د پاکستان څارګرې ادارې ته د جاسوسي ډلو ننوتل/حمیدالله فیضي 

0 1,212

پاکستاني رسنۍ د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس لیکلي دي چې یوې غښتلې او پیاوړې جاسوسي ډلې د پاکستان په استخباراتي ادارې کې نفوذ کړی او د دې هېواد مهم استخباراتي معلومات یې یوه ناڅرګند هېواد ته لېږدولي دي.

ایکسپریس نیوز د رویټرز د راپور پر بنسټ ادعا کړې ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارو پټ معلومات له ۲۰۱۶ څخه لیږدول کیږي او تراوسه پورې معلومه نه ده چې دا کار څوک کوي، چې ورځ تر بلې د پاکستان د اټومي پروګرام د لاسه وتلو احتمال پراخوي او ترهګریزو ډلو ته یې د لاس ورتلو شونتیا زیاتوي.

تردې مخکي هم ویرې شتون درلود چې احتمال زیات دی، څو د پاکستان هستوي بمبونه به د ترهګرو او دهشت ګرو ډلو لاس ته ولویږي، خو په دې کار سره چې د پاکستان څارګرې ادارې ته جاسوسي ډلو لاس رسی پیدا کړی دا احتمال نور هم زیاتوي چې د پاکستان اټومي توکي به د ترهګرو لاس ته ولويږي.

د رویټرز خبري اژانس د وینا له مخې چې دا ستر جاسوسي فعالیت ښایې د وړو ډلو له خوا ترسره شي او په وروستیو کې یو موخې لپاره راټول او دا کار ترسره کړي. امریکا متحده ایالات باید مخکې تردې چې دا سرطاني دانه، یعنې پاکستان وشړیږي او د ترهګرو په نظامي اډه بدل شي باید مخه یې ونیول شي او په پاکستان کې د ټولو ترهګریزو ګروپونو د ځپلو او له منځه وړلو په اړه جدي ګامونه پورته شي.

ویل کیږي دغه جاسوسي ډلې د پاکستان د پوځ استخباراتي سیستم ته ننوتي او له لېرې یې په هغو کې راز راز سافټ وېرونه فعال کړي او په وسیله یې پټ معلومات وباسي.

که چیرې دا کار همدا ډول دوام پیدا کړي ښایې ډير ژر ترهګریز ګروپونه هم د پاکستان اټومي پروګرام ترلاسه او په نړۍ کې د هستوي جګړې احتمال زیات کړي، چې بیا یې مخنیوی هم ناشونی دی. امریکا متحده ایالات باید وخت له لاسه ورنکړي او د پاکستان د هستوي پروګرام واک په خپل لاس کې واخلي او په پاکستان کې په عملي توګه پوځي اقدامات پیل کړي، څو ټول ترهګریز ګروپونه چې سیمې لپاره ګواښ دی، له پښو وغورځوي او د پاکستان د هغه سیاست مخه ډب کړي، چې په سیمه کې د جګړې په رامنځته کولو کې خپلې ګټې لټوي.

دیادونې وړ ده چې دغو جاسوسي ډلو ډيرۍ تمرکز د کشمیرې بیلتون غوښتونکو او د آسیا د امنیتي ادارو پر معلوماتو دی، خو لاهم څرګنده نه ده چې دا معلومات کوم هېواد ته لیږدول کیږي، خو د دې احتمال هم شته چې دا معلومات په پاکستان دننه ترهګریزو ګروپونو ته ورسیږي، څو د پاکستان ټول نظامي او سیاست قدرت په خپل واک کې واخلي.

کله چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا د افغانستان او سویلي آسیا په اړه  ستراتیژي اعلان شوه، د پاکستان پر حکومت دومره فشار زیات شوی چې د ځان د ژغورنې لپاره هر خس او خاشاک ته لاس اچوي، خو امریکا باید کره وي چې وسله وال ترهګر او ویره خپرونکي ګروپونه لدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې پاکستان د نړیوالو په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالتونو پر وړاندې ونه کاروي.

د امریکا متحده ایالتونو سره د پاکستان ودریدا او د سولې او ثبات د پروسې پر وړاندې یې خنډ جوړیدل  او د پاکستان د بربادۍ په معنی دي. دغه هېواد باید پوه شي چې ترهګرو او ویره اچوونکو او ژونکو ګروپونو سره ملګرتیا دوامداره نه وي او په وروستۍ کرښه کې خپل مالک او صاحب لاندې کوي او په خپله له ستونزو او خنډونو سره لاس او ګریوان کوي.

اوس مهال په پاکستان کې د القاعدې، داعش، لشکر طیبه، لشکر جنګوي، تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، حقاني او لشکر جنګوي په ګډون دوه دیرش ترهګریزې ډلې فعالیت لري چې یوځل یې نوملړ هم د افغان حکومت له خوا د پاکستان لوري ته سپارل شوی، چې افغانستان، هندوستان او د سیمې نورو هېوادونو ته ترهګر استوي او د امریکا متحده ایالتونو د سولې اوثبات ټینګیدا پروګرام یې هم له لویو لویو خنډونو سره لاس او ګریوان کړی دی.

داچې تردې مهال امریکا متحده ایالتونو ولې د پاکستان پروړاندې اقدام نه کاوه، اصلي لامل یې د امریکا متحده ایالتونو باور ؤ چې ګواکې پاکستان هم د ترهګرۍ قرباني دی او له نړیوالو په ځانګړي توګه امریکا متحده ایالتونو څخه یې جوپه جوپه پیسې ترلاسه کولې چې د ترهګرو سره په مبارزه کې لګوي، خو اوسمهال د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته څرګنده شوه چې پاکستان د نړیوالو په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالتونو پیسې او امتیازات د ترهګرو د ځپلو لپاره نه بلکې د ترهګرو د روزلو او تمویلولو په موخه لګوي او وروسته لدې پاکستان سره د مرستې لړۍ نه بلکې د مبارزې بهیر پیلوي.

په داسې حال کې د پاکستان  په استخباراتي اداره کې د جاسوسي ډلې د نفوذ خبره کیږي، چې تر اوسه پورې پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د پوځ ویاند دا خبره رد کړې، چې ګنې جاسوسي شبکو د دوی  استخباراتي سیستم ته لاره پیدا کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply