ستړی او غیر نورمال خوب/بخت الرحمن شرافت

0 1,120

 

خوب دانساني مشین هغه برخه ده چې په کولو سره یې انسان د تیري ورځي کړنې او چارې خوندي کوي او د راتلونکي ورځي لپاره یې کارکولوته اماده کوي.

کچیري کوم کس دڅو اونیو لپاره پرلپسي د غیرنورمال او ستړي خوب څخه شکایت ولري، دغه کس باید دخوب دتنظیم او ترتیت لپاره کوم ډاکټرته ورشي.

دنا ارامه او ستړي خوب نښي نښانې

بستر باندي دخوب په نیت څملیدلو څخه وروسته تر ډیره وخته خوب نه راتلل.

دشپي لخو وار وار له خوبه څخه راویښیدل.

که څه هم دشپي لخوا مو پوره خوب کړی وي، خو د ورځي لخوا بي وخته او بي اختیاره خوب راتلل.

له کافي مقدار څخه زیات خوب کول ((( په خوب نه مړیدل)))

په مجلس یا کومه ناسته کې یودم دعضلاتو کمزوري کیدل، او دخوب داسي غلبه راتلل چې کنټرول کول یې واک کې نه وي.

شپې لخوا د ویري په حالت کې وار وار له خوبه را پاڅیدل، ګډ وډ او ویریدونکي خوبونه لیدل

دخوب په حال کې ولاړیدل او قدم وهل.

کچیري کوم کس له بد او غیر عادي خوب څخه شکایت لري، خوب یې خراب او غیر منظم وي، دغه کس دي لومړی خپله دخراب خوب دسمولو کوښښ وکړي، نه دي کوم ډاکټر ته ځي او نه دي کومه دوا خوري خپله دي دخوب د سمولو او تنظیمولو کوښښ وکړي

ماښام دي وختي څملیدلو عادت جوړ کړي، سهار دي وختي دپاڅیدلو کوښښ وکړي، سهار له پاڅیدلو وروسته دي د بیا خوب کولو چورت هم نه وهي

دسهار لخوا څخه دي په باقاعده توګه دنیم ساعت لپاره قدم وهل دځان عادت وګرځوي.
دماښام ډوډۍ دې اقلا له پریوتو څخه دوه ساعته وړاندي وخوري.

بستر باندي له څملیدلو څخه وروسته دي له دنیاوي کارونو او چارو سره په مخه ښه وکړي مآثوري دعاوي دي ضرور ووایې، پرښي اړخ د پریوتو کوښښ دي وکړي، له څملیدلو څخه وروسته که بیرته اړخ بدل کړي پروا نلري.
پر ښي اړخ له خوب کولو څخه مطلب دخوب کولو په پیل کې ښي اړخ باندي څملیدل مطلب او غرض ئ، کچیري دخوب په حال کې اړخ بدل کړي بده نه ده، ځیني خلګ ټوله شپه یو اړخ باندي دپریوتو کوښښ کوي چې دا ښه عادت نه دې ځکه داسي کولو سره خوب کونکی کس دمغزي یوه خوا کې د درد شکایت کوي او کله کله بیا کومه اوږه کي هم تکلیف احساسوي.

ددي لپاره چې ښه خوب ولرو باید بستر باندي څملیدلو څخه نیم یا یو ساعت وړاندي ټولو ستړي کیدونکي کارونو ته، که څه هم ورزش وي په مخه ښه وکړو، او دا چې اعصاب مو ارام شي او ورځني ژوند او خوب ترمنځ مو لینک قطع شي باید له خوب کولو څخه مخکې کوم کتاب ولولو،البته کتاب باید داسي کتاب نه وي چې زمونږ له ورځني کار سره اړه ولري یا کوم درسي کتاب وي، بلکي عام کتاب تاریخي یا کوم بل مالوماتي کتاب، او یادي ورځینو مالوماتو باندي مشتمل کوم ژورنال ولولي.

یو مجربه او عملي نخسه چې دښه خوب کولو ضمانت درکوي، هغه د ورځې لخوا قیلوله کول دې، کچیري غواړو چې خوب مو ډیر ارام او مستریح وي قیلوله کول ژوند کي عادت وګرځوو، قیلوله له زوال څخه وروسته بیا د مازیګر د څلورو بجو ترمنځ نیم ساعت خوب کولو ته وایې

قیلوله باید له نیم ساعت یا څلویښتو دقیقو څخه زیاته ونکړو، ځکه له دغه مقدار وخت څخه زیاته قیلوله کول پرځای ددې چې خوب مو منظم کړي، بي خوبي مو لري کړي، نور مو خوب نا ارامه وي او له ستړي خوب سره مو لاس او ګریوان کوي.

نوټ:تر ډيري کچې پوري باید ستړی خوب په دوا نه بلکې د ژوند چارو کې دتغیر او طرزالعمل په بدلولو سره تداوي کړو، البته که په پورته ذکر شویو تغیراتو او کړنو سره بیا هم له نا ارامه او ستړي خوب سره لاس او ګریوان یو، دغه صورت کې باید کوم ((خوب تراپیست)) یا ډاکټر ته مراجعه وکړو.

ځکه غیر مستریح خوب نه یواځي دا چې شپه مو نا ارامه وي بلکې دنورو ډیرو ناروغیو او نا خوالو لامل هم کیدلی شي، ناارام او ستړی خوب مو زړه باندي بد اثر پریږدي، د ویني فشار مو ورسره لوړیږي، بډوګي مو متاثره کوي، او په ذهني افسردګي او پریشاني مو اخته کوي

ویښ وګړي…….ویښ ملت
سالم فکرونه…..جوړصحت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply