د ولسمشر غني مضطرب مخالفین / دوکتور مصدق یحیی

0 1,086

په شپږ میاشتو کې د حکومت له سقوط څخه د شپږو ایتلافونو تر سقوطه

کله چې ولسمشر غني واک تر لاسه کړ، د ګڼو سیاسي جنجالونو تر څنګ په ملي کچه ګڼې سیاسي – ایډیالوژيکې جبهې جوړې شوې. یوې خوا محافظه کار سیاستوال، نوي ټیکنوکراتان، او ښي لاسي ملي ګرایان د ولسمشر غني ترڅنګ ودرېدل او د هغه غوڅ ملاتړ یې وکړ. د ښاغلي کرزي د حکومت میراث خواره سیاستوال په دې تمه وو چې هم به د کرزي مرحمت تاثیر وکړي، هم یې د تېرې دورې تجربې بې اثره نه دي او هم اوس خپله سیاسي څېرې دي، حتمن به په واک کې شریک کړائ شي، چې داسې ونه شول او دا ډله په ډېر شدت د حکومت منتقدین شول چې ممکن تر بل هر چا مضر هم وو. درېیمه ډله هغه وګړي ول چې نه یې کار غوښت، نه یې تمه درلوده او نه یې فکر کاوه چې دولت به یې په لوی قېمت واخلي، خو په وروستي حد کې دې ته ورسېدل چې له حکومت سره دې پرېکړه ته ورسیږي چې په یو بل به کار سره نه لرو، د دې ډلې مخکښ ښاغلي عبدالرب الرسول سیاف و. څلورمه ډله هغه خلک و چې له هر پلوه بې خاصیته ول، دې وګړیو که د منډو وسه لرله، منډې یې وکړې که یې توهین کاوه، توهین یې وکړ چې محترم ډاکتر احدي یې بېلګه ده؛ خو دا ټولې برخې په تېرو درېیو کالو کې په بېلو بېلو وختونو کې او په متفاوتو شرایطو کې د همدې څو دلایلو په اساس رامنځته شوې.

په دې تورتني وېش کې شپږ جریانونه او ایتلافونه ډېر مشهود او ښکاره دي چې لاندې ذکر کېږي:

  1. د حراست او ثبات شورا
  2. د نجات عالي شورا
  3. نوې ملي متحده جبهه
  4. د افغانستان د خلکو ملي محور
  5. جنبش روشنایی
  6. جنبش رستاخیز + احمد ضیاء مسعود او جمعیت ګوند

دا له پیله جوته وه چې ولسمشر غني د بخت په مرسته واک ته نه دی رسېدلی! بلکې د یوې ريښتینې تګلارې، په کارپوهه او سنجیده عمل، د ډیل کولو باقاعده مهارت، د سیاسي پوهې او مدیریت تجربه او تر ټولو مهمه دا چې د نظام، حکومتولي او پوځ په اړه د ښاغلي غني درایت دا سړی په دې بریالی کړی دی چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې شپږ پراخ، له تعصب څخه ډک، له یو بل سره ژمن، خاین او د وطن او ولس د بربادۍ اصل عوامل او د بیروني کړیو سرسپرده مبارزین په ګونډو کړي او بلاخره ارګ د مشروع قدرت د اعمال اصلي مرکز تثبیت کړي.

دا ښکاره ده چې کله ولسمشر غني واک ته ورسېد، افغانستان د سیاسي حاکمیت له پلوه په څو برخو وېشل شوی و او هر ښار یې د یوې جلا سیاسي جزیرې استازولي کوله. حتی د فاروق وردګ په څېر یو عادي وزیر هم په حکومت د مرمیو ګوزارونه کول. کرزی ونه توانید چې له طالبانو څخه د ور پاتې افغانستان چې د امریکا په مشرۍ یې نړیوالې ټولنې ملتیا کوله د سیمې د هېوادونو، او د داخلي جنګسالارانو او ټوپکوالو له مداخلې څخه وساتي. په بلخ کې د شمالي ټلوالې د یو پخواني جنګسالار د قدرت یوه جزیره حاکمه وه چې تر پایه پاتې شوه، دا غني ته د کرزي په میراث رسېدلې یوه بېله سیاسي جغرافیه وه.

شاید دا پوښتنه هم مطرح وي چې د والي په حیث د عطا محمد نور وروستۍ خبرې ولې له پامه غورځول کېږي؟ که د دې هېواد هر حساس سیاستوال او هېوادول ښاغلی نور یو عادي والي ګڼي او په دې باور نه لري چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د ښاغلي نور خالص (غلا شوي) عاید د دولت تر عواید زیات نه دي، نو هیله ده چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه دې خپل جدیت لا هم زیات کړي. عطا محمد نور په تېرو ټاکنو کې د ښاغلي غني پر وړاندې یو مخکښ کاندید حمایه کاوه او د هغه د مالي ملاتړ تر څنګ یې په پخوانۍ شمالي ټلواله کې هغه ته د قومي او ولسي بستر په برابرولو کې پراخه ونډه درلوده. عطا نه یوازې دا چې په دې کار بوخت و، بلکې د اروپايي ټولنې پراخ ملاتړ ورسره و او متاسفانه لا هم ورسره دی. له موږ سره څېرمه په پاکستان کې عمران خان او طاهر القادري تر عطا نور زیات ستونزې زېږونکي دي! اېران د داخلي سیاسي مشرانو له کمکش سره د لاس او ګرېوان کېدو تجربې تر موږ ترخې او سختې دي. دا سمه ده چې واقعي مرکزي استقرار باید رامنځته شي، ولې دا یوازې د خبرو تر کچې آسانه کار دی، بلکې موږ په تېرو درېیو سوو کالو کې د یو داسې خیالي مرکزي نظام چې ګڼ حساس سیاستوال یې اوس تقاضا لري، نه دی تجربه کړی. هغه ډول مرکزیت چې یو شمېر پښتانه فعالین یې هیله لري، هېڅ کله متصور نه دی! دا یوه ډېره روښانه، برالا او واقعي خبره ده. یوازې هڅه باید پر دې وشي چې د نظام له اصلي تصمیمونو څخه د جنګسالارانو لاسونه لنډ شي، ملي اردو پاکه شي، فساد ورک شي او یوه غښتلې قضايي ادراه رامنځته شي.

د ولسمشر غني پر وړاندې غټه فیصدي مخالفین د ده پخواني متحدین دي. د حراست او ثبات د شورا د یو شمېر غړیو پرته د دې شورا مخکښ ملاتړی پخوانی ولسمشر کرزی د ولسمشر غني نا اعلان شوی متحد بلل کېده. د نوې ملي متحدې جبهې مشر انورالحق احدي د ډاکتر غني د کمپاین د مهال ملاتړی و. احمد ضیاء مسعود، جنرال دوستم، د جنبش روشنايي یو شمېر مشران لکه عزیز رویش او دې ته ورته ګڼ اوسني مخالف قطبونه د ښاغلي غني کلک متحدین ول، چې واک ته تر رسېدو لږ وروسته ټول په ترتیب سره له اصلي محور څخه ووتل. ولسمشر غني اوس له  نویو متحدینو او د خپل څنګ له نژدې پلویانو سره په دې بریالی شوی دی چې د حکومت په یو ډېر مهم او بنسټي سکتور یانې په امنیتي برخه کې پراخ اصلاحات راولي، د حکومتدارۍ او بیروکراسۍ ټول شکل بدل کړي چې حتی عطا محمد نور بیروکراتیکه کودتا بلله.

ولسمشر غني له راتګ سره سم په دوو برخو کې چټک او بنسټي بدلون غوښت، یو ښه قانون او بل ښه اردو. د ښاغلي غني په باور دواړو د پخوانیو مفسدو چارواکو، د سړې جګړې د پاتې شوني جنګي ډلو او ټوپکمارو، او بشري حقونو د ناقضینو په لاس تر پوښتنې لاندې دي. ښه قانون او منظم فوځ د یو مستحکم حکومت دوه اساسي عناصر دي چې باید رامنځته شي. په ښه قانون کې چې د حاکمیت مسله ډېره واضحه ده، په اردو کې د مسلک، تخصص او غیر سیاسي بودن د دې پروګرام برخه وه چې ولسمشر یې تطبیق غوښت.

دا یو ښکاره حقیقت دی چې اصلاحات او سمونتیاوې به د هغو په مزاج بدې لګیږي چې تر دې وړاندې یې سوکاله ژوند درلود. د پیسو، مال، جایداد، قدرت، موقف او جاه و جلال شوق لېونی کوونکی دی. پخوانیو جنګسالارانو د ښاغلي کرزي د حکومت پر مهال د بې کچې او پرېکنده مزو یو اصل رامنځته کړی چې حتی د ځمکو غضب به یو جهادي فضیلت مآب په غنیمت کې شمېره. که د دې ټولو تغیراتو او ریفورمونو پر وړاندې هر ډول غبرګون ښودل کېږي، دا په یاد ولرئ چې دا به له یوې غوڅې روحیې سره ملګری، له تعصب څخه ډک او یو لاس وي، چې حتی کېدلای شي په یو شمېر شرایطو کې د حکومت لپاره ستونزمن ثابت شي.

نیکولو مکیاویلي د فلورینس شهزاده لورینتسو ته په خپل لیک کې وايي چې یو ټولواک تر هغې ښه چلند نشي کولای چې په هېواد کې یې سوله نه وي ټینګه کړې او د سولې ټینګښت کلکو تدابیرو او سختې بې رحمۍ ته اړتیا لري. دا یوه واقعي وینا ده او په افغانستان کې د سولې روانې هڅې او د سیاسي ثبات لپاره پرېکړې هم باید د سختو تدابیرو او پرېکندې بې رحمۍ په چوکاټ کې ترسره شي. د افغانستان د ګټو او برم پر وړاندې هېڅ مقدس شی نه دی مطرح، افغانستان باید تر بل هر شي، تقدس ولري.

که هر څو ښاغلي غني د خپل واک لپاره ډېرې ستونزې وګاللې او له ډېرو نامشروع لوبغاړو سره په ګډ کار کولو مجبور شو، خو تر هغه وروسته یې خپله واکمني چې هر ډول یې خوښه وه، ټینګه کړه او پرته له شکه چې ساتل یې تر لومړیو ورځو ډېر آسانه شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply