لمر وهل / ژباړن؛ جمشيد غزنيوال

0 1,671

د ګرمي موسم روان دی، لمر تېزي کوي او په ځينو سيمو کې خو يې ان د جل وهنې ستونزې هم پېښې کړې دي. ځينې کسان د لمر وهلو ستونزې ته ډېره توجه نه کوي، ځکه يې همدا بې‌پروايي د ناروغۍ سبب ګرځي، دغه ناروغي ان پر مرګ تمامېدای شي.
ډاکټر سارا سالاريان باور لري چې مقطعي او کمه لمر وهنه دې هم جدي ونيول شي، دلته به له ګرمي د ځان ساتلو په هکله ولولو، بل دا چې د دې ناروغۍ پر وړاندې لومړنيو مرستو ته تياری مو زده شي او و يې نيسو.

لمر وهل
له لويه سره د لمر وهلو ستونزه په دريو برخو وېشل کېږي؛
ا. کمزورې لمر وهنه
ب. منځنۍ کچه
ج. شديده کچه
د لمر وهلو په کمزورې درجه کې ماشومان، چاغ کسان، ډېر خولې کېدونکي وګړي، د زړه ناروغان، رواني مريضان او هغه انسانان شامل دي چې د بدن اوبه يې کمې وي. د دې درجې ناروغي نښې د عضلاتو شخوالی، ستړيا او د سر ګرځېدل دي.
د ګرمي وهلو دويمه درجه متوسطه يا منځنۍ ده چې ډېری وخت هغه کسان وهي چې کار يې مستقيماً تر لمر لاندې وي. که مو تر خوله کېدو وروسته يو دم ډېرې او هغه هم بې‌مالګې اوبه وڅښلې، بد وضعيت مو پسې بدترين کولای شي. د دې کچې د ناروغي نښې ټينګه تنده، سردرد، خواګرځېدل او ګيچي ده.

شديده لمروهنه
دغه ډول يې خورا خطرناک باله شي او دغسې ګرمي په هغو ورځو کې ډېره وي چې باد نه لګېږي او هوا هم لږ لږ رطوبت ولري. په دغه ډول لمروهنه کې د بدن د تودوخې درجه تر ۴۰ سانټي‌ګراډ لوړېږي. تهوع «خولې ته ترخې اوبه راتلل» تشنج او د هوښياري کمېدل د همدې ناروغۍ د تشخيص نښې دي.

د ګرمي وهل
کله چې د انسان د بدن د ګرمي سیسټم له تنظيمه ووځي او غيرعادي کښته پورته ولاړ شي، د ګڼو ستونزو سبب کېږي. کله چې د تودوخې درجه لوړه شي، معمولاً موږ وايو چې پلانی لمر وهلی دی. د دې علت دا دی چې يا ناروغ بلا ډېر وخت لمر ته تېر کړی او يا داسې يو څه پېښ شوي چې په بدن کې يې د تودوخې درجه مخ پورته بيولې ده. دغه وخت بدن خپله تودوخه په طبيعي شکل نه‌شي کمولای، بلکې لا پسې زياتېږي.
د ګرمي وهل د بلې هرې ناروغي غوندې بېلابېلې درجې لري، کله کله کېدای شي چې له پېښېدو سره سمه يې مخه ونيول شي، مګر په يوه جدي ناروغي هم تبديلېدای شي.

د لمر وهلو نښې نښانې
دا په ياد لرئ چې د لمر وهلو ناروغي په يوه جدي ستونزه بدلېدای شي، کله چې د بند د حرارت درجه لوړېږي، د بدن خوله زياتېږي او تر معمول حد لوړ مايعات ضايع کېږي.
په دغو اوبو کې د بدن له‌پاره ګټوره مايع هم ضايع کېږي، ځکه خو د بدن مقاومت او د وينې فشار ورسره ټيټېږي. په دې اساس زړه او مغز ته وينه سمه نه رسېږي، کله چې دغه نښې وليدل شي د دې ناروغي په هکله غور مهم کېږي.
د لمر وهلو د ناروغۍ له‌پاره ګڼې نښې نښانې شته چې پرې پېژندلای يې شو او تر ضررونو وړاندې يې مخه ډب کولای شو.

د ادرار کمښت
کله چې د بدن اوبه ضايع کېږي د وينې فشار ورسره ټيټېږي او پښتورګيو ته وينه سمه نه رسېږي، د ادرار حالت خورا ټيټ حد ته رسېږي. څنګه چې ادرار له بدنه د اوره او کراټين غوندې زهري مواد باسي، د ادرار کمېدل د دې سبب ګرځي چې همدا زهريات پر خپل ځای پاتې شي.
ډېری ډاکټران پر دې باور دي چې که دغه زهري مواد په بدن کې برحاله پاتې شي، د مرګ سبب ګرځېدای شي، که بيا هم ژوندی پاتې شي د پښتورګيو په ستونزو اخته کېږي او ممکن اوږدمهاله دياليز شي.

سر ګرځېدل
کله چې د وينې فشار ټېټيږي، مغز ته وينه سمه نه رسېږي، ځکه خو ناروغ د سر په ګرځېدو اخته کېږي. د سردرد دغه ستونزه وار په وار مخ بره ځي. د سر نيولی حالت د هغو ستونزو له ډلې يوه ناروغي ده چې عواقب يې له خطره خالي نه دي. کله کله ناروغ له همدې حالته نيمه‌بې‌هوښي ته تلای شي او پر ځمکه يې د لوېدو امکان دی. په دغه حالت کې لاس تر زنې ناسته په کار نه ده، که له ډاکټر سره سمه مشوره او تشخيص و نه‌شي، نورې ستونزې هم ايجادوي.

د پوستکي وچېدل
له پوستکي وچېدلو منظور خشکي وهل نه دي، کله چې بدن اوبه ضايع کوي د پوستکي طراوت او تاندوالی کمېږي. دغه نښانه هم د دې سبب ګرځي چې تاسې د لمر وهلو ناروغي ورباندې وپېژنئ.

د لمر وهلو نورې نښانې
ستړيا، سرګرځېدل، د هوښياري د سحطې ټيتېدل، د تبې لوړېدل ان تر ۴۱۱ درجې پورې، د عضلاتو شخوالی، خوا ګرځېدل، تشنج، د زړه د ضربانو ډېرېدل او… هغه نښې نښانې دي چې کله انسان ګرمي وهلی وي، په بدن کې يې پيدا کېږي.

له ګرمي سره څه وکړو؟
کله چې مو دغه نښې نښانې له لمر يا ګرمي سره تر تماس وروسته په ځان کې وليدې، ښه دا ده چې ډاکټر ته ولاړ شئ. کله چې ډاکټر ته تګ ته تيارېږئ، دغه کارونه وکړئ؛
• لومړی خو ګرمي وهلی ناروغ له ګرمي يا لمره سيوري او ساړه ځای ته بوځئ.

• داسې يې پرېباسئ چې پښې يې د سر تر اندازې لوړې شي، که بې‌هوښه وي په اړخ يې څملوئ.

• کالي يې وباسئ، لومړی يې پر سر، غاړه او بيا يې پر تندي، ورغويو او پښو پر تلو يخې ټوټې کښېږدئ چې رطوبت او سړښت پکې پيدا شي. کله چې مو يخ ټوکر پر غاړه او بدن ور کېښود، باد پکه هم ورته ووهئ. که يې عضلې شخې شوې وي، ورو ورو يې ور مساج کړئ. که په حال وي، مايعات ورکړئ چې د بدن د اوبو کمی يې جبيره شي.

څه وکړو چې لمر مو و نه وهي؟
که په ګرمي کې کار ته مجبور ياست، ګرمو سيمو ته سفر لرئ يا داسې ځای ياست چې له سړې هوا او اوبو سره مو رابطه کمزورې وي، دلته موږ ځينې لارې در ښيوو په نظر کې يې ونيسئ. تجربي ښيي چې بدن کابو په دوې اوونۍ کې له لمرينو شرایطو سره توافق پيدا کولای شي.

• ځان ته تګلاره جوړه کړئ
که مو لمر ته د کار کولو واک خپل وي، داسې تګلاره جوړه کړئ چې د ډېرې ګرمي په وخت کې له کوره مه وځئ او دباندې کارونه مو هغه وخت ته وساتئ چې هوا معتدله او ګرمي کمه شي.

• پوښاک
د ګرمي پر وړاندې د وړ جامو اغوستل د دې ناروغي د پېښېدو امکان کمولای شي. په دوبي کې داسې جامې مه اغوندئ چې ډبلې وي، د خوله کېدو مخه نيسي يا لمر جذبوي.
که لمر ته ډېر ګرځئ، سر هيڅکله لوڅ مه پرېږدئ، پيک‌داره خولۍ خورا اغېزناکه تمامېږي. د دې برخې ماهران د مخ نقاب او د لمر ضد کريم هم ښيي چې بايد کارونه يې هېره نه‌شي.

• څښاک
مخکې مو وويل چې انسان هغه وخت ګرمي وهي چې د بدن اوبه يې تبخير او کمې شي، که غواړئ چې لمر مو و نه وهي، اوبه او نور مايعات وڅښئ او هغه وخت خو يې بېخي مه هېروئ چې خولې شئ.
که لمر ته په کار لګيا ياست، د اوبو يو پاک پتکی درسره ګرځوئ چې تنده مو ماته کړي. د ګرمي د ډېرېدو په صورت کې اوبو ته لېمو ور واچوئ او بيا يې وڅښئ، مګر که ورزشکاران ياست او يا مو بدني فعاليت او کار داسې وي چې انرژي مو پرله‌پسې مصرفېږي، اوبه او نور مايعا قطعاً مه پرېږدئ.

• خوراک
کوښښ وکړئ چې د ګرمي په شپو ورځو کې سپکه غذا وخورئ، څومره چې دروند خوراک خوړل کېږي، هماغومره په بدن کې ګرمي زياتېږي. سابه ډېر خورئ او هغه سابه لا ګټور دي چې اوبه او پوټاشيم ولري، دغه دوه عنصرونه په هندواڼه، خټکي، ګيلاس، شفتالو، الو او… کې ډېر دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply