د ماتې په اړه د نړۍ د بریالیو کسانو څلور درسونه/ ژ: حسیب نورمل

0 703

۱: د ستونزو پروړاندې استقامت بریا ده

جف بزوس د آمازون د شرکت بنسټګر وايي(ما په امازون کې داسې تېروتنې کړې چې په هرې تېروتنې مې میلیونونه ډالره زیان کړی، خو بیا مې هم هېڅکله ځان ته اجازه نه ده ورکړې چې کار ودروم) جف وايي چې د ستونزو او خنډونو پروړاندې استقامت او صبر بریا ده. جف بزوس د آمازون د شرکت پراختیا او پرمختګ دلیل د ناکامیو زغمل او ترې درس اخیستل بولي. هغه ماتې یوه غیر اختیاري پېښه بولي او وايي چې ماتې موږ د نوښت پر لور سوق کوي. بزوس ماتې بده نه بولي خو پدې شرط چې ترڅنګ یې هڅه او استقامت وي.

۲:که پوهیږئ چې ماتې خورئ هڅه مو یو پر دوه کړئ

ایلان ماسک د اسپیس ایکس او تسلا شرکت بنسټګر دی، ماسک په خپلو کارونو کې د ناکامیو پوره تجربه لري خو همت یې نه دی بایللی، هغه د خپل شرکت تسلا په اړه وايي(کله مې چې د تسلا شرکت په چارو پیل وکړ فکر مې کولو چې حتمي به ماتې خورم، خو له دې منفي فکر سره سره مې هڅه او کوښښ کولو چې باید ددې ماتې پر وړاندې مبارزه وکړم که په لومړي ځل بریالی نه شوم ښایي په دویم، دریم او یا هم په څلورم ځل بریالی شم، همدا و چې د استقامت او هڅې په برکت هغې بریا ته ورسېدلم چې ما غوښته) ماسک وايي که پوهیږو چې ماتې خورو باید هڅه یو پر دوه کړو، دي وايي هغه کسان هېڅ نه دي بریالي شوي چې ماتې یې نه ده تجربه کړې.

۳: کار وکړئ له ماتې مه وریږئ

مارک زوکر برګ د فیسبوک بنسټګر وايي(هېڅکله دا فکر مه کوئ چې هېڅ به ماتې ونه خورئ، ماتې حتمي دي خو پام چې له هرې ماتې مو  لوی درس واخلئ او څو د بریا په لار کې ترې ګټه واخلئ)  زوکر برګ پردې باور دی چې بریالیو خلکو تر عادي خلکو ډېرې ناکامۍ تجربه کړې خو دوی دومره کړي چې له هرې ماتې یې پند اخیستی، زوکر برګ وايي کار وکړئ له ماتې مه وریږئ، ماتې هغه ښوونکی دی چې د بریا لار درښيي.

۴: ماتې د پرختګ پر وړاندې خنډ نشي کېدای
وارن اډاوارډ بوفټ د نړۍ دویم شتمن کس دی، دی په نړۍ کې د جامو ستر شرکتونه لري، دی وايي(ما ډېر ماتې تجربه کړې، تر اوسه مې یوه ماتې هم د پرمختګ په لار کې خنډ شوې نه ده بلکې لا یې هڅولی یم او قوت یې راکړی) اډاوارډ وايي زما سره له لومړیو دا فکر و چې باید په نړۍ تر ټولو شتمن کس واوسم، همداسې وشول دا اسانه نه وه له خورا ستونزو او کړوانو راتېر شوم چې بلاخره اوس مې د نړۍ د ملیاردرانو په لیست دویم نوم دی، بوفټ وايي ناکامي او ستونزې د انسان د پرمختګ خنډ نشي کېدای بلکې د هغه منفي فکرونه او لټي د پرمختګ خنډونه کېدای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply