ډالري ملا صبور؛ بیا مست شوی / خوشحال آصفي

0 1,269

وروسته له هغې چې افراطي ملا او د جمعيت اصلاح سياسي جريان مشر ملا صبور تير کال د افغانستان د خپلواکۍ اتل ستر غازي امان الله خان باندې د کفر فتوا ورکړه او نوموړی يې بې دينه ياد کړ؛ اوس يې يو ځل بيا ستر غازي پسې؛بد رد ويلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې د ملاصبور بيلابېلې څرګندونې رااخيستل شوي چې له پراخو غبرګونو سره مخ شوې. ملا صبور ويلي چې د انګريزانو په مقابل کې د امان الله خان جنګ غزا، نه بلکې بغاوت و. همدارنګه صبور زياتوي؛ د امان الله خان کافر محبوبیت ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی او خلک یې خپل ملي اتل او غازي بولي، په مونږ ټولو فرض ده چې مخه یې ونیسو. د ټولنيزې ميډيا ځينې کارونکي بيا د ملا صبور له خولې وايې چې ويلي يې دي څوک چی د خپلواکۍ جشن لمانځي مرګ يې روا ده ځکه چی امان الله خان کافر وو.

له نېکه مرغه تيره ورځ په ارګ کې افغان ولسمشر غني يو ځل بيا د افراطي ملا صبور په خولې د افغانیت کلک ګوزار ورکړ او د ځوانانو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې غازي امان الله خان د ټول ولس قهرمان او د تاريخ اتل ياد کړ. دا د جمعيت اصلاح سياسي جريان د مشر ملا صبور په خولې کلک ګوزار و چې غني ورکړ او ثابته يې کړه چې غازي امان الله خان تر هغې ډير لوړ دی کوم چې ملا صبور او يا د هغې همنظره يې فکر کوي.

د ستر غازي او د افغانستان د خپلواکۍ د اتل امان الله خان شخصيت، علميت او همت خو د افغانستان په ګډون ټولې نړۍ ته ښکاره دی او کال په کال د زمري ۲۸ نېټه په افغانستان کې د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کيږي چې د نور مجاهد ولس په مرسته غازي امان الله خان د وخت له ستر ځواک انګريز څخه ترلاسه کړې. د ستر غازي مېړانه زمونږ د ولس د فرد فرد په ذهن کې شته او د تاريخ په زرينو کرښو ليکل شوې ده. د سپې په خوله سيند نه مرداريږي، دلته که د آی ايس آی په پيسو چليدونکی افراطي ملا صبور د ستر غازي پسې هر څه وايې؛ د خلکو په زړونو کې د غازي محبوبيت لا زياتيږي او ورځ تر بلې د ملا صبور اصلي څېره خلکو ته معلوميږي.

وایی چی یوه ملا د سهار لمونځ جماعت ورکاوه نو د اول رکعت په سجده کې ترې باد ولاړل او نری اواز یې وکړ. په لومړي صف کې ولاړو مقتديانو يې اواز واوريد خو ملا فکر وکړ چې چا به اوریدلی نه وي. په ډاډه زړه يې جماعت ته دوام ورکړ او ښه اوږده سورتونه یې په کې وویل. کله چې جماعت خلاص شو نو یو سړي ملا ته وویل چې واه ملا صیب واه ، څه کمال دې وکړ. په پنچر ټاير دې د کلي ټول خلک راورسول. نو اوس افراطي ملا صبور هم په دغه ډول کرغېړنو څرګندنو غواړي په پنچرو ټايرونو ستر غازي امان الله خان ته ځان ورسوي او هماغه ډول په خلکو کې شهرت پيدا کړي. چې اصلاً دا خوب و خيال دی چې د ملا صبور په شان پردي جاسوسان دې ګويا حتی په خوب کې هم د ستر غازي امان الله خان په شان د نوم او منزلت خاوندان شي.

که څه هم د ملا صبور ايمان له وړاندې خلکو ته معلوم و خو دا چې په وروستيو کې يې د انګريزانو په خلاف د ستر غازي امان الله خان مبارزه او جنګ بغاوت ياد کړ نو پر ځان يې پښه ټاپه ووهله چې دی (ملا صبور) اصلاً د انګليس جاسوس دی او د انګريزانو په غوښته د ډالرو په مرسته د افغانستان د ستر ملي شخصيت سپکاوی کوي. دا ځکه چې امان الله خان د مجاهد او غيور ولس په مرسته د وخت زبر ځواک انګليس پسې راواخيستله او ورته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او افغانستان ته يې د خپلواکۍ وياړ ورپه برخه کړ. اوس چې ملا صبور دانګريز په مقابل کې د امان الله خان جګړې او مبارزې ته بغاوت وايې؛ معنا يې همدا شوه چې ملا صبور د انګليس جاسوس او لاسپوڅي دی او څه چې ورته انګريز امر کوي هماغه ترسره کوي.

خو اصلي خبره دا ده چې ملا صبور ولې دومره زړور شو چې يو ځل بيا د افغانستان د خپلواکۍ ستر اتل غازي امان الله خان پسې خپله بوينه خوله راخلاصه کړي او پسې بد رد ووايې؟

تير کال هم ملا صبور ورته څرګندونې کړې وې او امان الله خان يې کافر بللی و، خو له بده مرغه چې هاغه مهال د ملا خبرې يواځې د ولس تر کچې وغندل شوې خو حکومت په کې خپل رول ادا نه کړ. حکومت بايد تير کال ملا صبور د افغانستان ملي نواميسو او تاريخي شخصيتونو ته د سپکاوي په تور د زندان تورو تمبو شا ته غورځولی وای خو له بده مرغه چې ولس قضايې او اداري ارګانونو او دا ارګانونو حکومت ته په تمه و، خو حکومت بېچاره خولو ته غټ سنګين قفلونه اچولي و او په غوږونو يې پردې ښکته کړې وې. نه يې ملا صبور ته څه وويل او نه يې د نوموړي سياسي جريان ته څه وويل. هماغه و چې ملا صبور زړور شو او يو ځل بيا يې د خپلواکۍ د ستر اتل په مقابل کې خپله بوينه خوله راخلاصه کړه. دا ځل باید حکومت د ملا صبور خبرې بابيزه ونه بولي ګنې خدای مه کړه سبا ته به يو ملا صبور په لسګونو ملا صبوران شي او بيا به مو د تاریخ هر ستر شخصيت د دغو وايروسونو له ضرره په امان نه وي پاتې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply