او د امريکا ولسمشر وويل…

0 619

“د لوړې تر مراسمو لږ وروسته مې د دفاع وزیر جېمز ماټېس او خپلو یو شمېر سلاکارانو ته امر وکړ چې په افغانستان او جنوبي اسیا کې د امریکا د ماموریت د ارزونې تر څنګ، د دې سیمې په اړه سټراټېژي هم جوړه کړي. د دې هڅو په پایله کې مې د افغانستان او جنوبي اسیا له‌پاره درې مهمې پرېکړې وکړې.
لومړی دا چې زموږ خلک باید د خپلو مالي او ځاني قربانیو پایله ډېر ژر احساس کړي.

دویم دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ژر وتلو پایلې، روښانه او هغه څه دي چې زموږ له‌پاره د منلو نه دي. د سپټمبر د یوولسمې پېښه چې زموږ د تاریخ یو تور څپرکی دی، په افغانستان کې پلان شوې وه، ځکه هلته یو داسې رژیم حاکم و چې ترهګرو ته یې پناه ورکړې وه.

د عراق د پرېښودو پایلې ټولو ته روښانه دي، تاسې ولیدل چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته عراق د داعش ډلې په مرکز بدل شوی. د خپلو مخکنیو مشرانو دا تېروتنه به هيڅکله په افغانستان کې تکرار نه‌شي.
درېیمه پرېکړه دا چې موږ د امریکا پر وړاندې سترو تهدیدونو په اړه هوکړې ته رسېدلي یوو، همدا اوس په افغانستان او پاکستان کې نږدې شل ترهګرې ډلې فعالیت لري. باید ووایم چې پاکستان هم په خپله خاوره کې ورانکاره او ترهګرو ته ځای ورکړی دی.

موږ له کلونو راهیسې پاکستان ته میلیارډونه ډالر ورکړل، په داسې حال کې چې د پاکستان دولت د هغو ترهګرو ملاتړ کوي چې موږ اوس په جګړه ورسره بوخت یوو. دا وضعیت باید تر هر څه ژر بدل شي.
له همدې ځایه ده چې د افغانستان او جنوبي اسیا له‌پاره زموږ د سټراټېژي یوه برخه له پاکستان سره معاملې ته ځانګړې شوې. موږ له دې وروسته په پاکستان کې د ترهګرو ډلو او طالبانو د مرکزونو په اړه چې د سیمې امنیت تهدیدوي، چپ نه‌شو پاتېدای.

د پاکستان خلک هم د ترهګري قرباني دي، مګر د پاکستاني دولت له خوا ترهګرو ته د پټنځایونو ورکړه بايد هېره نه کړو. موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د هند له رول هرکلی کوو، دې هېواد د افغانستان د پرمختګ له‌پاره زیاته مرسته کړې ده او بیا هم ترې غواړو چې د افغانستان په اړه له موږ سره مرسته وکړي.

موږ به له دې وروسته افغانستان ته د خپلو عسکرو د لېږلو او هلته د عملیاتو په اړه هيڅ هم و نه وایوو. د افغانستان له‌پاره زموږ سټراټېژي پر مهالوېش نه ده ولاړه، بلکې په دې اړه به هره پرېکړه د وخت او حالاتو په درک او لیدو سره کېږي.
تر دې وروسته به نه وایو چې د افغانستان په کوم ځای کې ترهګر په نښه کړو او په دې اړه هيڅوک هم پوه نه‌شي. د امریکا متحده ایالات به د طالبانو د نسکورولو له‌پاره د افغان دولت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، مګر باید روښانه کړم چې افغانان دې هم خپله ونډه تر سره کړي او خپله دې خپل هېواد ته سوله راولي.

موږ به له افغانستان سره د یوه ښه ملګري په توګه پاتې شو، مګر موږ به ورته و نه وایو چې خپله ټولنه او دولت څه ډول رهبري کړي، موږ ملت‌جوړوونه نه کوو.
باید ښکاره ووایم چې زموږ ژمنې نامحدوده نه دي او زموږ مرستې به هم سپین چیک نه وي. افغانان زموږ له ګډ دوښمن سره په جګړه کې ښکېل دي او هر څومره چې د دوی ملاتړ وشي زموږ ونډه به کمه شي، موږ یې بریا غواړو، باید څرګنده کړم چې زموږ پلان له نظامي اړخه د یوه هېواد د ابادولو او د خلکو د ژوند د بدلون په اړه تغیير کړی دی. افغان دولت باید په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخه کې خپله ونډه ادا کړي. له تاسې ټولو مننه!”

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply