هيلې / الله داد مومند

0 1,453

 له بده مرغه چې له تېرو څلورو لسيزو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په بېلوبېلو نومونو جګړه روانه ده او لا هم د دې بدمرغه جګړې لمبې تازه ساتل شوې دي، په دې پړاو کې زموږ ډېر هېواد وال مري او ګڼ شمېر يې په ژونديو مړو بدل شوي دي، په دې مانا چې معلوليت او معيوبيت يې د ژوند خواږه لوټلي او ناهيلي شوي دي.

   خبره دلته دا راولاړېږي چې د هېواد اقتصادي بنسټونه، ملي شتمنۍ د رنګونو ډکې سېمې د سیلانیانو ځایونه د جګړو او تاوتريخوالي ښکار وګرځېدل دا د اندېښنې وړ خبره ده او زه یې جدي ننګونه بولم .

 له ځان سره مې فکر کاوه او خپل لېد لوری مې د هغه پرمختللو هېوادنو په لور کړ، چې د ارامۍ، سولې او ثبات له  کبله ورځ تر بلې د پرمختک لارې طې کوي.

د ځېنو هېوادونو په اړه مې مطالعه وکړه، ورځ په ورځ نوښتونه، اختراغ ګانې او ….

هغه هېوادونو کې چې هلته امنیت قایم وي او اولادونو یې د خیانت او خرڅونې لپاره ملا نه وي تړلي، له زړه یې حدمت کړی وي او دا یې خپله وجېبه ګڼلې وي، له هرې برخې غني دې؛ خو له بده مرغه! چې زموږهېواد کې يوشمېر داسې اشخاص شتون لرې چې د بهرنې سیاسي کړیو، ډلو، ټپلو سره د غلامۍ ژوندون تېر وې او د څو پېسو په  بدل کې  خپله، لکه د ګل خاوره پلوري.

 جابران یې سپېڅلي بدن ته د باروتو جامې وراغوندي، له هغوی ګیله نه کوو، ځکه زمونږ دوستان نه دي او زمونږ د لابودۍ برنامې یې په لار اچولي، همدا یې خپله خرفه ګرځولې ده.

 شرم او ندامت هغه تورو څېرو ته په کار دی، چې د خپلې مور د خرڅولو لپاره لاس په کارېږي؛ خو وخت راتلونکی دی هر څوک به د خپل کړي عمل سزا وګوري، دا خبره  ځکه کړم چې اوسني نظام کې ځېنې داسې سټې شته چې د وطن په مېنه مست ګرځي او د دې خاورې د رغولو، ابادولو او جوړولو لپاره خپل سرونه په تلي کې ګرځوې.

 دلته ځېنې خلک هېوادنی احساس لري، لکه  د غره د خاینانو پر وړاندې ډال شوي دي، د وطن پلورونکو ويجاړوونکو کړو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي. او د پلورل شوو فاسدو او معتصبينو څېرې به ډېر ژر راښکاره او د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې بیا به یې د راوتلو لار هم نه وې.

یادونه به زموږ دا وې هغه وګړو ته چې د ګران وطن پرضد جنایتکارې کړنې ترسره کوې او لا هم دې اور ته لمن وهې، ښه پایلې نه لري، ما وړاندې هم اشاره وکړه چې وطن جوړېږي نن وې که سبا، حکومت اوس تاسې ته سېنه غټه کړې ده او ستاسې راتګ ته هرکلی وايي، وخت مه مصرفوئ، ژر شئ او د خپل حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږئ او د ارآم ساه ګانې خپلو هېوادوالو او خاورې ته وروبښئ!.

ژمن شئ.

د یو سوکاله او ارام افغانستان په هیله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply