د غزني سقوط سره مخ روغتونونو نوې نارواوې! /نورالامین امین

0 817

 

پر افغانانو که له لویه سره پاکستان په تیرو لسیزو کې په روغتیايي برخه کې تجارت او سترې سوداګرۍ وکړې؛ اوس یې په هیواد کې دننه د خپلو اجنټانو پر مټ د ځوریدلو رنځورو افغانانو د هډونو په شپیللو لاس پورې کړی دی، چې دا بوږنوونکې لړۍ د نورو ولایتونو په څير په غزني کې تر اوسه روانه پاتې شوې ده. په غزني کې د دولتي روغتیايي خدماتو نیم ژواندی حالت په تیره یوه نیمه لسیزه کې ددې ولایت د عامې روغتیا ریاست پر څوکۍ د عطامحمدنور تقلیدګرې ضیاګل اسفنديي ځان سریښول ددې سبب شول، چې هر څه له نشت سره برابر او د هر ډول پرمختګ څخه شاته پاتې شي په داسې حال کې چې ددې ولایت ګاونډیو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه روغتیايي خدمات د غزني د ملکي روغتون روغتیايي خدماتو په کچه دي او دا بیا هم د غزني عامې روغتیا او په دې ولایت کې د فاسدو ، غاصبو او سترو زورواکو واکمني او پر څوکیو دوامدار او اوږدمهاله ځان ټینګولو چارې پایله ده.

د غزني ولایت کې د عامې روغتیا پخوانۍ رئیسه ضیاګل نه یوازې دا چې په دولتي او له دولت باندې سیاسي کړیو په ملاتړ یې ځان له یوې نیمې لسیزې زیات ځای پر ځای کړی ؤ او د روغتیايي برخې خدماتو پروژو پیسې یې په پښتني سیمو کې د نا امنۍ په پلمه په خپل او نورو یادو جیوبونو کې ځای پر ځای کړې؛ بلکې یوه زیاته برخه یې د دولت مخالفینو ته هم ورسولې او له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه یې د باج اخیستو چل او لارې هم طالبانو ته وروښودلې، چې ددې ټولو فشارونو غوړ د ولس له خواورو هډونو وزي. یادې رئیسې پر خپلې څوکۍ د تلپاتیدو لپاره ګواښمن عناصر د ریاست او نورو موسیسو په لویو دندو وګمارل ، د پښتون میشتو سیمو میلیونونو ډالرو پروژو پیسو باندې یې خپله شخصي سوداګري پیل کړه او هر ځل به چې د غزني عامې روغتیا بست اعلان ته ولاړو، نو دې به د خپل ډک جیب په مرسته دا بست له آزموینې وروسته له تکړه با استعداده نورو ګډون کوونکو څخه وګاټه او دا موضوع د غزني ټولو وګړو ته د لمر په څير روښانه ده او هغوی چې د یادې فاسدې لخوا نازول شوي دي په هر مجلس کې ترینه خوږه یادونه کوي او فرښته صفته رئیسه یې بولي او دا نه وايي چې فرښتې(!) ضیاګل اسفنديي جیب ته تر اوسه پورې په غزني کې ددې لخوا جوړو شویو خیالي روغتونونو پیسې ځي او څه برخه یې د سیمې فسادو چارواکو ، طالبانو او کلیوالي مشرانو جیبونو ته هم رسیږي.

د دې ټولو یادونه مې پورته په لنډ ډول ځکه وکړه، چې د معلم عطامحمد نور په څير ضیاګلې هم د غزني د عامې روغتیا پر ریاست تړلی ؤ او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې نه یوازې دا چې په دولتي روغتیايي خدماتو کې نوښت او بدلونه رانه وست بلکې تر پخوا یې هم کمزوری کړ او تر ټولو بده یې لا دا چې خصوصي روغتیايي خدماتو د کیفیت کچه یې هم را ټیټه کړه؛ ځکه خصوصي روغتیايي خدماتو مرکزونه اوس ټول د پاکستاني مافیايي کړیو درملو د شرکتونو په واک کې دي او یاده مافیا د ښار ډاکټرانو ته د مداري ویزیټورانو له لارې ټیټ کیفیته درمل وړاندې کوي او د ولس وینو سوداګر یاد ډاکټران پر ځوریدلي خوار ولس له اړتیا پرته درمل تپي او د درې قلمه پر ځای د پنځلس قلمه درملو په تطبیق سره ناروغ حالت کوما ته رسیږي. خو په بدل کې یې یاد ډاکټران چې د ولس په وینو یې دا ډول سوداګري پیل کړې ده د پاکستاني ، ایراني او … هیوادونو د ټیټ کیفیته درملو کمپینو څخه لوړ مادي امتیازات ، د حج عمرې لګښت او تر ټولو شرموونکی امتیاز د دوبۍ ، ترکیې ، سینګاپور ، لبنان ، هند ، تاجکستان او … ته د عیاشۍ سفرونه دي، چې د یادو کمپنیو لخوا ورته ډالۍ کیږي، خو خوار ولس په دې غولول کیږي، چې کوم ډاکټر چې زیات درمل درکړي ورسره جوړیږې او چې کله ډاکټر د عیاشۍ لپاره دوبۍ ، ترکیې ، سینګاپور ، لبنان ، هند ، تاجکستان او … ته تللی وي ، نو ورته ویل کیږي، چې : ((ډاکټر صاحب د علمي سیمینار لپاره تللی دی)).

ددې ډول نارواوو تر سره کوونکي ډیری شخصي روغتونونه دا مهال د سقوط په حالت کې د ناروغ له اړتیا پرته درمل پر ناروغ پلوري او له والي نیولې بیا تر روغتیايي او امنیتي لویو او وړو مسؤلینو ټول د فیل په غوږ کې ویده دي او په دې ټولو نارواوو ځانونه نه خبروي دوي نه یوازې دا چې هیڅکله په دې تړاو کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی بلکې د خصوصي سکتور څخه په رڼا ورځ د وسله والو مخالفینو لخوا باج اخیستلو په اړه یې هم ځانونه کاڼه او ړانده اچولي دي، چې دا به له خپل ځان سره سترې بدې پایلې ولري او بیا به یې هم درد ځوریدلی او خوار ولس زغمي او دوي به د خیر په غونډۍ ورته ناست وي.

له ولس سره د درملو شرکتونو او ډاکټرانو نارواوو په اړه د مستندو سترګو لیدلي حالت لنډ نچوړ مې دلته په لیکنه کې را وړم تر څو چارواکي پرې لږ غوږ وګروي او د خوار ولس له دردونو خبر شي.  د غزني ښار کلاسبز زیارت ختیځ لور ته د درملو عمده پلورنځيو مارکیټ مینځ دوهم پوړ کې یو روغتون ته مې یو ملګري، چې په دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی څو ورځې وړاندې بوتلم او د غزني خصوصي روغتیايي خدماتو حالت چې په کې د خوار ولس هر اړخیزه چور او تالان روان ؤ د سر په سترګو ولید؛ هلته مې د یوې ناروغې نسخه ولیدله چې د عادي تبې لپاره یې له لسو ډیر معاینې ورته کړې وې او د درملو نسخې له لوستلو سره مې هغه وخت ټکان وخوړ، چې کله مې په یوسلو شلو قوي انلجیزیک ټابلیټو سترګې ولګیدې په همدې ډول یې ورته نور انټي بیوټیک درمل او د ایپیلیپسي ضد درمل هم لیکلي وو او کله چې د ناروغې پایواز د روغتون له درملتون څخه درمل یوه پنډه درمل راواخیستل، نو له دوو زرو زیاتې پیسې یې ورکړې. ملګري ښوونکي مې ما ته دا ټول موضوعات تشریح کول او بله ورځ یې د کلاه سبز بازار اړوند یو بل شخصي شل بستریز روغتون ته وروستم ، چې هلته بیا د ناروغانو پر جراحۍ ګڼې پیچلې معاملې روانې وې او د ښار په دریم پلان کې مې بیا داسې یو لوی روغتون هم تر سترګو شو، چې عاجلو ناروغانو ته یې د مفلسه پایوازانو  له سوال او زاریو سره سره د فیس تر تحویلولو وړاندې د بستر کولو هیڅ ډول اجازه نه ورکول کیده او تر ټولو ځوروونکې یې لا دا چې ګڼ شمیر ناروغانو د ګڼو ډاکټرانو د انتظار خونو کې دا راته وویل چې د شپې ناوخته یې ناروغ په بیړني حالت کې ملکي روغتون ته وروړی او نوکریوال ډاکټر له لنډمهالې درملنې وروسته، چې ناروغ بشپړ نورمال حالت ته نه دی راغلی دا سپارښتنه کړې ده چې سبا سهار یې دده شخصي کتنځي او کلینیک ته د بشپړې درملنې لپاره وروړي. ملګري مې تر دې ټولو وروسته بیا د هغه یو خپلوان چې د درملو یوه شرکت سره ویزیټور ؤ او د درملو لپاره یې مارکیټینګ کاوه راوښوده او یاد ویزیټور ویل چې د شرکت لپاره یې په دوو ورځو کې په غزني کې له یو لکو کالدارو زیات درمل د ګڼو ډاکټرانو په ملتیا خرڅ کړي دي او ده ته یې له لسو څخه تر پنځلسو سلنه ګټه ورکړې ده او په دې درملو کې پر ده سربیره ډاکټر او درملتون خاوند هم خپله لویه برخه ګټه ترلاسه کوي او ویزیټوران د خپلې دلالۍ په برکت ډاکټران امتیازاتو ته هڅوي او د هر ډول اضافي درملو چې که اړتیا یې هم نه وي پر ناروغ تحمیلوي. د یاد ویزیټور د خوښې وړ ډاکټران هماغه وو کوم چې موږ یې په روغتونونو او د کتنځایونو انتظار خونو کې لسګونه ناروغان له پنډ پنډ درملو سره تر سترګو شوي وو.

نو اوس دا ډاکټران ، ویزیټوران ، د روغتونونو مشران ، د درملتونونو فارمسیستان او د درملو شرکتونو خاوندان په دې ډول ګټلو پیسو باندې د کورنۍ لپاره د اخیستل شوې غوښې او میوې د خوړولو پر مهال به داسې احساس ونه کړي چې د غریب ولس غوښه خوري او هډوکي یې شپیلي. آیا ددوي لپاره همدا عبرت بس نه دی چې د زړه ناروغیو په ګډون یې ګڼې ناروغۍ ځوروي او ګټل شوې پیسې ورنه په هند ، ترکیې او جرمني کې د درملنې پر مهال ځايي ترجمانان او کمیشن کاران لوټي؟.

نو په پای کې یو ځل بیا دا یادونه کوم چې له عام ولس سره په غزني کې د خصوصي سکتور دا نارواوې د پاکستان ، ایران او نورو افغانستان دښمنه هیوادونو په خوښه ، غوښتنه او ځانګړې سپارښتنه او لارښوونه تر سره کیږي، چې ددې ټولو مخه باید ستر سرکار او با احساسه لوی چارواکي ونیسي او پر وړاندې یې جدي اقدام وکړي او پر دې سربیره دې د درملو لوی شرکتونو خاوندان ، ډاکټران ، فارمسیستان او ویزیټوران دلالان هم په خپلو ګریوانونو کې سرونه ټیټ او د خپل وجدان قضاوت ته دې هومره غوږ شي لکه څومره چې د خپل نفس غوښتنو ته غوږ وو!!!!.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply