اقتصادي پراختيا څه شی ده؟/ ژباړه:محمدحامد اکبري

0 2,051

د بشري ژوند کيفيت او حالت تل د زده کړې،پوهې او تجربو په زياتوالي سره ښه والی مومي او وده کوي،د صنعتي انقلاب وروسته د لويديځو هېوادونو د چټکو پرمختګونو څپه پيل شوه،جاپان وکولای شول تر يو حده پورې د لويديځ د نولسمې او شلمې پېړيو اقتصادي ودې بهير ته ځان ورسوي؛خو تر دې مهاله ختيځو هېوادونو دا بهير تجربه نه کړ،تر دې چې ځينې هېوادونو مخ پر ځوړ حرکت وکړ،په دې هېوادونو کې ځينې ټوټه ټوټه حرکتونه تر سره شول مګر دا چې د ټولنې له جوړښت سره نه وو برابر د ملاتړ وړ ونه ګرځېدل او ډېر ژر يې توقف وکړ.د اروپا د صنعتي کېدنې او په لويديځو هېوادونو کې د تکنالوژۍ د ودې فشارونو او په ورته وخت کې د کمزورو مستعمراتي هېوادونو د بازار په واک کې راوستل د دې سبب شول چې په لنډ وخت کې د دوه قطبونو (پرمختللي يا پراختيايي او وروسته پاتې هېوادونو) ترمنځ اختلافونه لاپسې ژور شي.

بايد زياته کړو چې د اقتصادي ودې او اقتصادي پراختيا د مفهومونو ترمنځ توپير شته،اقتصادي وده،کمي مفهوم او اقتصادي پراختيا کيفي مفهوم وړاندې کوي.

اقتصادي وده:

په يو هېواد کې د لوی اقتصاد په کچه په يو ټاکلي کال کې د تېر کال د مقدار په پرتله د توليد زياتوالی دی. په مطلوب کال کې د تېر يو کال په پرتله د ناخالص ملي توليد (GNP) يا د کورني ناخالص توليد (GDP) زياتوالی اقتصادي وده بلل کيږي.

په بل عبارت د يوې ځانګړې دورې په لړ کې د هر متغير کمي بدلون ته وده وايي. د ټولنې د اړتياوو د پوره کولو لپاره د ټوليزې عرضې د زياتوالي په پار د توليد د ظرفيت اوږدمهاله زیاتوالی دی.

اقتصادي وده د توليد يا سړي سر ملي عايد په زياتوالي دلالت کوي،که په يو هېواد کې د توکو او چوپړتياوو توليد په هر ډول زياتيږي نو ويلی شو اقتصادي وده رامنځته شوې.

اقتصادي پراختيا:

د فزيکي،بشري او ټولنيزو ظرفيتونو په پام کې ساتلو سره د توليدي ظرفيتونو له زياتوالي سره تړلې وده پراختيا بلل کيږي او يا هم اقتصادي پراختيا په اقتصاد کې له بنسټيزو بدلونونو سره مل اقتصادي وده ده او د فزيکي،بشري او ټولنيزو ظرفيتونو سره يو ځای د توليدي ظرفيتونو لوړوالی دی.

پراختيا د ټولنې ټول اړخونه پوښي او نه شو کولی په يوه ځانګړي برخه کې ترې يادونه وکړو،پراختيا ځانکړې پوله،حد او چت نه لري؛دا چې له انسان سره تړلې پديده ده نو ځکه خو ټول اړخونه په بر کې نيسي.

اقتصادي پراختيا لاندې موخې لري:

  • په ناخالص ملي توليد کې د صنعت د سهم زياتوالی او د کرهڼې د سهم کموالی.
  • د ښاريانو د شمېر زياتوالی او د کليوالو د شمېر کموالی.
  • د ټولنې د رفاه او شتمنۍ په کچه کې زياتوالی.
  • د کار او روزګار رامنځته کول.

اقتصادي پراختيا په پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو کې يو له بل سره توپير لري،په پراختيايي هېوادونو کې د هغه اصلي موخه وګړو ته د امکاناتو او رفاه رامنځته کول وي،په داسې حال کې چې په وروسته پاتې هېوادونو کې د غربت له منځه وړل او د ټولنيز عدالت پلې کېدل د هغې اصلي موخه وي.

د اقتصادي پراختيا له شاخصونو څخه په لاندې ډول يادونه کولی شو:

د سړي سر عايد شاخص:

د يو هېواد ملي عايد پر نفوس ويشو سړي سر عايد لاسته راځي.دا ساده او د ارزونې وړ شاخص په بېلابېلو هېوادونو کې معمولا د پرمختللو هېوادونو د سړي سر عايد له کچې سره پرتله کيږي.

د پېرودنې د ځواک د برابرۍ شاخص (PPP)

دا چې د سړي سر عايد شاخص د هېوادونو له محلي قيمتونو څخه محاسبه کيږي او په معمولي ډول په هېوادونو کې د محصولاتو او چوپړتياوو بيې يو شان نه دي نو د پېرودنې د ځواک د برابرۍ له شاخص څخه ګټه اخيستل کيږي،په دې ډول په هر هېواد کې د بېلابېلو توکو د توليد مقدار د يادو توکو په نړيوالو قېمتونو کې ضربيږي او له لازمو اصلاحاتو وروسته د هغې ناخالص ملي توليد او سړي سر عايد محاسبه کيږی.

د پايښت لرونکي عايد شاخص (GNP,SSI)

د سړي سر عايد د نيمګړتياوو د پوره کولو او د پايښت لرونکې پراختيا په پام کې ساتلو سره د پايښت لرونکو عوايدو په شاخص باندې اکتفا کيږي چې په دې طريقه کې د ژوند د چاپېريال هغه لګښتونه چې د توليد او اقتصادي ودې په لړ کې رامنځته کيږي هم په ملي حسابونو کې منل کيږي چې په پای کې د ودې او پراختيا کچه لاسته راځي.

د انساني پراختيا شاخص (HDI)

دا شاخص په کال ۱۹۹۱ زيږديز کې د ملګرو ملتونو سازمان له لوري وړاندې شوچې د دې پر بنسټ د سړي سر حقيقي عوايدو شاخصونه،اړتياوې او زده کړې ته لاسرسی هم محاسبه کيږي.

ويلی شو د پراختيا د پېژندنې لپاره د مهمو نظرياتو له ډلې يو دا دی چې پراختيا له اقتصادي ودې سره يو شان نه ده،ښايي په يو هېواد کې سړي سر ملي ناخالص توليد زياتوالی موندلی وي چې له دې کبله د عايداتو نابرابري ډېره محسوسه وي،غربت ته لږه پاملرنه شوي وي او د پراختيا نورې موخې بدتره شوي وي؛دې حالت ته له منفي پراختيا سره اقتصادي وده نوم ورکولی شو چې په هغه کې د دې سره سره چې سړي سر عوايد زياتوالی کړی د وګړو د ژوند په کچه کې ټيټوالی راغلی.

اقتصاد پوهانو داسې فکر کاوه چې وده او اقتصادي پراختيا په يوه مانا او د دې دوو اصطلاحاتو تر منځ اختلاف د هغې په استعمال پورې تړلی،وده د پرمختللو هېوادونو او پراختيا د مخ پر ودې هېوادونو لپاره کاريږي،منل شوی نظر دا و چې اقتصادي وده به له اقتصادي پراختيا سره ملګرې وي،که چيرې يو هېواد وکولی شي اقتصادي وده؛د بېلګې په ډول په يو محصول کې او په اوږدمهال کې ۷ سلنه وده طی کړي نو پراختيا ته رسيږي؛مګر له دې وروسته چې زياتو هېوادونو د ودې دا کچه  په اوږد مهال کې تجربه کړه،په پای کې پراختيا ته ونه رسېدل،د عوايد وېش يې بې انډوله شو،مطلق فقر،نابرابري او وزګارتيا زياته شوه،په دې نظريه بيا غور وشو او پراختيا يې د ټولنې د هر اړخيزې ودې او د ټولنيز ژوند په کچه کې د غوره والي په مانا وپېژنده.

د نوبل جايزې ګټونکی آمارتياسن،د پراختيا اساسي موخه وده نه،بلکې د با ارزښته او خپلواک ژوند لپاره د انسان د وړتياوو او ظرفيتونو د زياتوالي په پار له دې ودې څخه کار اخيستل ګڼي او پراختيا هغه مهال پر ځای بولي چې د خپلواکۍ ضد عوامل له منځه لاړ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم له ۱۹۹۰ زيږديز کال راهيسې د انساني پراختيا په شاخصونو،چې ټولنيزو معيارونو لکه:ژوند ته هيله لرل،د د زده کړې کچه،د ماشومانو مرګ ژوبله،ټولنيزو او سياسي خپلواکيو او نورو برخو ته شامليږی،له دې سربېره په سړي سر عوايدو او د پېرودنې په ځواک باندې ټينګار کوي.

بايد وويل شي چې د څېړنو لپاره لګښتونه،پراختيا او د تکنالوژۍ پرمختګ د لګښتونو د کمښت،د ګټې او صادراتو د زياتوالي سبب ګرځي.نوې تکنالوژي د توليد د عواملو د پياوړتيا او په توليداتو کې زياتې تنوع سبب ګرځي،د دې سربېره د توليد د نسبي لګښتونو او همدارنګه د شرکتونو او په پای کې د هېوادونو  د نسبي مزيت د زياتوالي سبب ګرځي.

د څېړنو،پراختيا،نوښت او نوې تکنالوژۍ لګښتونه اقتصادي بنسټونو ته دا اجازه ورکوي،چې خپلې توليدي وړتيا ته وده ورکړي چې دا کار هم د ظرفيت د ودې،د لګښټونو د کمښت،د کيفيت د زياتوالي او د توکو د تحويل د چټکوالي سبب کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply