داسې ماشوم چې په مغزو هر څه ويني

0 1,301

ساينس وايي، که انسان خپل حواس زيات فعال کړي، کولای شي له سترګو پرته هم څه وويني او و يې پېژني.
راځئ نن په سرخط کې د يوه هندي ماشوم په اړه ولولئ چې پر سترګو پټۍ تړي او داسې کارونه کوي چې سترګور يې هم په اساني نه‌شي کولای.
دغه ماشوم جيټ ټري ويډي نومېږي او په هند کې اوسي.

دی وايي، کلونه يې پر خپلو حواسو کار وکړ او اوس يې ماغزه دومره فعال کړي دي چې سترګې وتړي هم، هر څه ويني او پېژني يې.
ده پر سترګو پټۍ تړلې او د هند تر ټولو پر لوړ سړک يې په تړليو سترګو څلوېښت کيلو مټره موټر سايکل چلولی دی.
په ساينسي ژبه دې چارې ته ميډ براين ايکټوېشن وايي.

جيټ ټري ويډي وايي، دی نه يوازې په پټو سترګو موټر سايکل چلولای شي، بلکې کولای شي په پټو سترګو د ده پر خوا ورويشتل کېدونکي شيان ونيسي، په ستن کې تار وپېي او په دې سربېره په پټو سترګو له دريو تنو سره شطرنج وکړي او ورڅخه و يې ګټي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply