازی د جنګیدونکو ډلو د تفاهم په واسطه منځ ته نشی راتلای بلکه د صلحی د عمومی پروسی په راوستلو کی یو مهم اقدام ګڼل کیدای شی. د دایمی سولی په خاطر دی ته اړتیا ده چی نه یوازی پخوانی جهادی تنظیمی مشران بلکی نور مهم ملی شخصیتونه تکنوکراتان او متخصصین هم په داسی پروسو کی ګډون و کړی. تر څو داسی یو نظام را منځ ته شی چی په خپله هغه نظام د سولی د پروسی تضمین کوونکی وی او په دی ترتیب د ملت اعتماد ورسره وی.
دافغانستان د اوسنی لانجی د حل په باره کی باید د یوی معقولی لاری کار واخستل شی ، په دی معنی چی ملی ګټی د شخصی او تنظمی ګټو څخه پورته و ګڼل شی.
لویه جرګه د شریعیت مطابق عمل دی او باید ټولی جګړه ماری ډلی د ملت د تمثیل په خاطر لوی جرګی ته غاړه کیږدی. په اوسنی وخت کی د جګړی یوه خوا په سیاسی اړخ او بله خوا په نظامی اړخ ټینګار کوی. خو باید هاغه خوا چی په نظامی اړخ ټینګار کوی وویل شی چی نظامی حل عادلانه حل نه دی.
سیاسی سوله ایز حل ګټی لری، که چیری د افغانستان روانه شخړه د سیاسی اړخ له لاری حل شی په یقینی ډول سره ویلای شم چی د افغانانو سره د خارجی هیوادو همدردی زیاتیږی او ممکن د افغانستان د بیا جوړیدو لپاره ډیری مرستی تر لاسه شی.
په هیواد کی د امنیت ټنګیدل یو حتمی او ضروری کار دی اما یوازی امنیت د خلکو لپاره د قناعت وړ نه دی په دی وخت او زمان کی خلک له خپل حکومت څخه دا توقع لری چی د معارف، صحت مسکن او کار لپاره مناسب شرایط او امکانات برابر شی.
حکومت کول او حکومت داری با کفایته، با تجربه ، پوهو او مسلکی اشخاصو ته ضرورت لری. نه څو جنګی جنګ سالارانو او نه څو تش په نامه علماو ته. داسی سوله چی هغه د افغانستان د تجزیی سبب وګرځی هیڅ افغان ته د منلو وړ نه ده، وطن دوسته افغانان په افغانستان کی واقعی سوله غواړی، داسی سوله چی په هغی کی د ټولو قومونو او پرګنو حقوق و ساتل شی، زما په نظر حقوق به ددی معنی و نه لری چی اکثریت او اقلیت دی یو شان امتیازات تر لاسه کړی، په واقعی سوله کی زیاتو ته زیاته برخه او لږو ته لږه برخه ور کړل شی.
محترمو خویندو او ورونو.
نړیوال باید سوله غوښتونکی افغانستان ته د دوست په سترګه وګوری، دوی دی، د دی هیواد اصلی وارثین د پردو د نوکرانو، جاه طلبانو ، له صف څخه بیل و پیژنی او خپلی بشری او سوله ایزی مرستی او ښی اړیکی دی همدغو اصیلو او غم ځپلو او د هیواد په درد دردمنو افغانانو سره جاری وساتی.
افغان ولس لکه څنګه چی په پخوانیو وختو کی د بشر د حقوقو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کړی اوس دا خپل حق بولی چی جهانی ټولنه باید د دوی د حقوقو څخه په بین المللی سویه دفاع و کړی.
افغان ملت د خپل سرنوشت د ټاکلو او د خارجی هیوادو د مستقیم او غیر مستقیمی لاس وهنی څخه  د خلاصیدو په خاطر په جهانی ټولنه غږ کوی چی په دی حقه لاره کی د افغان ولس سره هر اړخیزه همکاری و کړی. د خلکو د نورو اساسی حقوقو په جمله کی د سرنوشت د ټاکلو د حق خود ارادیت، انسانی کرامت ته په احترام خپله وجیبه تر سره کړی. همدارنګه جهانی ټولنه ایمانی او وجدانی دنده لری چی په افغانستان کی د سولی د ژر راوستلو لپاره عملی لاری چاری و لټوی او افغانان ددی ستر مشکل څخه خلاص کړی.
تر اوسه کوم مشکل چی د افغانستان ملت د هغی سره لاس او ګریبان او تر اوسه روانه جګړه یا ملی تراژیدی یی لا اوږده کړی ده په افغانستان کی د یوه واقعی با درده لیډرشیپ محور دی، تر څو چی ملی لیډرشیپ ملی محور د خپل کار او فغالیت د پاره او خطر قبول نکړی د سولی راوستل به اسانه خبره نه وی. زما په نظر تر څو چی د سولی سپین کوتری هاغه کوتری چی زمونږ د ملک څخه تللی دی بیرته رانشی سوله راوستل به ګران کار وی. وسلام
ستاسی د توجو څخه زیاته مننه
قاسم باز
په امریکا کی د تساند او همبستګی د انجمن د اجتماعی روابطو د کمیټی مسول.

از طرف راست به چپ
۱- محترم جنرال عبدالحکیم کټوازی، ۲- جناب سید اسحاق ګیلانی، ۳- جناب سردار سلطان محمد غازی، ۴- جناب پوهاند اضغرخان، ۵ـ جناب امان الله رسول، ۶- برادر قوماندان حاجی زمان ننګرهار، ۷- دوست قوماندان.
عقب : ، ۸-  داکتر کریم باز، ۹- ریس غلام محمد.
عکس از قاسم باز، در منزل داکتر کریم باز، پیشاور پاکستان سال ۱۹۹۵ بعد از ختم سیمینار ګرفته شده.

از راست به چپ:
۱- قاسم باز ، ۲- پوهاند اضغرخان، ۳- جنرال عبدالحکیم کټوازی.
در روز سیمینار ( راه بیرون رفت قضیه افغانستان ) در داخل هوتل انترکانتنینتال پیشاور پاکستان.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply