ارګ خپل ولس ترهګر بولي

0 949

د هرات د شينډنډ په بخت‌اباد کې امريکايي الوتکو بيا د عامو وګړيو جونګړې په بمونو ويشتې دي، پنځه‌لس تنه يې شهيدان کړي او همدومره نور يې ژوبل کړي دي.
په شهيدانو کې ښځې، ماشومان او سپين‌ږيري هم شامل دي.
ارګ پر دغو بمباريو له زړه خوشاله دی، په دې چې خپل ولس ورته ترهګر ښکاري، ځکه خو يې د غندنې پر ځای ستاينه کوي.

د هرات د والي وياند ويلي دي چې دغه بريد د ترهګرو پر يوه مرکز شوی، خو عام خلک ځکه په‌کې شهيدان شوي دي چې کورونه يې دغه مرکز ته څېرمه وو.
ده فرمايلي دي چې سيمې ته يې پلاوی لېږلی او هغه په څېړنو بوخت دی. دا نو داسې ده لکه هم چې مړ يې، هم پړ يې، هم دې په وازه خولې پورې خندا کوي او هم دې پر قبر متيازې پسې کوي.

تر اوسه مو ليدلي دي چې يو پلاوی سيمې ته تللی وي، حقايق يې رابربنډ کړي وي او بيا د هماغو حقايقو په رڼا کې د ولس په ګټه پرېکړه شوې وي؟
په دغو تېرو شپاړسو کالو کې دې حکومت د يوه پلاوي د لېږلو ګټه د بېلګې په توګه ولس ته وروښيي، موږ به بد وکړو چې بيا حکومت ته تر ګل ترخه وکړو، که نه نو حکومت بد کوي چې په وينو لړلي او په اوښکو کې غرق ولس ته داسې خبره کوي. دا د ولس له‌پاره تر ښکنځلو کم الفاظ نه دي.

ښاغلی وياند يوه بله سپين‌سترګي هم کوي.
وايي، د ترهګرو په مرکز کې نولس تنه بنديان وو، هغوی ټول ژوند تښتېدلي دي.
عجيبه خلک دي، په سترګو کې خاورې شيندل هم يو حد لري. بمباري دومره ويجاړی وکړ چې د ترهګرو مرکز خو يې ويجاړ کړ چې ويجاړ شو، سلګونه مټره هاخوا يې د کليوالو په کورنو کې د ماشومانو زړونه وچوول او پر ويده سپين‌ږيريو يې بامونه راونړول، خو په مرکز کې دننه بنديان داسې جوړ پاتې دي چې سربېرن لا نه دي ټپي شوي، تښتېدلي دي.
خدای خبر ارګ او د ارګ بې‌کفايته ملګري به پر دې ولس تر دې لا څومره نور رشخند وهي؟
د دې شهيدانو سپېڅلې ارواوې به لا څومره ځورول کېږي او د دې هر دم شهيد ولس پر يتيمانو به لا څومره ملنډې وهل کېږي؟

هم بې‌ګناه يم، هم بمبار راباندې شوی دی، هغه هم د پردي له الوتکې، هم شهيد يم، هم مې کور وران شوی دی، هم مې خپل ارګ ترهګر بولي، هم راباندې رشخند وهي او هم مې په مرګ خوشاله دی.
دا ولس نور تر دوو سپږمو رارسېدلی دی. دې حکومت ته نور د حوصلې پيمانه تر ژيو ډکه ده، دا ولس نور چوي، دې ارګ دا هېواد لکه د اختر اوښ، اووه ځايه حلال کړی دی.

هره ورځ د ولس تر رګو وينې دارې وهي، يوه نه بله ورځ د ولس پر کور بم لوېدلی دی، نيم ولس کنډې کپر اندام اندام شو او ارګ په جنګ پسې تر پرديو راغليو، زيات د پرديتوب چلند کوي.

ارګ ته ولس ترهګر ښکاري، غني د ترهګرو پاچا دی، د ارګ د ملاتړو ټيکټونه تيار په جېب کې دي، دا نن که د ارګ بغل ته يو ځانمرګی وشي، که د ارګ يو مامور وګواښل شي، هماغه ورځ به ارګ تش وي او اندام اندام ولس به پر رڼه ميدان د دوښمن تر چپاوونو لاندې سلګۍ وهي.

ارګ پر دېوالونو جوړولو د ولس او حکومت تر منځ واټن کموي، د ولس نېکې هيلې او مينه که د پولادو سيخونه هم شي، تر دې ډبرينو دېوالونو نه‌شي تېرېدای.
بمبارۍ په هيڅ صورت د زغملو نه دي، خو تر هغه له زغمه وتلې خبره دا ده چې پر ولس دغه ټولې بمبارۍ د ارګ په خوښه شوې دي.
زموږ د ټولو شهيدانو خون د ارګ په غاړه دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply