زه او شيطان / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 989

موږ خپله د شیطان لاس له شا تړلي وي، خو له نورو غواړو فرشته و‌اوسي، لومړی زه دا خپل ځان درته یادوم، شیطان په خدای که داسې راته ښکاري لکه د خیرک ادې، زه دې خلکو ته حیران یم چې لګیا دي له شیطانه پنا غواړي، په داسې حال کې چې زما په ګډون ډېر شمېر د شیطان، د شیطانتونو بازار له کساد سره مخامخ کړی دی.

زه وایم شیطان کېدای شي په دې نن سبا کې له دې ځایه کډه واخلي یا یې اخیستې وي چې دی کرۍ ورځ بې‌کاره ګرځي، د ده دندې او کار و بار ته نورو اوږه ورکړې، دی یې له افلاس سره مخامخ کړی دی، کېدای شي ځان یې له موږ په پنا غوښتو اړ کتلی وي، که نه دا ګز دا میدان.

ځینو ښايي له بدې ورځې ځانونه د شیطان په دوستي اړ بللي وي، خو زه له دغه مجبوریته ځان ازاد ګڼم، بلکې پخپله خوښه مې له شیطان سره ملګرتیا پخه کړې ده.
زما دا کار د ښه نیت زېږنده دی، ما غوښتل او غواړم چې شیطان د ده په خپل رنګ کې کوټ کړم.

ما او پرویش شاهین چې څومره تحقیق کړی د شیطان د پیدايښت کره نېټه او ځای ځایګی مو نه دی موندلی، ویل کېږي د ده د پیدايښت نېټه د انسان تر خلقت له مخه ده. خو چا د شیطان له دومره اوږده عمر، کمالاتو او مهارتونو سره کوم بلند منزل، مارکېټ، په دوبۍ، لندن او امریکا کې سوداګري پانګه او بانکي حسابونه لیدلي نه دي.

د جنرال حمید‌ګل په اړه مشهوره ده چې پخپله يې نه خوړل، بلکې په نورو یې خوړل، که دا خبره رښتیا وي شیطان هم د دې ځانګړنې له مخې د نورو له خوړلو خوند اخلي، بیا دغه خاصیت او عادت د‌‌ده او جنرال صاحب تر منځ مشترک دی.
وایي بدفعله او بدعمله چې زاړه شي او خپله د ګناه توان بایلي، د نورو له بد‌‌عملیو او بدفعلیو خوند اخلي، شیطان او جنرال صاحب دواړو د نور له ګناوو دغسې خوند اخلي.

له همدې ځایه ویل کېږي چې الله تعالی زاړه ګناکاران نه بښي.
له تاسې څه پرده، ما له شیطان سره د رقابت او رفاقت دواړو خوند څکلی. د دواړو پر خوند مې دی هم اړولی دی، ځکه خو زه دا نه‌شم ویلای چې دی مې په رفاقت د ځان تابع ګرځولی، که له رقابته مې ځان ته پر سلامۍ اړ کړی دی؟
وایي مڼې دې وي د ولې دې وي، که رفاقت یې ګڼئ که رقابت اوس دی له ما سره د درېیمې برخې پار‌ټنر دی چې هیڅ سودا زما له مشورې، بلکې امر له حکم پرته نه‌شي تر ‌سره کولای.

خو شیطان پر خپلو اصولو خورا ټینګ دی، د خپلو اصولو دغسې درناوي، دی د غرور هغه پوړۍ ته وخېژاوه چې ادم ته یې له سجدې نټه وکړه، خو ما هر څه ته د سجدې سر ټیټ کړی دی، مال، چوکۍ، مقام هر څه ته مې سر ځوړند اوسي.

خو زه هم له نورو غواړم ملایکه و اوسي، ان چې انسان یې هم نه پرېږدو، نه غواړو انسان پاتې شي، انسان ژوند وکړي، ځکه خو یې هیڅ یوه تېروتنه او خطا نه‌شوای زغملای. د ولسمشر غني ګنجی سر هر زورواکي، غاصب، جنګسالار فاسد او مفکر ته ټیټ دی، خو له نویو فارغ شویو قاضیانو غواړي فرشتې و اوسي، غاصبو او فساد پېشه‌ګانو ته تسلیم نه‌شي.

یوه لیکوال د خپل ملګري پر کتاب په خپله سریزه کې کښلي چې له سره ده ته انسان نه ښکاري، په ده کې د انسانیت بارزې نښې نه‌شي لیدل کېدای.

په را وروسته کې ده خپله خبره داسې غځولې وه چې انسان غلطي کوي، پر ګناهونو اوړي، د تېروتنو پړ ګرځي، د نفس د غوښتنو تر اغېز لاندې راځي، له خلکو سره بدو او نفرت ته اړ کېږي، د دوستانو خوابدی مرتکب ګرځي.
خو دغه سړی له دې ټولو مبرا دی، فلهذا انسان نه دی، بل شی دی.

وکیل صاحب ایوبي او اغلې هیلۍ ارشاد له جهاني صاحبه غواړي فرشته اوسېدلی وای، فرشته پاتې وای او د هغه لیکوال په څېر نه وای پاتې شوی.

دوی وايي، جهاني صاحب څنګه د حاجي قدیر د پیسو وړاندیز پر هماغه ورځ نه رسوا کاوه، ولې یې له هماغه پیله له دغسې کرپټ پارلمان څخه د باور رایې اخیستو ته غاړه ایښودله چې امریکا ته ورسېد، پر ارګ او پارلمان یې باړ چلولو نه ګونډه ماته کړه.

د مرحوم تراب په خبره؛
د مموزي هغه سنګر ته سلام – چې له المانه پر میدان ډزې کا

د دوی د زړه خبره دا ده چې جهاني صاحب باید همداسې پټه خوله پاتې وای، له دغسې رسوایي یې پرده نه وای پورته کړې.

که د جهاني د هومره همت او پر خپلو خلکو او خاوره دغسې ننګ د ګوتو په شمار کسانو کړی وای، موږ به د تاریخ د رسوایي دغسې باب نه وای ګرځېدلي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply