ژوند/ علم ګل سحر

0 1,807

ژوند څومره تنګ دی
او وخت څومره لنډ دی
سړی د کومې خوا شي
نن مو په کلي کې دوه پیښې وشوې
هلته د کلي ادې کونډه مړه شوه
هلته حاجي صاب له مکې راستون شو
موږه حیران پاتې وو
چې اول کوم وپالو
کونډه په دې دنیا کې نه لري څوک
بیګا یې لوږې نه ورکړې وه ساه
باید چې نن مو خښه کړې وای ژر
دلته تیاره جنازه وه
کاروان هم تیار و
چې د حاجي مخ ته ګلونه ورړو
لا ډیر کارونه زموږ مخ ته پراته
دحاجي مخ کې دروازه لا جوړه شوې نه وه
هغه هم نیمه پاتې
لا مو لیکلي نه دي:
حاجي صیب! حج مبارک
کورته پخیر راغلې.
حاجي د سیمې قوماندان دی
حاجي ډیر شتمن دی
دا یې پنځم ځل دی چې حج ته تللی
په ټولو حق لري ډیر
کونډه خو مړه ده خدای دې وبښي نو
حاجي ژوندی دی، حاجي ډیر شتمن دی
دا یې پنځم ځل دی چې حج ته تللی
که ژوند و کونډه به سبا خاورو ته وسپارو موږ
نوره چاره نه لرو
ژوند څومره تنګ دی
او وخت څومره لنډ دی
سړی به چا پوري ځان ورسوي!!!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply